
زه په دې نه پوهیږم، چې زموږ د مشرانو که طالب دی، که مجاهد دی که وکیل یا والي، ولې زموږ د غمځلي هیواد د خلکو په وژلو نه مړیږي. له یوې خوا طالبانو د غم چاړه او توره راخیستې ده، هر ورځ په سلهاوو خلک پرې وژنی، له بلې خوا زموږ مشران په چوکیو سره داسې نخلي دي، چې د هیواد بچیانو مړه کیدل او وژل کیدل یې هم زړونه نه صبروي، چې یوه ښه بیلګه یې د ګران هیواد خوست د وکیلانو او والي تر منځ تاوتریخوالی دی، چې په نتیجه کې یې په لسهاوې مورې بورې، ښځې کونډې او ماشومان بې پلاره شول. زه په دې نه پوهیږم، چې دغه مشران په ګران هیواد کې حالات نه ویني، چې څومره کړکیچن دي که په لوی لاس داسې کار کوي. دا هم ډیره عجیبه ده، کله چې زموږ یو مشر وکیل یا والي شي، نو د دې فکر ورسره وي، چې دغه څوکۍ یې په ټیکه اخیستي ده او تل باید دی والي یا وکیل وي. ایا د نوموړې ستونځې، چې په افغانستان خوست کې موجوده وه کومه بله د حل لاره نه درلوده، چې سره جوړ شي. د خوست والي عبدالجبار نعیمي هم دمره د پیسو سره مینه خپله کړې ده، چې د خلکو وژنه یې هم د دغو پیسو سره د مینې تنده نه شي ماتولای، له بلې خوا دا له پخوا نه معلومه او جوته وه، هغه دا، چې د خوست وکیلانو د ګرم کمپاین نه داسې معلومیده، چې دا ورځ به راځي، چې دوی به خلک کوڅو او ښارونو ته راوپاروي او خپلې موخې ته به ځانونه په دې ډول رسوي. ایا د خوست وکیلانو کمال او همایون په دې نه پوهیږي، چې د ګران هیواد دښمنان داسې ورځ لټوي، چې خلک داسې راټول شي او دوی یې په منځ کې ځانمرګي برید وکړي، چې زړونه یې پرې یخ شي، که په دې پوهیدل، نو ولې یې داسې کار کولو. ایا د یوې ستونځې د حل لاره یواځې کوڅو او ښارونو ته وتل او مظاهرې دي. له بلې خوا والي که په خپل ځان باور لري او ځان سپیڅلی او پاک سړی بولي، نو ولې یې خپله دنده نه پریښوده او د یوې نوې ټولپوښتنې، چې په پایله کې یې د خلکو د خوښې کس که والي عبدالجبار نعیمي وي که بل څوک وټاکل شي، یوه داسې زمینه برابره نه کړه. کله به زموږ د ګران هیواد غمځلي خلک د څوکۍ غوښتونکو د خوښې او غلې ښکار کیږي. په پای به دومره ووایم، چې څومره د افسوس ځای دی، چې د یوه انسان ژوند زموږ د والیانو او وکیلانو ترمځ د تاوتریخوالي او شخړې له کبله له منځه ځي.