
(عموميات)
تحصيل او محصل دواړه عربي کلمې دي چې دلمړۍ کلمې لغوي مانا: حاصلول، ترلاسه کول اوځانته برابرول او د دويمې ماناحاصل کوونکی اوترلاسه کوونکی ښودلی دی اوپه اصطلاحي لحاظ تحصيل په لوړه او اکاډيميکه سطحه ددرس ويلو،پوهې زده کولواودمحصل کلمې اصطلاحي مفهوم دلوړواومسلکي زده کړو په زده کوونکي اطلاق کيږي .
ياپه لنډه ويناويلای شو چې تحصيل په عام اصطلاحي مفهوم لوړه اومسلکي زده کړه ده او ((محصل)) ددې زده کړو او مهارت زده کوونکی دی .
الف : دښوونې او روزنې لغوي او اصطلاحي پيژندنه :
ښوونه او روزنه په فزيکي (جسماني) ښکلاييز،روحي،ذهني،اخلاقي اوټولنيز لحاظ دانسان له ودې او انکشاف څخه عبارت دی چې دهغې په وسېله وکړای شي مهارتونه زده کړي،خپل کلتور درک کړي،کورني مسؤليتونه په غاړه واخلي . خپل ځانته مسلک وټاکي او بالاخره وکړای شي چې دخپلې ټولنې يوفعال اوګټور غړی شي .(1)
همدې پورتنۍ پيژندنې ته په پاملرنې سره د زده کړې دبېلابېلودورو تدريسي مضامين داسې طرح او تدوين کيږي چې زده کوونکي وکړای شي په پورته پيژندنه کې راغلي مفاهيم په ښه او مناسبه توګه سرته ورسوي .
ب : دښوونې او روزنې دورې يا پړاونه :
په عامه توګه زده کړې په دريوبېلابېلو دورو او پړاونو کې ترسره کيږي :
دلومړنيو يا ابتدايي زده کړو دوره .
دمنځنيواوثانوي زده کړو دوره .
دلوړو،مسلکي او اکاډيميکو زده کړو دوره .
دزده کړې هره دوره اوپړاو ځانته خپل عام او خاص هدفونه اوهغوته درسېدلوبېلا بيلې لارې،چارې لري . (2)
1 – دلومړنيوياابتدايي زده کړو دوره : دلومړنې دورې ښوونه او روزنه په هره ټولنه کې ډيره مهمه اودپاملرنې وړ شميرل کيږي .
ځکه چې دادزده کړې هغه دوره ده،چې په کې دانسان دفکري،جسمي ،اخلاقي او ټولنيزسمې ودې بنسټ اېښودل کيږي نوله همدې امله دا دوره دښوونې او روزنې دپوهانو،ښوونکواو روزونکودزياتې پاملرنې وړګرځېدلې ده .
څرګنده ده چې دلومړنۍ دورې زده کوونکودهراړخيزې زده کړې له پاره دښوونې او روزنې طرحې دښوونې او روزنې دعلمي اومسلکي کسانو ډيرغور،او زياتوپرله پسې هڅوته اړتيالري،ترڅوپه هغوطرحوکې د زده کوونکوذهني اوجسمي اړتيا ووته ځای ورکړل شي .
ديادونې وړ ده،چې دلومړنې دورې په ښوونه او روزنه کې دعمر او وخت له غوښتنوسره سم دښوونې او روزنې عمومي اهداف لږ او ډير بدلون مومي .
دلته په خپلې اسلامي افغاني ټولنې کې دلومړۍ دورې دښوونې او روزنې يوشمير عام هدفونه په لنډ ډول درپيژنم :
داسلام دارکانو په هکله دپوهې وده .
داسلامي اخلاقو او ثقافت په هکله دپوهې وده .
دشفاهي او تحريري ادبياتو زده کړه .
د روغتيا او صحت په اړوند لازمه او ضروري زده کړه .
دخپل چاپيريال په باب دمعلوماتو ترلاسه کول .
دطبعي،زراعتي،صنعتي،پيداوار او توليداتو په باب دپوهې اومعلوماتو ترلاسه کول .
دوخت دارزښت او په لاس کې لرلوموادوڅخه دښې او سمې استفادې لارو،چاروپه باب پوهه او معلومات ترلاسه کول .
په مادي او معنوي ژوند کې دکار او دهغه داهميت په باب پوهه ترلاسه کول .
دملي اوهېوادپالنې داحساس پياوړتيا .
ددوستی،ملګرتيا او همکاری د احساساتو پياوړتيا .
داسلامي او ملي يووالي داحساساتو پياوړي کول .
دکورنۍ،ښوونځۍ او ټولنې ديوفعال غړي په توګه دمرستې او همکارۍ د روحيې او احساس پياوړتيا .
دخدای ورکړي استعداد او وړتيا له مخې دپرمختګ دمعيارونو وده اوپياوړتيا .
دخپل هيواد دتاريخ او جغرافيې په باب دپوهې اومعلوماتو ترلاسه کول .
دخپلوګاونډيو هيوادونو او نورې نړۍ په هکله عمومي زده کړه .
دليک او لوست زده کول .
په شمېر او حساب پوهيدل .
دا او داسې نور هغه هدفونه دي چې دهغوی زده کړه دښوونې او روزنې دلومړۍ دورې له پيل څخه ترپايه پورې دښوونکوله خوا زده کوونکوته دبېلابېلو مضمونونودتدريس په ترڅ کې ترسره کيږي او زده کوونکي ددې وړ ګرځي چې د راتلونکې ثانوي دورې دزده کړې له پاره ځان چمتو کړي .
دمنځنيو ا وثانوي زده کړو دوره :
دثانوي دورې ښوونه او روزنه که له يوې خوا په ټولنه کې دسواد له ودې سره مرسته کوي نوله بلې خوادمادي او معنوي ژوند په بېلابېلو اړخونوکې دزده کوونکودپوهې اومعلوماتو سطحه لوړوي چې دهغې په رڼا کې کولای شي خپل ځان او ټولنه نيکمرغه کړي .
دثانوي زده کړې په دوران کې دلوړو او مسلکي زده کړو له پاره دزده کوونکو استعدادونه څرګنديږي همدارنګه ثانوي زده کړې زده کوونکوته په دې دپوهيدو ځواک اوتوان ورکوي چې د ژوندانه په بېلابېلو معنوي اومادي اړخونو دبري له پاره له کومو لارو،چاروڅخه کار واخلي .
په همدې دوره کې پرخپل نفس باندې داعتماد ځواک او روحيه څرګنديږي او زده کوونکي دخپل ژوندلوری ټاکي اوديونيکمرغه ژوند له پاره هوډمن کيږي، د ثانوي دورې دزده کړې ځينې عام هدفونه دادي :
• داسلام په اړونددقران عظيم الشان اوحديثوپه رڼاکې دپوهې اومعلوماتوکافي زياتوالی .
• دځان پيژندنې اوجهان پيژندنې په اړه دپوهې او معلوماتوپياوړتيا .
• دوطن پالنې او انسان پالنې داحساس وده او خلکوته دخدمت دروحيې پياوړتيا .
• په مجموعه توګه داجتماعي او ساينسي علوموپه هکله دپوهې او معلوماتوزياتوالی .
• دزده کوونکوداستعداد په پام کې نيولوسره دبېلابېلومسلکونوپه اړه دمعلوماتو زياتوالی .
• دوخت ارزښت او په لاس کې لرلوموادو څخه دکار اخيستنې له پاره
دسالمومهارتونودپوره معلوماتو وده او پياوړتيا .
• دځانګړواستعدادونودتشخيص او څرګندونې او دګټورو او اغيزمنو
ميتودونودکارونې له پاره دپوهې او معلوماتوپياوړتيا .
• دمغزو،وخت او خپل توان څخه د لازمې او مناسبې ګټې له پاره دپوهې وده او پياوړتيا .
• دغوره او نېکو کارونودسرته رسولوله پاره دحوصله مندۍ او زغم دځواک وده او پياوړتيا .
• دهېواد او نړيوال سياست په اړونددپوهې او معلوماتو پياوړتيا .
• دبې پلوي قضاوت کولودروحيې وده .
• دهر ډول تبعيض او تعصب نه دځان ژغورنې دځواک وده .
• له خپلو شخصي ګټو څخه ملي او ټولنيزو ګټوته دلومړي توب ورکولو د روحيې وده .
• په زده کوونکوکې دهغې روحيې وده او پياوړتياچې پرخپلو ناوړو نفسې
غوښتنو او خواهشاتودخپل عقل او منطق قوه لاس بری کړي .
• دهغې پوهې پياوړتياچې ټولنيزوستونزوته دحل اغيزمنه لار پيداکړي .
• زده کوونکوکې دهغه ځواک وده چې ډير واوري او لږ ووايي .
• دهغه احساس پياوړتيا چې هرڅه په غور وګوري .
• دپوهې او معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د ژورې مطالعې د ځواک وده اوپياوړتيا .
ثانوي دوره دزده کړې په دوره کې زده کوونکوته دبېلابېلو مضامينودتدريس له لارې ترسره کيږي او هغوی په راتلونکي کې دلوړو اومسلکي زده کړو له پاره چمتو کوي .
دلوړو، مسلکي او اکاډميکو زده کړو دوره :
د لوړو اومسلکي زده کړو عامېدل په هره ټولنه کې دپرمختللي او نيکمرغه ژوند په منظور ترسره کيږي ، دا ډول زده کړې ټولنې ته دعلمي او مسلکي کدرونو روزل په غاړه لري چې ددې ډول کدرونو روزل ديوې ټولنې معنوي پانګه جوړوي. نو دلوړو مسلکي زده کړودعامولو اوپراخولوپه نتيجه کېدای شي ټولنه دعامه سوکالۍپه لور حرکت وکړي .
په هره اندازه چې دټولنې دعلمي او مسلکي کدرونوله پاره اغيزمنې هڅې ترسره کيږي په هماغه اندازه ټولنه دنيکمرغۍ او سوکالۍ په لور چټک ګامونه اخلي .
دهمدغوپورتنيويادونوپربنسټ په خپله ټولنه کې دلوړو اومسلکي زده کړو ځينې عام هدفونه په ټولنه کې درپيژنم :
• دايمان اوعقيدې په رڼاکې دغوره تفکر،وينا او عمل دروحيې وده اوپياوړتيا .
• ديوځانګړي مسلک په اړونددعلمي او مسلکي پوهې وده اوپياوړتيا .
• دورځنيومهمومسايلوپه اړوند د پوهې اومعلوماتوترلاسه کول .
• دژوند دبېلابېلو اړخونوپه هکله دپوهې او معلوماتو زياتوالی .
• خلکو او ټولنې ته دخدمت کولودروحيې وده او پياوړتيا چې له
هرډول تعصب او تبعيض څخه پاکه وي .
• په خپل مسلک سره دزياتې مينې داحساس او روحيې وده او پياوړتيا.
• له ټولو مسايلوسره په پراخ او علمي نظردپريکړواوفيصلو روحيې پياوړتيا .
• دهغه احساس پياوړتياچې انسان پدې لاس بری کوي چې خپلې نفساني غوښتنې کنترول کړي .
• دهغې روحيې وده چې له شخصي ګټوڅخه ملي او ټولنيزوګټوته دغوره
والي او لومړي توب حق ورکړي .
• دهغې روحيې وده چې سړی دې ته هڅوي چې دټولنې ديواغيزمن او فعال
غړي په توګه عمل وکړي. (3)
دا او داسې نور ډېر هدفونه دلوړواو مسلکي زده کړوپه دوره کې نغښتې دي چې دبېلابېلو مضامينو دتدريس،دمحصيلينودځانګړومطالعاتوخپل منځي سلوک او دعلمي او اکاډميک چاپيريال څخه ترلاسه کيږي او دزده کړې ددغې دورې په پای کې شخص په خپله مربوطه څانګه اومسلک کې دزياتومعلوماتو او پوهې دبرخمن په توګه ټولنې ته دخدمت له پاره وړاندې کيږي .
زموږ په ټولنه کې دښوونې او روزنې ارزښت
ښوونه او روزنه يودبل سره ديوې سيکې دوه مخه ياديوې ونې دوه څانګې دي که دسيکې يومخ ناچال وي نودسيکې بل مخ اعتماد هم له منځه وړي. همدارنګه ونه بې له څانګووجودنه شي درلودی،پس ويلی شو چې ښوونه او روزنه دوه دا ډول مفاهيم ګڼل کيږي چې يودبل څخه نه جلاکيدونکي پيوند لري .
لکه چې وايي : ښوونه ښه ده خو روزنه ترهغې لا ښه ده .
ددې خبرې ارزښت په دې کې موجود دی چې ښوونه انسانانو او حيواناتو ته وقف شوې ده ، خو روزنه په پورتنيو دوو خواوو برسيره دريمه خوا چې عبارت له نباتاتو څخه ده هم په بر کې نيسي دمطلب دښه روښانولو له پاره دښاغلو لوستونکو توجه دې ټکي ته را اړوم : چې داسې سړی ښه دی چې سواد لري مکتب يې لوستی وي خو بد فعل،بداخلاق،فاسق او دټولنې له پاره مضر وي او که داسې سړی چې ښوونه نه لري خو روزنه لري،خو دټولنې له پاره ګټور او دښو اخلاقو خاوند دی؟
په دې هکله دټولوځواب يودی،چې روزنه بهتره ده نو ويلای شو،چې دښوونې او روزنې نهايي هدف تشکيل دشخصيت او همدغه ډول دانسان په سلوک کې مثبت بدلون راوستل دي .
اوسني پوهان په دې اند دي چې دښوونې او روزنې زده کړه تنها حافظې ته دشيانو سپارل نه دي، بلکې زده کړه دپوهې،درک،احساس او تطبيق څخه يوه مرکبه عمليه ده يا په بل عبارت ښوونه دپوهې،دمهارت او ذهنيت څخه عبارت ده، چې دعالمانو په اند ذهنيت هم په مثبت او منفي برخو ويشل کيږي خو زموږ هدف دلته مثبت ذهنيت دی نه منفي او مهارت هم په فزيکي او فکري برخو ويشل کيږي،که چيرې دښوونې په مفهوم کې دا درې اصولو څخه چې عبارت له زده کړې،مهارت او هدفمند ذهنيت څخه دي کوم يو اصل نيمګړی پاتې شي زده کړه خپل مفهوم دلاسه ورکوي او هدف ته نه شي رسېدلی،که چيرې دښوونې او زده کړې موضوع داسلام دسپيڅلي دين له نظره وڅيړو نو الله ج په ټ،لو شيانو کې لومړۍ چې خدای پاک پيداکړی هغه قلم دی همدارنګه الله ج په قرآن کريم کې فرمايي :
ژباړه : ايابرابر دي هغه خلک چې پوهيږي له هغوخلکوسره چې نه پوهيږي او د رسول کريم ص حديث شريف دی ، چې زه ښوونکی راليږل شوی يم ، بل ځای فرمايي : زده کړه وکړۍ که څه هم په چين کې وي،دا ډول ډېر زيات ارشادات شته چې دښوونې په هکله دي موږ په دې پوهيږو چې ښوونه او روزنه هغه څرخ دی چې د تورو تيارو قافلې دسباوون او رڼا په لوري بيايي .
نوښوونه هغه لوی درياب دی،چې که هرڅومره علم او پوهه سړی حاصل کړي مانا داده چې يوڅآڅکی اوبه يې له درياب څخه ترلاسه کړي دي نوښوونه دهرانسان له پاره دزانګو څخه ترګوره پورې ضروري ده، چې حاصل يې کړي،ولې بياهم نه پوره کيدونکې کڼل کيږي .
ښوونه او روزنه زموږ ټولنه په اخلاقي زيور او ګاڼه ښايسته کوي ترڅوچې يوه ټولنه هيڅکله انساني کېدای نه شي همدغه ښوونه او روزنه ده چې دسپوږمۍ او مريخ سيارې راپيژني همدغه ښوونه او روزنه ده چې دتيارو او غارونو څخه يې دانسانانو ژوند په کمپيوټر او انټرنيټ بدل کړو،په پای کې ګرانو لوستونکوته دومره وايم که هرڅومره موږ دښوونې او روزنې دارزښت نقش او رول په هکله قلم وخوځوو،خوبس به ورته ونه وايي خو خپلې خبرې دستر خوشحال خان خټک په دې شعرکې نغاړم لکه چې وايي :
دمجنون له ودانۍ ســره څه کار دی چې ويرانه ويراني هورې يې بيايه
دمنصور په حال خبرنه يې خوشحاله درتـه چـاوې چې دراز خبرې وايه
1- سليمان غرمجله ، لومړی کال،دريمه ګڼه ، وری او غويی 1385 د استاد ظاهر شاه مقاله.
د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون دژبو او ادبياتو د پښتو څانګې استاد
رالېږنه : رفيع الله ستانګزی