
په لږ وخت او کمو امکاناتو ډېر کار تر ډېره ټیمي کار ته اړتیا لري. د یوه بریالي ټیم جوړول هم د هر چا کار نه دی. هغه کسان چې د ټیم جوړولو او نوښتګرو کارکوونکو د استخدام وړتیا لري، د شتمنېدو او بریالیتوب فرصت یې ډېر دی. نوښتګر کارکوونکي په اصل کې پانګه ده.
چینایی «Zhu Xingliang» د نوښتګرو ډیزاینرانو د یوه ټیم پر مټ میلیاردر شوی.
نوموړی په ۱۹۵۹ کال په چین کې زېږېدلی دی. د ښوونځي تر بشپړولو وروسته یې د سوژو پوهنتون د ساینس او تکنالوژۍ پوهنځۍ لوستې ده.
ده د «Suzhou Gold Mantis Construction Decoration» په نوم د ودانيو د داخلي ډیزاین یوه کمپنۍ جوړه کړه. په ۱۹۹۰ کال کې په یوه داوطلبۍ کې له ناکامۍ سره مخ شو. د رقیب طرحه یې چې د « ني لاین» په نوم ډیزانر جوړه کړې وه، ګټونکې شوه.
له دې معاملې وروسته ژو له ني لاین سره چې د معمارۍ یو کالج لوستی و او یوازې د ۶۰۰ ډالر کلني معاش په بدل کې یې له یوې دولتي کمپنۍ سره کار کاوه د کتنې غوښتنه وکړه.
په کتنه کې یې ني ته د کار وړاندیز وکړ. ني لاین وايي دی پر دې ډارېده چې خوندي دولتي دنده به له لاسه ورکړي او د ژو کمپنۍ به د مالي ستونزو له کبله ډېر وخت دوام ونه کړي. نوموړی دغه راز وايي چې د ژو څېرې او چلند هم دی اندېښمن کړی و، ځکه هغه د کلیوالي او ډېرو ساده خلکو په څېر له لوېدیځې سوداګریز سټایل درېشۍ سره سپین بوټان پر پښو کړي وو. له دې دې ټولو سره ني د ژو وړاندیز ته ټینګ نه شو، ځکه د دولتي کمپنۍ ۱۰ چنده معاش ورته وړاندیز کړ.
ژو د ني په څېر نور ډیزاینران هم راټول کړل او په دې توګه یې د ودانیو د داخلي ډیکور داسې کمپنۍ رامنځته کړله چې په چین کې د دې برخې تر ټولو ستره کمپنۍ ګڼل کېږي.
سوژو ګلډن منټیز کانسټرکشن ډیکورېټ په خپله برخه کې فعاله لومړنۍ کمپنۍ وه چې د ونډو بازار ته یې لاره وموندله. له دې کمپنۍ سره اوسمهال ۳۰۰۰ ډیزاینران کار کوي چې تر منځ یې ۱۸۰۰ بهرنیان دي.
کمپنۍ په چین کې د خورا مشهورو ځایونو ډیزاین او ډیکور کړی چې په هغو کې د پلازمېنې بیجېنګ ملي سټیوم، د ننداریزو هنرونو مرکز او د ملي تیاتر ودانۍ هم شاملې دي.
د کمپنۍ بنسټګر ژو د تېر کال په جنورۍ کې د فساد په تور ونیول شو. پر نوموړي د فساد د تور جزیات نه دي په ډاګه شوي او ده هم څه نه دي ویلي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۲۸ نېټې د شمېرو له مخې د ژو پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره بلل شوې ده، چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په خپل هېواد چین کې ۴۱ ام ځای لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.