د طلوع او لمر د تلويزيونونوله خوا دمناظرې خپرېدل بې نظمي رامنځته کړه

د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه)
دا، چې د طلوع او لمر خصوصي اوځانگړيو تلويزيونونو د تېرې پنجشنبې په ورځ ماښام مهال د اولس مشريزو ټاکنو لپاره د کانديدانو ډاکټر عبدالله او اشرف غني مناظره وړاندې کړه او ټاکل شوې وه، چې په دې مناظره کې د اولس مشرۍ کانديد حامدکرزى په دا مهال د سترى محکمې د پرېکړې له مخې قانوني اولس مشر گڼل کيږي هم برخه واخلي خو د نوموړي د انتخاباتي کمپاين مطبوعاتي مشر وحيد عمر د يو پريس کانفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ، چې لومړى دې کانديدان خپلې تگ لارې اعلان کړي، چې اولس ته ورسيږي او بيا به کانديدان مناظرې ته کښيني د وحيد عمر بل وړانديز دا وو، چې د هېواد ټولې رسنۍ بايد په دې مناظره کې برخه واخلي نه يواځې يوه يا دوه رسنۍ، چې دا د کانديدانو او رسنيو ترمنځ توپير رامنځته کوي
که سړى لږ فکر وکړي نو د وحيد عمر د پريس کانفرانس وړانديزونه پرځاى وو او په کار وو، چې طلوع او لمر د اولس مشر د انتخاباتي کمپاين د مطبوعاتو د مشر وحيد عمر په وړانديزونو قانع شوى واى او دغه مناظرې تر يوې اوونۍ ځنډولې وى، چې حامد کرزي، اشرف غني، او ډاکټر عبدالله خپلې تگ لارې په سړه سينه رسنيو ته واک کې ورکړي وای او وروسته پرې اولس په سړه سينه فکر کړی واى، چې د چا تگ لاره د هېواد او اولس په گټه ده او د همدغې تگ لارې په رڼا کې د کانديدانو پوښتنې او اندېښنې راپورته شوې وى .
 دا، چې طلوع او لمر دواړه د ځينو ځانگړيو کړيو له خوا دې کار ته گمارل شوي، چې د يو او بل پرخلاف د تربگنۍ اور ته لمن وهي او د اولس د نېوکو گوتې هم ورته نېول کيږي په داسې يو حساس پړاو کې، چې انتخابات په مخ کې دي او د يو اولس مشر سالم او قانوني وړانديزونو ته غوږ نه ږدي او په خپلسري توگه بيان د ازادۍ په پلمه مناظرې وړاندې کوي د وحيد عمر د پريس کانفرانس وړانديزونه د اولس او هېواد او ان د کاندانو په گټه دي ښاغلي عمر وحيد د انتخاباتو کميسون ته هم وړانديز کړى وو، چې د مناظرې کوربه او کانديدانو ته ځانگړي اوصول او ارونه وټاکي، چې د مناظرې پر وخت په شخصيت تېری ونه شي خو طلوع او لمر له بيړې څخه کارواخست او افغان اولس مشر حامدکرزى اړ شو،چې تېره ورځ يې خپله تگ لاره هم اعلان کړه او اوس اولس ته ښايي، چې د کرزي د تگ لارې په رڼا کې خپله پرېکړه وکړي.دا چې انتخاباتو ته وخت رانېزدې کيږي او ورسره د ځېنو ځانگړيو کړيو په لمسون خصوصي تلويزيونونه بدنظمي رامنځته کوي او بيا د تلويزيون په پرده پر اولس مشر غږ کوي، چې مناظرې ته دې حاضر شي دا څومره نامناسبه خبره ده
 
qadirandewal@yahoo.com