
انسان چې اجتماعي مخلوق دی، بې له روابطو او اړيکو ژوند ورته ګران تمامېږي. زندانيانو ته چې هم خوراک او هم څښاک ورسېږي او د ژوند ځينې نور سهولتونه هم ور ته مهيا دي؛ ځکه خوښ نه برېښي، چې روابط او اړيکي مو پرې، پرې کړي دي؛ خو هغوي چې بنديان نه دي او ازاد ژوند کوي څه وکړي چې دا اړيکي سره ونه شړېږي؟
د دې پوښتنې يو ځواب به دا هم وي، چې اجتماعي نزاکتونو ته پام وکړي. اجتماع چې د وګړيو له راټولېدو نه جوړېږي او نزاکت هم چې د خوشرفتارۍ او ښه سلوک په مانا ده او د دې دواړو له ترکيب نه چې اجتماعي نزاکتونه رغېږي، هغه کړنو او افعالو ته وايي، چې ښه ژوند کولو ته لاره اواروي.
که موږ له يوه بل سره ښه سلوک وکړو، د يوه بل ستونزو ته د حل لارې ولټوو او د خلکو واړه عيبونه ستر ونه ښييو، برملا يې نه کړو؛ نو له شک پرته چې اجتماعي نزاکتونو ته مو پام کړی دی او تر يوه حده مو پلي کړي هم دي.
که فکر وکړو هغوي چې نه اجتماعي نزاکتونه ته پام کوي او نه هم بل ته احترام، پر خلکو نه دي ګران او د خلکو د تـنفر سره مخ دي؛ نو د ياد شويو اصلو رعايت مو د خلکو په زړونو کې د اوسېدو چانس هم رابرابروي.
د اوړي په موسم کې چې د کابل ښار اکثره سړکونه له خاورو او دوړو ډک وي او په ژمي کې چې له خټو او ډنډ اوبو نه؛ داسې کسان به مو ليدلي وي، چې په ډېر سرعت سره موټر چلوي، چې دا کار يې د نورو خلکو د ازار او اذيت سبب کېږي.ايا دې خلکو ته څوک ښه خبره په خوله راوړي؟ طبعاً چې نه؛ نو که وغواړو چې په ټولنه کې مو مقام لوړ شي او د خلکو په زړونو کې ځان ته د حسد ځالې جوړې نه کړو، د اجتماعي اصولو رعايتول به را سره په دې کار کې ښه مرسته وکړي؛ خو دا چې ځينې کسان داسې موټرچلوونکو ته او يا هغوي چې تېروزي او تېروتنې کوي، په جهر بد رد او سپکې سپورې وايي، هم اجتماعي اصول ماتوي، متل دی چې وينه په وينه نه مينځل کېږي؛ که موږ د داسې خلکو پر وړاندې چې اجتماعي نزاکتونو ته پام نه کوي، خشن واوسو؛ په ټولنې کې ځکه د اصلاح سبب نه ګرځي چې د پاچا خان خبره خشونت، خشونت زېږوي. هغه خبرې چې د نورو د اصلاح لپاره کېږي او يا يې کوو؛ که په سړې سينې ونه ويل شي، لانجو ته لار پرانيزي او لانجې د ټولنې د شړېدو لامل کېدای شي.
که د پای خبره مو دا وي، چې که اصلاح له ځانه پيل شي او د بل کس د اصلاح موخه مو دا نه وي چې تمسخر يې کړو او په ټولنې کې مثبت بدلون د راوستو هدف مو په زړه کې وي، د تېروتنو د حل لار سنجول پکار دي او پکار دي، چې د منفي ټکو په له منځه وړو کې د يو بل لاس پرې نه ږدو.