ورکه افسانه

 لخته شوه کږه شوله
سره شوله لمبه شوله
سترګې خماري شولې
وينه تکه سره شوله
دا دمينې راز او ساز
شعر شو نغمه شوله
غاښ و که ږلۍ وه دا
پړق شوله جلوه شوله
ﻻړمه بت پال شومه
ستا زړه مې کعبه شوله
وصل،مينه،ناز،نخرې
جوړه ترې سجده شوله
(( مينه کنعاني )) زما
ورکه افسانه شوله
سترګو نه يې حيا کوي
( مينه پښتنه شوله)
جوړه مې له اه او سوز
دا دغم کيسه شوله
ستړو مزلو ته مې
ستا سينه دمه شوله
شمعې د وصال ارزو
شپه شوله اوږده شوله
چا چې ما ته بد کتل
خونه يې سپيره شوله
نذر کړې ((حقيار)) اوښکې
بيا يې ميلمنه شوله