
دا خبره نور ورځ تر بلې ارزښت له لاسه ورکوي چې غوړ پر غوړ اوري. زموږ په څېر ټولنو کې په لویه کچه دا فکر موجود دی چې یوازې هغه خلک د شخصي کاروبار او سوداګرۍ جوګه دي چې له مشرانو ورته ډېرې پیسې پاتې وي؛ خو په نوره نړۍ کې تجربو ثابته کړې چې شتمني د میراث نه د خلافیت او ګواښ منلو پایله ده.
چینايي « روګر وانګ» د ژوند بیمه وپلورله او په ترلاسه کړو پیسې له پیل کړي کاروبار یې نن میلیاردر دی. نوموړی په ۱۹۴۸ زېږدیز کال د چین په مرکزي سیمه کې زېږېدلی. د ده له زېږېدو سره سرم یې کورنۍ تایوان ته کډواله شوه.
ده په تایوان کې لومړنۍ او د لېسانس تر کچې لوړې زده کړې وکړې، خو په ۱۹۷۰ کال کې یې کورنۍ له دې ځایه د امریکا متحده ایالتو ته ولاړه. نوموړي امریکا ته تر تلو دری کاله وروسته د لوزیانا ایالت له پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د ماسټرۍ له بشپړولو وروسته لاس انجلس ته ولاړ او هلته یې د درملو له یوه پلورنځي سره د مدیر په توګه دنده پیل کړه.
وانګ وايي د ماسټرۍ د دورې له درسونو یې ډېر څه نه وو زده کړي چې په عملي کار کې ګټه ترې واخلي، خو د انبارونو تنظیم او له مشتریانو سره د چلند بڼه یې ښه وه.
دلته یې دوه کاله کار وکړ. وروسته یې د خپل کاروبار لپاره د ژوند بیمه وپلورله. په امریکا کې د ژوند بیمه په نقدو پیسو پلورل کېدای شي او دغه کار اوس ډېر عام شوی دی. کله چې یو کس د ژوند بیمه پلوري، تر مرګ وروسته یې کورنۍ بیا هغه بیمه نه شي ترلاسه کولی.
نوموړي له دې لارې په ترلاسه کړو پیسو د املاکو او جایدادونو یوه کمپنۍ او د لاس انجلس په ختیځ کې چېرې چې د چینايي کډوالو شمېر مخ پر زیاتېدو و، د تبادلې وړ «کوچونو» پلورنځی پرانیست.
په ۱۹۷۸ کال کې نوموړي د امریکا تابعیت ترلاسه کړه او تر دې نېټې وروسته په لسو کلونو کې یې پر مشترکو اپارتمانونو او کوچنیو سوداګریزو مراکز تمرکز وکړ.
د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته کله چې د لاس انجلس اقتصاد له ستونزو سره مخ شو، نوموړی بېرته خپل اصلي ټاټوبي د چین نینجېنګ ته د اقتصادي فرصتونو د ارزولو په موخه وګرځېد. نوموړي په همدې سیمه کې د یوې ۶۰ پوړیزې ودانۍ د جوړولو طرحه وړاندې کړه چې تر ۱۰۰ میلیونه ډالره لګښت ورباندې راتله خو ده یوازې څلور میلیونه ډالره پانګه ورته درلوده.
په همدې سیمه کې د پانګونې یوه بانک له ده سره د ګډې پانګونې ژمنه وکړه، خو په هغه وخت کې د ساختماني چارو په بازار کې د پړسوب له وېرې مرکزي حکومت بانک له ده سره له ګډې پانګونې منعه کړ. وروسته یې د نه جوړې شوې ودانۍ ځینې برخې پر یو شمېر افرادو او بانکونو وپلورلې او تر ۱۹۹۵ کال پورې یې د ودانۍ شپږ پوړه بشپړکړل. د ودانۍ په بشپړو شویو پوړونو کې یې پلورنځي پرانیستل او پر پاتې برخه یې کار هم روان و. له همدې لارې یې د ودانۍ د بشپړو جوړولو لپاره کافي پانګه ترلاسه کړه. په ۱۹۹۷ کال کې دا ودانۍ بشپړه شوه.
نوموړی اوسمهال د ګلډن اېګل انټرنېشنل په نوم د کمپنیو یو ګروپ لري چې د ساختماني چارو، سوداګریزو مراکزو، پلورنځیو او د موټرو د ترمیم په برخو کې فعالیت کوي.
د نوموړي کمپنۍ په چین کې د حلقوي سوداګریزو مراکزو له سترو کمپنیو شمېرل کېږي چې د چین په ۱۵ ولایتونو کې پلورنځي لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۲۷ مې نېټې د شمېرو له مخې د نوموړي پانګه دری اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري او د چین په نینجیانګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.