
یوه نوې طبي څېړنه وايي که په منظمه توګه هر سهار دمالټې جوس وڅښئ ددې امکان شته، چې د پوستکي پر سرطان اخته شئ.
یاده څېړنه کې نږدې ۱۰۰ زره وګړو برخه اخستې ده او ۲۵ کاله د دوی خوراکي سیستم څارل شوی دی، کومو کسانو، چې په منظمه توګه هر سهار دمالټې جوس څښلې ۲۵٪ ددې احتمال وو،چې دا وکړي دپوستکي پر سرطان اخته شي
ډاکتران وايي سهار مهال باید د ټولو هغو جوسونو او میوو څخه ډډه وشي، چې تروش وي ځکه دا ډول مېوې دبدن پوست اړ باسي،چې دلمر دوړانګو پر ضد حساسیت وښايي، دا مېوې ځانګړي کیماوي مواد( ویوروکومارین او پسورالین) لري او د لمر له وړانګو سره ځانګړی حساسیت لري او پر فعالیت پیل کوي،چې دپوست لپاره ښه نه دی .
په براون پوهنتون کې دجلدي ناروغیو متخصص ډاکتر ابرار قریشي وايي : تروش / تریوڅيزونه پوستکی اړ باسي،چې دلمر دوړانګو په اړه خپل حساسیت وښايي، چې له دی سره دپوستکي دسرطان احتمال شته ، سهار مهال باید له تروشو څيزونو ډډه وکړو، نوموړی زیاتوي که کله مو دا ډول جوس وڅښه باید وړاندې له دی، چې له کوره ووځي لمر ضد کریم څخه باید ګټه واخلئ.