ایملیو ازکاراګا جین؛  د لاتینې امریکا مرداک

 
رسنۍ زموږ په ځینو ټولنو کې د نورو له مالي ملاتړ پرته له ناکامۍ سره مخ کېږي، خو په پرمختللو هېوادونو کې بیا د پیسو پیدا کولو سترې سرچینې دي. مکسیکویی «Emilio Azcarraga Jean» له رسنیز کاروباره میلیاردر شوی. تر دې وړاندې هم تاسې د یو شمېر کسانو ژوندلیکونه لوستي چې د رسنیو له برخې یې ډېر شته پیدا کړي او د هغوی ترمنځ په نړیواله کچه مشهوره څېره «رابرټ مرداک» دی. ایملیو په نړیوالو رسنیو کې د لاتینې امریکا د رابرت مرداک په نوم یادېږي.
نوموړی په ۱۹۶۸ زېږدیز کال د مکسیکو په پلازمېنه مکسیکو سیټي کې د یوه سوداګر په کور کې زېږدلی دی. پلار یې د رسنیو یوه کمپنۍ درلوده. ایملیو په کاناډا کې د کالج تر پشپړولو وروسته په « ابرو امریکن یونورسیتي» کې تر پنځم سمستر پورې زده کړې وکړې.
نوموړی په ۱۹۸۸ کال کې د خپل پلار د رسنیزې کمپنۍ د یوه تلوېزیوني چینل د خپرونو د لارښوود یا ډایرېکټر په توګه دنده پیل کړه. دوه کاله وروسته د کمپنۍ په کچه د پروګرام لیکلو د برخې مرستیال شو.
په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې د ټولې کمپنۍ عامل مدیر شو. په ۱۹۹۷ کال کې هغه مهال چې لا د ۲۹ کلونو و، د پلار تر مړینې وروسته د « Grupo Televisa» په نوم د کمپنۍ اجرایوي مشر شو.
د اجرایوي مشر په توګه د چارو له ورسپارل کېدو سره سم یې د اصلاحاتو بهیر پیل کړ. په لومړي سر کې یې د خپلو رسنیو د خبر برخه مسلکي او بې پرې کړه. تر ده وړاندې د پلار د مشرۍ پر مهال یې دې برخې د مکسیکو د «  Institutional Revolutionary Party» په ګټه خپرونې کولې.
د کمپنۍ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې د نوموړي تر مشرۍ لاندې د کمپنۍ فعالیتونه دوه چنده شول او په دې توګه یې په مکسیکو کې د تلوېزیوني خپرونو ۷۰ سلنه مارکېټ تر خپل کنټرول لاندې راووست.
تلویسا اوسمهال په نړیواله کچه د هسپانوي ژبو رسنیو تر ټولو ستره کمپنۍ ده. د دې کمپنۍ د رسنیو له لارې په کال کې ۹۰ زره ساعته خپرونې د امریکا په ګډون د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې خپرېږي. تلوېزیونونه یې یوازې د امریکا په متحده ایالتو کې ۵۰ میلیونه هسپانوي ژبي لیدونکي لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۲۹ مې نېټې د شمېرو له مخې د « ایملیو ازکاراګا جین» پانګه دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په خپل هېواد مکسیکو کې ۹ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو اولاد لري او په مکسیکو سیټي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.