
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
دافغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د اولسمشر بارک اوباما ځانگړې استازې هالبروک پاکستان ته سفر وکړ دلته يې د صدراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په گډون يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وکتل بيا يې د جنگ ځپلو د کيمپونو دوره وکړه او هلته يې د جنگ ځپلو لپاره د امريکا د مرستې اعلان وکړ او په سمدستي توگه افغانستان ته لاړ او په هلمند کې يې د امريکايي ځواکونو سره وکتل او وروسته يې د هلمند له والي گلاب منگل سره يې گډ پريس کانفرنس ته وينا وکړه او وې ويل، چې امريکايي ځواکونه به بيا تيرې تيروتنې نه کوي او طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې د عملياتو پرمهال د هلمند څخه پاکستان ته واوړي،ځکه دوى هوډ کړى، چې په هلمند کې طالبان له منځه يوسي او سيمه د انتخاباتو لپاره له طالبانو پاکه کړي دا،چې په سيمه کې د هالبروک د سفر څه پايله راوځي دا به يو څه وخت ونيسي خو د شننونکو پراند اوباما غواړي، چې په سيمه کې خپله ستراتيژي خپلې کړي يا به جنگ کوي او يا به طالبان له سيمې ووځي، امريکا لومړى له ولسي وگړو سره خبرې کوي او ورته وايي، چې دوه لارې درته پاتې دي ياد طالبانو سره ودرېدل دي، چې تاسې هم د هغو پلويان گڼل کيږئ او يا د طالبانو خلاف د حکومت او ائتلافي ځواکونو سره ودريږئ، چې تاسې ته امنيت ټينگ کړي او د بيارغونې کارونه درته وکړي ځوانان به مو د روزگار څښتنان شي له جگړو څخه څه غواړئ د انتخاباتو پروخت د خپلې خوښې کانديد ته رايې ورکړئ بل لوري ته، چې وکتل شي مخالفينو هم خپل جنگي تکتيکونه بدل کړي او داسې ښايي، چې دوى د حکومت او ائتلافي ځواکونو په پرتله زيات ځواکمن شوي او د انتخاباتو د گډوډولو پوره توان لري او اولس ته ښايي، چې امنيت له گواښ سره مخ دى، چې په انتخاباتو کې برخه وانه خلي او طالبان نړېوالو ته هم ښايي، چې د امنيت د ساتنې په لاره کې ستر گواښ يو او امريکا اوس کوشش کوي، چې نړېوالو ته په گوته کړي، چې طالبان د له ځواکه غورځېدلي او هيڅ نه شي کولاى او پرپاکستان هم ټينگار کوي، چې خپلې پولې د طالبانو پر وړاندې وتړي، چې ونه شي کولاى پاکستان ته راواوړي که څه هم پاکستان اندېښنه ښودلې، چې د هلمند د عملياتو پرمهال به طالبان پاکستان ته راشي او دلته به د پاکستان امنيت له ستر گواښ سره مخ کړي، چې امريکا پاکستان ته ددې اندېښنې په اړه څه نه دي ويلي، خو ترهگرۍ په خلاف په مبارزه کې ورسره د نورې مرستې سينه وهلې ده