ولې داعش د ملاتړو کمی نه احساسوي

ژ: اباسین ویالزی
د روسیې، ترکیې، آمریکا متحده ایالاتو، انگلستان، اسپانیا، او اینترپل خاد په دې لټه کې دي، چې د داعش هغه هڅېو لارې چارې معلومې کړي، د کومو په وسیله، چې دوی د ډیرو هیوادونو وګړي د دوی سره د یووالي او ګډون پریکړې کوي. یا په بله ژبه د نوموړو هیوادونو د خاد او جینایي څانګې غواړي دا څرګنده کړي، چې داعش څه ډول خلک خپلو لیکو ته د راتګ او د دوی سره د یوځای کیدو لارې چارې لري. په دې ورستیو وختونو کې د ډیرو هیوادونو د ځوان نسل د داعش سره د یوځای کیدو پیښې ډیرې شوي دي، چې یو ښه بیلګه یې د روسیې د دولتي پوهنتون د فلسفې پوهنځي یو محصله اغلې ورواره کاراولوا ده. نوموړې یو کال وړاندې د مسکو د دولتي پوهنتون د فلسفې پوهنځي محصله شوه او په زدکړو یې پیل وکړ، ورسته یې د عربي ژبې سره مینه پیدا شوه او زدکړې ته به په حجاب کې راتله، نو د روان زیږدیز کال د مۍ میاشتې په ۲۷مه نیټه د پلار او مور نه پټه او په نه احوال ورکولو سره ترکیې ته لاړه او د هغې ځای نه یې غوښتل، چې سوریې ته او د داعش سره یو ځای شي. د پیښې په هکله د کاراولوا پلار وايي، چې د نوموړي لور اغلې ورواره کاراولوا په روسیه کې د داعش لپاره د یوه خاص اسلامې ګروپ له خوا ګمارل شوې ده.
دا چې په روسیه کې داعش او د هغه پلاویان څه ډول خلک خپلې خوا ته راجذبوي، په دې هکله د روسیې نامتو او تکړه ختيځ پېژاندونکي ښاغلي یوگني ساتانووسکي د «لینته رو» خبري اژانس سره په مرګه کې داسې وویل:
«لینته رو» : قدرمنه که د پیښې په هکله لږه څرګندونه وکړی لو مهرباني به مو وي.
ښاغلي یوگني ساتانووسکي: زه په دې نه پوهیږم، چې ولې دغې ورستۍ پیښې له تاسې سره دومره رزونانس او حیرانتیا منځ ته راوستلاي ده. «داعش» سره د یوځای کیدلو میکانیزم نن سبا ښه په کش کې روان دی او دغه لړۍ ښه کش کې ده، هر ورځ د دوی سره د جنګیالانو، مینوالو او ملاتړو شمېره نوره هم مخ په ډیریدو ده. په دې کې هم هیڅ شک نشته، چې د «داعش» سره د یوځای کیدلو مینوال یواځې سړي نه دي، ډیرې داسې اجنسۍ شته، چې ښځې دې ته رابالي او چمتو کوي یې، تر څو یې د «داعش» اورپکو سره د واده کولو ته راضي کړي او په دې ډول یې د داعش سره یوځای کړي؛ دغه اجنسۍ ښځو ته د دې وعدې ورکوي، چې دوی د تکړه او ځواکمنو سړیو ښځې شي او په دې ډول یې د داعش سره د یوځای کولو لپاره راضي کوي او دغه پروسه اوس په ټوله نړۍ کې ښه په کش کې روانه ده، خو زه په دې نه پوهیږم، چې د نن ورځې رسنیو یوځې دغې پیښې ته ولې د خلکو پاملرنه راړولې ده.
«لینته رو» : ډیره حیرانونکې پیښه ده، هغه دا چې یوه تکړه او غښتلې ځوانه نجلۍ، چې د روسیې په دولتي پوهنتون کې یې زده کړه کوله او د یوه روسیي فامیل غړې وه، له یوه سره یوناڅاپه بدله شوه او د اسلام په زده کړه یې پیل وکړ او حجاب یې واغوستلو...
ښاغلي یوگني ساتانووسکي: پاس یاد شوي میکانیزم نه یوځې په روسیه کې کار کوي او روان دی، بلکه په ټوله نړۍ کې چلیږي. «داعش» یواځې د جنګیالانو په لټنه نه دي بوخت، بلکې داسې خلک هم، چې په بیلابیلو برخو کې لکه کیمیا، بیولوژي او د تیلو په برخه کې ښه تکړه ماهران وي د ښو پیسو په ورکولو، په ټوله نړۍ کې د داسې خلکو د جذبولو په برخه کې هم فعاله ونډه لري او هره ورځ په لسهاوو خلک خپل ځانته راغوړي او چمتو کوي یې. هو، چې رانه پاتې نه وي، ولې نجلۍ او ښځې، دا خو ډولو ته معلومه ده، چې زموږ او ستاسې په ژوند کې ښځه ډیر رول لوبوي، په ښځو ډیر داسې کارونه ترسره کیدلای شي، چیرته چې سړی ناکام وي، نو د ډیرو داسې کارونو په کولو سره سره دوی د ځوانو نجلیو سره د نکاح کولو او واده کولو شوق هیچا نه دی وړی. «داعش» ډیر وخت دا کوښښ کوي، چې هغه ښځینه خپل لوري ته رووبولي، کومې چې په ورځني ژوند کې په کور کې یا د مور او پلار سره یا نورې اقتصادي ستونځې ولري.
«لینته رو» : ښه، دغه میکانیزم څه ډول کار کوي؟
ښاغلي یوگني ساتانووسکي: دا کوم ګران میکانیزم نه دی، لومړی انسان د یوې خاصې فرقې، ټولګې او ټولنې ته رابلل کیږي. داسې فکر وکړئ، چې یو کس د ختیځ هوادونو سره مینه لري، یا د خوراکي مواد د پخولو سره، نو لومړی د دغه کس سره یو داسې ټولګه کسان ملګري کیږي، چې دوی ته هم دغه ټاپیک او موضوع خوند ورکوي، کله چې سره په دې برخه کې نیږدې ملګري شي، نو نوموړي ته د لازیاتو مالوماتو لپاره په موضوع د ښه پوهیدو او نورو معلوماتو لپاره دغه ډلګۍ نوموړي کس ته یوه بله ډله، چې د ښکاره او پوره پوهې خاوندانو وي، سره د پیژندلو وړاندیز کوي، چې په دې ډول نوموړی کس ورو ورو خپلې خوا ته جذبوي او یواډیال کوي یې.
«لینته رو» : دغه په موضوع ښه پوهیدونکي او تکړه پوهان څوک دي؟
ښاغلي یوگني ساتانووسکي: دغه خلک په بیلابیلو څانګو کې لکه مذهبي، دیني، علمي، ټولنیزې او اجتماعي څانګو کې پوره ښکاره ونډه لري او په خپله څانګه کې په علمیت او پوهې ښه شتمنتیا لري. داسې فکر مه کوئ، چې دغه به ساده او ناپوه خلک وي، تاسې په دې باور وکړئ، چې ریښتیا هم د دغو خلکو د خبرو د اوریدلو د بیا بیا لیوالتیا په اتوماتیک ډول منځ ته راځي، هغه دا چې دا د دوی اصلي دنده ده، چې په هر قیمت وي خلک په خپل ځان راټول کړي او دوی په روانشناسۍ هم ښه بلد دي او خلکو ته داسې خبرې اترې اوروي، کومې چې په همدا شیبه کې نوموړي ته په زړه پورې وي، نو په دې ډول د بیا بیا د راټولیدو او اوریدو لیوالتیا منځ ته راخي او په دې ډول خلک خپلې لورې ته راړوي. د دغو خلکو د ډلې یوه ښه بیلګه د ختیځپیژندنې د پوهنتون یو محصل، ښاغلی روسلان قربانوف، چې په سوریه کې یې خپلې د پوهنتون دورې زده کړې کړې وې او بیا دلته په روسیه کې د ختیځپیژندنې پوهنتون نه یې د کاندیدۍ رطبې زدکړې پای ته ورسولې، نو تاسې په دې باور وکړئ، چې د نوموړي د همدورې ځوانان، چې د نوموړي سره په دغه پوهنتون کې یې یوځای زدکړې کولې، نو اوس ټول په سوریه کې د بشر اسد په وړاندې جنګیږي. نو تاسې داسې فکر وکړئ، چې داسې یو تکړه او د پوهې ډک کس که چیرې له تاسې نه غوښتنه وکړي، چې تاسې د هغه سره په ښه معاش او پیسو ورکولو د تیلو په یوه شرکت کې د ده سره کار وکړئ، نو دا معلومه خبره ده، چې تاسې به ورسره هو کړئ او کار به ورسره پیل کړئ.
«لینته رو» : ایا دا شونې ده، چې د یوه بوهنتون یو تکړه کارپوه خلک د داعش سره د ملاتړۍ لپاره چمتو کړي؟
ښاغلي یوگني ساتانووسکي: د دې لپاره حتمي نه ده، چې همدغه کارپوه دې دا کار وکړي، بلکې دی کولای شي د خپلې موخې ته د رسیدو لباره نورو کسانو ته دا دنده وکړي، تر د خوښې کس په بیلابیلو میکنیزمونو ځانته راجذب کړي. د بیلګې په توګه د د قران شریف د زده کړې یو ټولګه یا د رزمي سپورت ځوانانو یو ډله؛ نوموړې ډلګۍ د داعش سره د یوځای کیدو اصلي ځایونه دي.