د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې لمنځه وړلو په موخه جوړ شوی کمیسون نن خپلې چارې پیل کوي

 
د میدان وردګو والي حیات الله حیات وایي د ولسمشر محمد اشرف غني سره یې د خبرو په ترڅ کې غوښتنه کړې،ترڅو د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې لمنځه وړلو په موخه جوړ شوی کمیسون ژر چارې پیل کړي،چې نوموړی ورسره ژمنه وکړه،چې دغه کمیسون به همدا نن کار پیل کړي .
نوموړی وویل له ولسمشر اشرف غنی احمدزی سره یې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ یاده ستونزو نن ( دوشنبه )  سهار د ویډیو کنفرانس له لارې شریکه کړه.
نوموړی زیاته کړه، د دغه کنفرانس له لارې یې ولسمشر ته د سږ کال په ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ د شخړې بشپړ راپور ورکړ او همدا راز یې ترې غوښتنه وکړه،چې ټاکل شوی کمیسون دې ژر تر ژره د دغه ستونزې د حل په موخه خپلې چارې پيل کړي .
ښاغلی حیات وایي همدا راز یې له ولسمشر څخه د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د شخړې د مخنیوي په موخه په سیمه کې د ځانګړې قوې د ځای پر ځای کېدو غوښتنه هم وکړه.
د میدان وردګو والي د معلوماتو له مخې د دغه کنفرانس په ترڅ کې ولسمشر محمد اشرف غني ور سره ژمنه وکړه،چې همدا نن به جوړ شوی کمیسون خپلې چارې پیل کړي او میدان وردګو ولایت ته به هم د دغه کمیسون یوه کمیټه راوستوي .
هغه زیاته کړه، ولسمشر همدا راز ورسره ژمنه وکړه،چې ډېر ژر په راتلوونکې کې د شخړې د مخنیوي په موخه سیمې ته ځانګړې امنیتي ځواکونه راوستوي .
ده وویل : ولسمشر ورته د دغه خبرو په ترڅ کې ویلي،چې نور ورته یاده شخړه د منلو وړ نه ده  .
دا په داسې حال کې ده،چې د سږکال په ترڅ کې د کوچي او هزاره قومونو ترمنځ د شخړو په ترڅ کې د دواړو لورو ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه څاروي ( مېږې) هم لمنځه تللي .