مذهبي ترهګري(تروریزم)

 

 
شپږم څپرکی؛ دریمه برخه
 نیټه: ۹/۴/۱۳۹۴،ه،ش
 
د عیسوي روحانیونو لخوا خلکو ته داسې روحي انګزې ورکړل شوې وه چې که څوک د خدای په لار کې ووژل شي ټول ګناهونه یې بخښل کیږي مخامخ به جنت ته ورځي او د پاچاهانو لخوا داسې امتیازات ورکړل شول چې د جګړې ګډون کوونکي له مالیاتو او نورو خراجونو څخه معاف دي، بندیان له بندیخانو څخه خوشي شول او هغه کسان چې په مرګ باندې محکوم وو په فلسطین کې د ژوند تر پایه پورې په خدمت وګمارل شول، په زرګونو لنډغر له دغه مقدس کاروان سره مله شول، وږي او بې وزله کسان او هغه خلک چې تل له خطرونو سره ځانونه مخ کوي او ځانونه اتلان ورته ښکاره کیدل، هم له کاروان سره روان شول او هغه ماشومان چې په ختیځ کې یې د جنت خوبونه لیدل، هغه تجاران چې د خپلو توکو لپاره د نويو بازارونو د موندلو په لټه کې وو او نور ټول خلک له ریښتنو مومنیو سره یو ځای شول تر څو هغه ځمکه چې د عیسی مسیح د زیږدو او د ده د وفات ځای دی وژغوري.
په دغه صلیبي لښکرو کې بد کاره ښځې هم وګمارل شوي چې د جنګیالیو په خدمت کې وي، وایې چې یوه بې نظمه او بې ترتیبه د صلیبیان ډله چې له المان څخه یې حرکت کړی ؤ لُمړۍ یې د المان پر یهودیانو او د بوهم(پرسیمه) باندې یې تېری وکړ د خلکو او کشیشانو غوښتنو ته یې ونه کتل او د وینې تویولو شهوت یې په دیندارۍ کې پټ کړ او څو ورځې وروسته په داړونکو ځناورو باندې بدل شول.
په دې اړه پنډت جوارلعل نهرو وایي: د دوی په منځ کې ښه خلک هم وو چې د خپل شور او شوق پخاطر یې جګړه کوله، خو ډېر داسې کسان هم وو چې هېڅکله یې معنوي فکر نه درلود او یوازې د لوټ تالان لپاره یې جګړه کوله، صلیبی عسک فاسدترین مذهبي خلک وو، چې هر ډول جنایت ته تیار وو، په حقیقت کې دغه صلیبیان چې د یوه عالي هدف لپاره روان شوي وو، ډېر ناوړه او پست ترین جنایات یې تر سره کړل، دوی د لارې په اوږدو کې چې لا د فلسطین حدودو ته هم نه وو رسیدلي په چور او چپاول او نورو ناروا کړنو باندې لاس پورې کړ صلیبیانو د لارې په اوږدو کې یهودیان قتل عام کړل او تر دې چې ځینو د دوی خپل مسیحي وروڼه او هم مذهبه هم په ټولیزه توګه ووژل، دا علت ؤ چې د مسیحي هیوادونو بزګرانو چې د صلیبیانو د لارې پر سر پراته وو د دوی پر وړاندې یې پاڅونونه وکړل او پر دوی یې بریدونه وکړل ډېری د دوی یې وژل او له خپلو سیمو څخه یې وشړل. (نګاهی به تاریخ جهان ۳۸۸)
صلیبي لښکر په کافي اندازه د سفر لپاره توکي او خواړه نه درلودل دوي د لارې اوږدوالی په نظر کې نه وو نیولی نوکله چې ورسره شته توکي خلاص شول نو د لارې په اوږدو کې یې د خلکو کورونه او کروندې لوټ کړل او ډېر زر د خلکو ناموس ته یې هم لاسونه اوږده کړل، خلکو یې پر وړاندې سخت مقاومت وکړ د ښارونو دروازې یې د دوی پر وړاندې وتړلې... په پای کې دغه تش لاسه عسکر چې ډېر شمېر یې د قحطۍ، طاعون، جذام، تبه او د لارې د مشکلاتو د ګالولو له امله مړه شوي وو، د قسطنطنیې(استانبول) دوازې ته ورسیدل، د بیزانس امپراتور آلکسیوس دوی ته ښه راغلاست وویل خو د دغو وږیو خلکو خېټې یې ښې مړې نه کړې، نو صلیبیان په ښار کې خواره شول قصرونه، کورونه او کلیساوې یې لوټ کړې، آلکسیوس د خپل ښار د ژغورلو لپاره دغو وږیو ملخیو ته کښتۍ ورکړې تر څو(تاریخ تمدن، ص۲۲۶۲) د ترکیې د بوسفور له تنګي څخه یې تېر کړي دوی ته یې وویل چې د بوسفور په آ خوا غاړه کې تم شي، تر څو نور مسلح ځواک ورورسیږي، صلیبیانو د لوږې یا هم د بې باکۍ له امله د آلکسیوس وړندیزونه ونه منل او پر نیقیه ښار باندې یې برید وکړ، خو د ترکانو منظم او باانظباطه پوځ چې ټول ښه غشي ویشتونکي وو له ښار څخه راووتل او دغه لُمړی صلیبي لښکر ؤ چې تقریباً له منځه یې یوړ.
وروسته له درو کالو جګړو څخه د جون په ۷/۱۰۹۹/ ز، کې د صلیبیانو ځواکونه چې شمېر یې (۱۲۰۰۰) تنو ته راکښته شوی ؤ د اورشلیم دیوالونو ته ورسیدل، اورشلیم د فاطمیانو په لاس کې ؤ او یو کال وړاندې یې ترکان له دغه ځایه ایستلي وو، فاطمیانو صلیبیانو ته د سولې وړانديز وکړ، خو د صلیبیانو لخوا ونه منل شو او وروسته له یو څه مقاومت څخه بیت المقدس ونیول شو، عیسوي کشیش رمون چې په خپله د دغې پېښې شاهد ؤ په اړه یې لیکلي دي:« هرې خوا ته نوې توکي لیدل کیدل، د مسلمانانو له څخه یې سرونه غوڅ کړل... ځینې یې په غشیو ووژل او نور یې مجبور کړل چې له ټاپوګانو(برجونو) څخه ځانونه لاندې وغوځوي، پاتې مسلمانانو ته یې څو ورځې شکنجې ورکړې او وروسته یې په اورکې وسوزول، په کوڅو کې د وژل شویو کسانو غوڅ شوي سرونه او غوڅ شوي لاسونه او پښې لیدل کیدې، هرې خوا ته چې آس ځغلوې، د وژل شویو کسانو جسدونه او وژل شوي آسونه پراته دي.» (تاریخ تمدن، ص۲۲۶۵)
یو تن فرانسوی چې د بیت المقدس د ترورستي کړنو شاهد وو وایی:«د مسجد د دروازې لاندې دومره وینې جمع شوي وې چې له زنګنو څخه هم پورته وې او د آس تر خولې پورې رسیدلې» (نګاهې به تاریخ جهان ۳۸۸)
او نورو معاصرینو هم په دې اړه ډېر مطالب لیکلي دی، وایي چې ښځې یې په چړو باندې وژلې شیدې رودونکي ماشومان یې له پښو څخه نیول او په زور سره یې د خپلو میندو له تیونو څخه جدا کول او له دیوالونو څخه یې آ خوا غوځول، یا به یې د دوی ورمیږونه (غاړې) ورماتول او په دې توګه به یې وژل، په ښار چې اویازره مسلمانان پاتې وو ټول ووژل شول، یهودیان چې ژوندې پاتې وو، خپلو کنیساوو ته یې راټول کړل او په ژوندوني یې په اور کې وسوزول.
وروسته له دغو ترورستي کړنو څخه صلیبیان د قیامت کلیسا ته راغونډ شول او د خپلو وحشي کړنو له امله یې یو تر بل په غېږو کې سره ونیول مبارکۍ یې ورکړې او د خدای حمد یې وویلو!!. (تاریخ تمدن، ص۲۲۶۵)
                                        د لیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي.