
دا قایده له استثناوو سره مل ده. ځینې کسان د تجربو له مخې پایښت مومي. دا هغه کسان دي چې ماتې موخې ته د رسېدو په لار کې یو ضمني خنډ بولي. دا هغه کسان دي چې لېوالتیا یې پایښت لري او پر مټ یې بالاخره ماتې په بریالیتوب بدلوي. ډېر داسې کسان دي چې له یو ځل ماتې خوړلو وروسته بېرته نه راپورته کېږي. ډېر کم داسې کسان پیدا کېږي چې له ماتې وروسته بېرته راپورته کېږي او په مقابل کې یې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کوي. دغه بدبخته کسان نه پوهېږي چې د ژوند په منډه کې باید هېڅکله په شا تګ ونکړي. دوی نه پوهېږي چې د پایښت په نامه یو ځواک هم موجود دی، چې په چوپه خوله د ناخوالو پر وړاندې مبارزه کوي او د پرمختګ لار پیدا کوي. موږ ټول پدې پوهېږو چې یو څوک پایښت ونلري، د ژوند په هېڅ ډګر کې یې بریالیتوب نه په برخه کېږي.
د دغې لیکنې پرمهال د براډوې"Broadway" ، د مړو هیلو هدیره "Graveyard of Dead Hopes" او د فرصتونو ډګر "Front Porch of Opportunity" زما سترګو سترګو ته کېږي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د شهرت، ثروت، قدرت، مینې او ټولو هغو په لټه کې چې خلک ورته بریالیتوب وایي، براډوې ته مخه کوي. د مرادونو دا څلی د یو چا د پرله پسې هلوځلو او لټون پایله ده. براډوې د سترګو په رپ کې نه بلکې د ګڼو ستړیاوو او هڅو په پایله کې رامنځته شوې ده. براډوې په اسانۍ سره نده رامنځته شوې، بلکې استعداد، نبوغ او نورې وړتیاوې ورته په کار وې. بیا هم ددې د رامنځته کولو تر شا پروت راز ثبات دی.
د براډوې د رامنځته کېدو راز د فني هارسټ بریالیتوب ته د رسېدو لپاره د پایښت درلودو په کیسه کې پټ دی. هغه په ۱۹۱۵ز کال کې د لیکوالۍ له لارې د پیسو ګټلو لپاره نیویارک ته راغله. هغه خپلو موخو ته ژر نه بلکې په ډېر ځنډ ورسېده. اغلې هارسټ څلور کاله په نیویارک کې تېر کړل او ښه ورسره بلده شوه. هغې ورځې په خواریو او شپې په هیلو تېرولې. هغې له سختو ورځو شپو سره د مخ کېدو په ترڅ کې ونه ویل چې، "سمه ده براډوې، تا وګټله!" هغې به ویل، "ډېر ښه براډوې، ښايي ته ډېرکسان بیزاره کړې، خو ما نشې بیزاره کولی. زه به درباندې دومره فشار راوړم، چې پخپله به تسلمېدو ته اړ شې."
د (The Saturday Evening Post) په نامه یوې نشریې د هغې وړاندیز شپږدېرش ځلې رد کړ. که د فیني هارسټ پر ځای د یوه عادي کس وړاندیز نه و منل شوی، په هماغه لومړي ځل رد ځواب به یې له خپلو هڅو لاس اخیستی وای. خو هغې څلور کاله پرله پسې خپرندوی ته د لیکوالې په توګه د منل کېدو وړاندیزونه وکړل او له ځان سره یې پتېیله وه، چې اخر به په همدې نشریه کې لیکوالي پیلوي.
فیني هارسټ بالاخره د خپل پټ لارښود یانې ثبات په مرسته له څلورو کلونو وروسته په دغه نشریه کې د لیکوالې په توګه کار پیل کړ. هغې له پیل سره سم د لاسه د نشریې د چارواکو پام ځان ته وګرځاوه او ډېر ژر یې دومره پیسې وګټلې چې شمېرل یې ورته ستونزمن وو. له هغه وروسته سینمايي چارواکو هغه پیدا کړه او بیا یې دومره پیسې وګټلې چې پکې ډوبېدله.
پدې کیسه کې تاسې کولی شئ د پایښت اندازه ولګوئ، چې د لاسته راوړنو په برخه کې څومره اغېزناک دی. فیني هارسټ یواځنی کس نه دی چې د پایښت له امله یې ژوند فوق العاده مثبت بدلون وموند. په هر ډګر کې چې نارینه او ښځې شتمن شوي دي، لامل یې پایښت دی. براډوې کولی شي یو ګدا ته د یوې پیالې کافي او یو سانډویچ خوړلو فرصت برابر کړي، خو که څوک غواړي پراخه شتمني ترلاسه کړي، پایښت ته اړتیا لري.
که کیټ سمیت دا ولولي، وایي به چې "امین". کلونه کلونه هغې له کوم مادي امتیاز پرته سندرې وویلې. هغه به د هر مایکروفون تر شا ولاړه وه. براډوې هغې ته وویل چې "رامخته شه او ویې نیسه که یې نیولی شې." هغه له ډېرې مودې وروسته موخې ته ورسېده. براډوې نوره نو ستړې شوې وه او ماتې یې منلې وه. کیټ ته یې وویل: "دا چې ته نه پر شا کېږې، بیه دې و وایه او ورشه راغونډه یې کړه." کیټ ځان ته ښه پریمانه بیه وټاکله.
تاسې کولی شئ چې د پایښت موندلو لپاره ځان وروزئ
پایښت یو د پراختیا وړ ذهنیت دی. لکه د نورو ټولو ذهنیتونو په شان یو لړ مشخص عوامل لري، چې په لاندې ډول بیانیږي:
الف. مشخص هدف: په لومړي سر کې د خپلو غوښتنو تشخیصول د پایښت د پراختیا لپاره تر ټولو مهم ګام دی. دا هغه پیاوړی محرک ځواک دی، چې پر ستونزو د غلبې وړتیا رامنځته کوي.
ب. لېوالتیا: هغه عامل دی چې پایښت پیاوړی کوي.
ج. په ځان تکیه: په خپلو وړتیاوو ویسا او باور سړي ته د پلانونو د عملي کولو جرات وربښي. (په ځان اتکا د تلقین د اصل په اړه په څپرکي کې د توضیحاتو له امله پیاوړتیا موندلی شي.)
د. مشخص پلانونه: سازمان شوي پلانونه سربېره پر دې، چې کمزوري او د نه عملي کېدو وړ بریښي، د پایښت په برخه کې ګټور تمامیږي.
هـ. د پوهې ترلاسه کول: د خپلو پلانونو په سلامتۍ پوهېدل، په تجربه او ارزونې پورې تړاو لري او پایښت پیاوړی کوي. "د پوهې پر ځای پر اټکلونو تکیه کول، پایښت له منځته وړي."
و. همکاري: همدردي، درک او له همکارانو سره همغږي د پایښت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.
ز. د ارادې ځواک: مشخص هدف ته د رسېدو لپاره د پلانونو په جوړولو کې فکري تمرکز د پایښت لپاره لاره هواروي.
ح. عادت: پایښت د عادت مستقیمه پایله ده. ذهن د هغو ورځنیو تجربو یوه برخه په ځان کې جذبوي، چې هغه ترې تغذیه کېږي. وېره او ډار د انسان تر ټولو بد دښمن دی چې یو څوک کولی شي په زړورتیا او تکرار سره یې له منځه یوسي. هر هغه څوک چې په جګړه کې یې فعاله برخه اخیستې وي، پدې پوهېږي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.