د افغان په ننګ مې وتړله توره     ننګیالی د زمانې خوشحال خټک یم

د افغان په ننګ می وتړله توره     ننګیالی د زمانی خوشحال خټک یم
د تذکرې په هکله مې نن یو څو خبرونه ولوستل، خدای شته، چې لوستلو یې ډیر خپه کړم، داسې پوښتنه راسره پیدا شوه، چې نن که د ګران هیواد دښمنان د "افغان" کلمه، نه مني، نو سبا به افغانستان په ایران، افغانستاني ...بدل او پر موږ به یې تصویبوي. ګرانو ملګرو، زما په اند اصلي ستونځه په دې کې نه ده، چې ملیت او اسلامیت دې په تذکره کې نه وي، بلکې دا عمل په خپل وار سره د دې معنا لري، چې اوس په افغانستان کې د هیواد دښمنان دومره ځواکم شوي، چې په لوی لاس یوه داسې ستره پریکړه پر پښتنو تصویبوي او پښتانه دومره بې پروا دي، چې سبا ته به یې خپل کور، چې په کې ژوند کوي ترې خرڅ کړی وي، خو دی(پښتون) به پرې خبر هم نه وي. زه په دې نه پوهیږم، چې پښتانه ولې ویده دي او د ګران هیواد د راتلونکي په هکله هیڅ فکر او یوه قوي پریکړه په خپلو فکرونو کې نه لري.
افغانان یو ګډ او ځواکمن پاڅون ته اړتیا لري، تر څو د هیواد دښمنان پر دې پوه شي، چې دا وطن ګټونکي او ساتونکي لري، دا وطن احمدشاه بابا ساتلی او موږ به یې هم لکه په دا ښکلي بیت کې، چې راغلي ساتو:
څو چې دا ځمکه اسمان وي     تل به دا افغانستان وي
زه په دې نه پوهیږم، چې دا پښتانه به کله د تلپاتې خوب کټ راپریږدي او راویښیږي به، پښتانه دومره ویده دي، چې په هیواد کې د مشر کشر ټاکل یې په لاس کې نه دي، دا هم د نړۍ سترو هیوادونه د خپلو شخصي ګټو مشران موږ ته په نښه کوي او پر موږ یې تصوبوي. زه په دې نه پوهیږم، چې ولې افغان دومره ساده شوی، چې پر دې نه پوهیږي، چې په افغانستان کې اوس ولسمشر او یا بل لوړپوړی چارواکی د افغانانو په رایه نه ټاکل کیږي، بلکې د بهرنیو هیوادونو په خاص ډول د امریکا، چې خپل ځان د نړۍ لوی امپراتو بولي، د شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره د خپلې خوښې کس پر موږ مني، چې یوه ښکاره بیلګه یې د ولسمشرۍ ټولټاکنې وې. د خپلو ګټو لپاره یې لکه هغه انلګیسی متل چې دی: بېل يې كړه او ايل يې كړه(Divide and rule) افغانان سره بیل او په دوو ډلو وویشل، تر څو خپلو احدافو ته ورسیږي. یا په بله ژبه که چیرې دوۍ اوغوړي کوم قانون او ماده پر موږ تصویب کړي، که عبدالله عبدالله یې نه مني، نو ښاغلی ولسمشر اشرف غني به پرې راپاڅوي تر څو یې پر موږ تصویب کړي او برعکس، په دې ډول به په افغاستان کې خپلو ګتو او خوښیو ته ځانونه رسوي، چې اوسنی حالت یې شاهدي وايي. یوه بله خبره هم شته، هغه دا چې امریکا غواړي ټولې نړۍ ته دا ثبوت او ښکاره کړي، چې اوباما اوس هم د ټولې نړې امپراتو دی، کله چې کوم هیواد دا خبره او نظر ورسره نه مني، نو په ډول ډول نومونو یې لومړی تورن او بیا یوه داسې لار منځ ته راولي، چې د یو ځواکمن او ارام هیواد دولت او ریژیم نسکور او د خپلې خوښې خلک حکومت ته راولي. په ټوله نړۍ کې، د داسې پیښو شتون یې شاهدي وايي، چې ایران، مصر، سوریه، افغانستان، گرجستان، مولداویا، اوکراین... نور یې ښه مثالونه دي. اوس وار د چین او روسیې راغلی دی، په روسیه باندې یې د تورونو لږولو وروسته دا دی اقتصادي بندیزونه ولګول او د تیلو نرخ ورځ په ورځ د دې لپاره راټیټیږي، تر څو د روسیې اقتصاد، چې په تیلو او ګاز پورې تړلای دی نسکو کړي او په دې ډول ځان خپل حدف ته ورسوي. روسیه هغه هیواد دی،  چې امریکا ته په زغرده وايي، چې اوس هغه وخت تیر شوی دی، چې په نړۍ کې یو امپراتور او مشر موجود و، اوس نو نړۍ ډیر مشران او بادشاهان لري.
رابه شم اصلي موضوع ته، پښتنو راویښ شئ، مه پریږدئ، چې په افغانیت او پښتونولي مو د هیواد دښمنان ملنډي ووهي، د هیواد دښمنانو ته دا ثبوت کړئ، چې دا وطن د افغانانو کور دی، موږ به هیچا ته د دې واک ورنه کړو، چې د هیواد راتونکي پریکړې دې بل څوک وکړي. په پای کې به د ښاغلي لیوال صیب یو څو خبرې دلته درسره شریکې کړم:
هغه لاري چاري ولیکئ ، چې پربنسټ یې دملي ګټو ساتنه، دافغانستان وداني ، ګټور کار ، تولید ، خدمات او دافغان انسان دژوند ښه کېدل په (( افغاني غیرت )) کې شامل شي او وژل ، ویرول ، پرښځو زور زیاتی ، بدګوماني ،له ناروا لارو شتمن کیدل ، مافیايي چار چلند ، بدمعاشي او نور د (( غیرت )) له لیست څخه وایستل شي .
دلته دبېغیرتۍ وبا په خوریدو ده ځکه موږ دغیرت مفهوم غلط کړی دی ، منفي عادتونو او بداخلاقۍ ته غیرت وايو .
مه پریږدئ ، چې تاریخ مودغیرت په نامه دبداخلاقه یا بې اخلاقه ولس په توګه ثبت کړي .
پ.س،
د یو ځواکمن او واکمن افغانستان د جوړیدو او د پښتنو د راویښیدو په هیله.