
د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د ملي پيوستون پروګرام له لورې د نږدې لس میلیونو افغانیو په لګښت لس پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
له یادو پروژو څخه د غونډو ۴ تالارونه، د جلریز په قلعه یاګار،قول وردګ، دیولان بالا او قلندر په سیمو،د تګ راتګ دوه پلونه او یو پولچک د یادې ولسوالۍ په خرولنګ،قلعه شاه او قول حسین سیمو کې، د نږدې ۳ سوه متره په اوږدوالې د اوبو دوه کانالونه د قلعه خان محمد او خرولنګ په سیمو کې جوړ شوي دي .
همدا راز له یادو پروژو څخه د اوبو یوه ذخیره د جلریز ولسوالۍ په خرولنګ سیمه کې او د ۲۱۳ متره په اوږدوالې یو استنادي دیوال د دره مهربان او خرولنګ به سیمو کې تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي .
یادې پروژې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د ملي پيوستون پروګرام په نږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت د خلکو په لس سلنې ونډې سره جوړ شوي،چې اوس مهال ورڅخه ۱۱ سوه کورنۍ ګټه اخلي .