
استراليايي ډاکتران وايي دتنګ پتلون او جنیز اغوستل د انسان روغتیا له ګواښ سره مخ کوي په ځانګړې توګه دهغو مېرمنو، چې په منظمه توګه له جنیز پتلون څخه ګټه پورته کوي.
دوی دهغې ښځی روغتيايي وضعیت ته اشاره کوي،چې دڅو پرلپسې ساعتونو لپاره یې جنیز اغوستې و او دلنډ وخت لپاره یې پونډیو هیڅ احساس نه درلود.
۳۵ کلنه ښځه پر ځمکه راپریوته او روغتون ته ولیږدول شوه وروسته،چې مالومه شوه نوموړې ټوله ورځ له یوه خپلوان سره دکور په لیږد کې مرسته کوله او تل به دپښو پر څوکو کېناستله .
دې ښځې به د(سکیني) په نوم تنګ جینز اغوست ، دوخت په تېریدو به احساس کاوه،چې پتلون تنګیږي او نور د زغم وړ نه دی، ماښام مهال یې پښې بېدې شوې او په تګ کې له ستونزو سره مخ شوه ،چې وروسته راپریوته او دپورته کېدو شېمه یې له لاسه ورکړې وه ، دڅو ساعتونو لپاره همداسې پر ځمکه غځیدلې وه.
استراليايي ډاکتران اړ شول،چې دیادې ښځې جنیز پتلون څېرې کړي ځکه پونډې یې ډېرې پړسیدلې وې، پښو یې کار نه کاوه او دپوندو په برخه کې یې دلمس قوه بیخي له منځه تللې وه ، څلور ورځې وروسته دګرځیدو شوه.
ډاکتران وايي : دجنیز اغوستل او دپښو پر سر کېناستل پښو او نورو غړو ته دوینې دجریان مخنیوې کوي،دا ستونزه هغه اعصاب زیانموي،چې دپښو لاندې برخو سره وصل وي. دا وضعیت نوې عصبي ستونزه رامنځته کوي،چې لامل یې د تنګ پتلون/ جنیز اغوستل ښودل شوي دي.