دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۷)

 
داسلام  ټولنیز نظام
۲-اصول  او ارکان  :
د ټولنې د تنظیم په لړ کې  تر ټولو  مهمه  پوښتنه  ، لکه چې مونږ  په یوه بل ځاې کې هم  ورته  اشاره  کړې وه،     د جنسي میلان   د کاواکۍ او خپراوی څخه  مخنیوې    اود یوه  قانون  ، ظابطې  او چوکاټ  په حدودو کې  یې  اچول  دي.  ځکه چې د هغې پرته  دتمدن  چوکاټ جوړیداې نه شي او که  جوړ هم شي نو د هغې چوکاټ  دماتیدو  او انسان  په  ډیر بد اخلاقي او ذهني سقوط   کې د پریوتو څخه د خوندي پاته کیدوبله  لاره نه  موندل کیږي . په دې  خاطر  اسلام د ښځې او نر  خپلمنځي  اړیکي  په مختلفو حدودو کې رانغاړي او  په یوه مرکز کي  یې سره را ټولوي  .
۱:- محرمات :
د هر څه تر مخه  اسلامي قانون  ټولې  هغه ښځې او نر یو بل ته حرام کړي  چې  یو دبل سره په یو ځاې کې د اوسیدو  یا د ډیرو نژدې  اړیکو په لرلو سره  مجبور دي .  د نموني په توګه :[   •         •      •                                                 (النساء  ۲۳ )]
( پرتاسې حرامي کړاې  شوي ستاس میندې،  لوڼی ،خویندې،  تریندې ، توړۍ ګانې،  وریری،  خورزې، او ستاسي د تی  شریکې خویندې، او ستاسې دښځو میندې او ستاسې د ښځو هغه لوڼی  (پرکټۍ)چې ستاسې په غیږ کی پالل شوی دي،  دهغو میرمنو لوڼی  چې ستاسې ورسره  د میړه  میرمني  اړیکه راغلي وي  او که (یوازې نکاح  ورسره تړل شوي  وي  او ) د میړه میرمنې تماس مو نه وي  نیولې نو  ( د هغو په پریښودو  او دهغو  له  لوڼو سره په نکاح کولو کي ) پر تاسې  څه  ګناه  نشته  او ستاسې د هغو زامنو میرمني  چې ستاسې  له پښت  نه وي او دا هم پر تاسې حرامه ده چې  دوه خویندې  یو  ځاې  په  نکاح کړئ  ، مګر هغه څه چې مخته تیر شوي  دي ، الله جل جلاله  بښونکې او مهربان  دې . )
   د حرمت  دقانون  په ایجادولویې  دا  اړیکې  د جنسي میلان څخه دومره پاک کړي  چې ددې خپلوانو د ډلې  څخه هیڅ یو نر او ښځه د بل په لورې د جنسي  کشش تصور هم نشي کولاې .  (دهغو خبیثو او حیوان صفته وګړو  پرته چې حیوانیت  یې په هیڅ ډول  اخلاقي حدودو کې نه  شې را تلاې.)
۲:- د زنا حراموالي :
ددې  حدودو  د ټاکلو وروسته  یې  بل بندیز  دا  لګولې  چې    ټولې هغه   ښځې   هم حرامې دي  چې بلفعل د بل چا په نکاح  کي وي .  (          .....(سورة النساء ۲۴)
( اومیړوښې  ښځی  مګر هغه  چې ستاسې  په واک کې  وي ، دا پر تاسو لیکلي  الهي فریضه ده  او له دې نه سیوا درته روا کړې شوې ، چې په خپل مال سره  یې دنکاح  کوونکو په  حیث  لټه وکړئ ، نه د زناکوونکو په حیث ، نو که په دې (مال) سره موله  دې نه  تمتع  اخیستل  غوښتل ، نو فرض مهر یې ورکړئ  او له مهر نه وروسته   په هغه څه کې کومه ګناه  درباندې نشته چې په خپلو کې ورباندې  راضی شئ بې شکه  چې  الله باحکمته پوه دې. )
ددې  پورته  یادو کړل شوو  نه وروسته چې  کومې ښځې     پاته کیږي د هغوې سره  هر ډول بې بندوباره  جنسي اړیکي  ټینګول  حرام  ګرځول  شوې دي .  لکه چې فرمایې :
(              ) ( بني اسرائیل  ۳۲)
[ زنا  ته  ورنژدې  کیږئ  هم  مه،  ځکه  چې  هغه  بې حیایې ده او ډیر ه خرابه لاره .]
۳:- نکاح :
ددغه ډول  حدودو او بندیزونو په لګولو  د جنسې  بې لاریو  ټولې  دروازې  تړل شوي دي .خو د انسان د حیواني فطرت  دغوښتنې او د قدرت د کار خانې  دټاکلې  لارې د جاري  ساتلو په غرض  د یوې  دروازې پرانستو ته اړتیا وه ، نو هغه دروازه یې د نکا ح په شکل  کي پرانسته ، او  ورته یې وویل  چې  دا  اړتیا  اوس تاسې پوره کړئ  . خو د منتشرو او بې بندو باره  اړیکو له لارې نه  ، او په پټه او په غلچکي توګه هم نه،  او په بې حیایې  سره هم نه ، بلکه  په  ډانګ  پییلې  اعلان   سره یو ځاې ،تر څو ستاسې په ټولنه کې دا خبره په ډاګه وي  چې فلانکې سړې او فلانکۍ  ښځه  یو د بل  د ژوند ملګري  شول .  ( ... •  •          ......                        ......(النساء ۲۵))
او له تاسې  څخه چې څوک  ددې وس  نه لري  چې  له اصیلو مسلمانو ښځو (  محصناتو )  سره نکاح وکړاې شي نو ( دوې دې )  دهغوې څخه ( په نکاح کړي )  چې  ستاسې ښې لاسونه یې مالکان  شوي ، چې ستاسو د مؤمنو  وینځو څخه دي . الله  تعالې  ستاسې د ایمان  په حال ښه  پو هیږي . تاسې ټول د یوې ډلې خلک یاست ، له دې امله  دهغو  د پالونکو په  اجازه  له هغوې سره نکاح  وکړئ او په ښه (معروفه )  توګه دهغوی  مهر ورکړئ . تر څو  چې  هغوې د نکاح  په بند کې خوندي  ( محصناتې ) پاتې شي . په ازدې  شهوات رانۍ پسې  و نه ګرځئ  او نه په غلا او په په پټه یارانې وکړئ ، نو  کله  چې  هغوې  د نکاح  په چوکاټ  کې خوندی شي او بیا وروسته له  هغه کومه بدلمني  غوره کړي نو پر هغوی باندې د هغه مجازات  نیمایی  دې  چې د  اصیلو  ښځو ( محصناتو ) له پاره  ټاکل  شویدې  . دا  اسانتیا  له تاسې  څخه د هغو کسانو له پاره منځ  ته راوړل شوې ده  چې  له هغو سره دمیرمنې نه لرلو  له مخې د حدودو  ماتولو اندیښنه وي   خو که تاسې  له زغم نه کار واخلئ   نو دا ستاسې  له پاره  غوره ده او الله تعالې  بښخونکې او مهربانه  دې . )
دلته د اسلام د اعتدال  په  لارې لږ څه غور وکړئ . کومې  جنسي اړیکي  چې د ازدواج  ددایرې نه بیرون  حرامې او د نفرت  وړ دي ، هغه یې نه یوازې د ازدواج  په دایره کې  جایز  بلکه یو نیک ، مستحسن ، د ثواب او اجر کار ګڼلې  دې . 
اسلام د نکاح   کولو حکم  کوي  او دهغې څخه ځان ساتونکو او اجتناب کوونکو ته د نفرت په سترګو  ګوري ، ددې تر څنګ  د میړه او ښځې  تر منځ داسې اړیکي  ټینګیدل  په خپل ذات کې یو ستر عباد ت  ګڼي  ان   تر دې  چې  که ښځه د خپل  میړه  د جائز ې او  روا غوښتنېې څخه د ځان ژغورلو  په خاطر نفلی روژه و نیسي  یا په لمانځه او تلاوت کې  مشغوله پاته شي نو هغه د ثواب دترلاسه کول  په  ځاې ګناهګاریږې.  په  دې هکله  د نبی اکرم  صلې  الله  علیه وسلم  د حکمت  نه ډکه وینا وولولئ :
(  علیکم بالبائة فانه اغض للبصرواحصن للفرج فمن لم یستطع منکم البائة  فعلیه  بالصوم  و ان الصوم  له و جاء ) (ترمذي :  ابواب النکاح و في هذا المعنې حدیث في کتاب النکاح للبخاري).
 [ تاسې ته نکاح کول په کار دی ځکه  چې هغه سترګې  له بده نظره ساتي او د شرم ځاې د خوندی ساتلو ډیر غوره تدبیر دي . او څوک  چې ستاسې  له ډلې نه د نکاح  کول  قدرت و نه  لري  هغوې دې  روژې و نیسي ، ځکه روژه  شهواني ځواک  کمزوري  کوي .)
  ( و الله انی لاخشاکم الله واتقاکم له لکنی اصوم و افطر و اصلي وار قدوا تزوج  النساء  فمن رغب  عن سنتي  فلیس  مني .)( بخاري کتاب  النکاح ).
[ په الله تعالې  سوګند  چې زه د الله تعالې نه په ویره کې او دهغې د نارضایتي نه د خوندي کیدو په هکله  له  تاسې  ټولو نه  زیات یم ، خو ماته و ګورئ   چې  روژه  نیسم او افطار  هم کوم   لمونځ کوم او د شپې ویده  کیږم  هم ،  او د ښځو سره نکاح  هم کوم ، دغه  زما  لاره ده او هغه  څوک  چې زما د لارې پیروي و نه کړي نو هغه له ماسره هیڅ  ډول اړیکي نه لري .]
 ( لاتصوم المراة  و بعلها شاهدا  الا  باذنه ) [ بخاري باب الصوم ]
[ ښځه د خپل میړه  په  شتون کې  دهغې د اجازې پرته نفل  روژه  نه شی نیولې . ]
 ( اذا باتت المراة مهاجره  فراش  زوجها  لعنتها الملائکة  حتې ترجع ) ( بخاري کتاب النکاح ]  [ هغه ښځّه  چې د خپل میړه څخه  لرې والې وکړی ، دهغې نه  جدا  شپه تیره وي ،پر هغې   ملائکې  تر هغې پورې  لعنت  وایې  ترڅو چې بیرته دمیړه سره نه وي  یوځاې شوي . ]
( اذا راې احدکم  امراة  فاعجبته فلیات  اهله فان معها مثل الذي معها ) ( ترمذي : باب  ماجاء‌ الرجل یرې المراة فتعجبه ) .
 [کله  چې ستاسې څخه  څوک کومه  ښایسته ښځه وویني او دهغې ښایست پرې  اغیز وکړي نو خپلې ښځې ته دې ورشي ځکه  چې د هغې سره هماغه څه  شته چې دهغې سره و . ]
ددې ټولو احکامو او لارښونو څخه د شریعت  هدف  دادې  چې د جنسي کاواکۍ ټولې دروازې وتړل شي ، د جنسي اړیکو دایره د ازدواج په داخل کې را ونغاړل  شي.  ددې دایرې نه دباندې  چې  تر کومه حده پورې شوني وي د جنسي میل میلان  له منځه ولاړ شي او هغه خوځښتونه  چې د طبیعت پر غوښتنه یا د اتفاقي پیښو په واسطه را پیدا کیږي ، دهغې د تسکین  له پاره یومرکز جوړ شی ، د سړي له پاره خپله ښځه او د ښځې  له پاره خپل خاوند ... تر څو انسان د ټولو   غیر طبعي او دخپله ځانه  دراپیدا شوو هیجاناتو   او د جنسي عمل دخپریدو څخه د خوندي پاته کیدو په صورت کې د خپل  را غونډ کړل شوې ځواک  (conserved  energy)  سره یو ځاې د تمدن د نظام خدمت وکړی او د جنسي محبت او کشش هغه ماده  چې   الله  تعالې ددې کارخانې دپرمخ  بیولو له پاره  په هر نر او ښځه کې پیداکړې  ،ټوله  د یوې کورنۍ د تخلیق او  دهغې د ټینګښت  له پاره په مصرف  ورسیږي .
ازدواج  له هره  اړخه غوره دې  ځکه  چې هغه د انساني او حیواني  فطرتونو  غوښتنه ده او د الهي قانون  اهداف تر سره کوي او د  ازدواج  نه کول د هره  اړخه یو نامعقول کار دې ځکه  چې هغه به  ددوو بدیو څخه  یوه حتما له ځانه سره لري خو  دا چې  انسان به دفطرت  د قانون غوښتنه  نه پوره کوي او خپل  خواکونه به د فطرت سره په  جنګ  کې مصروفوي او یادا  چې  د فطرت د غوښتنو څخه  په مجبوریت سره به د  غلطو  او ناروا لارو څخه خپلې   جنسي  غوښتنې پوره کوي .
۴:- د کورنۍ تنظیمول :
دجنسي میلا دشتون  له  مخې د  کورنۍ د جوړښت  او دهغې د ټینګښت   وروسته اسلام کورنې ژوند تنظیموي ، او دلته  هم  په پوره  توازن سره  د فطرت د قانون  د ټولو  هغو اړخونو  رعایتول  خوندي ساتي  چې  یادونه یې تر مخه وشوه .
 د ښځې او نر د حقوقو په ټاکنه کې  چې په کوم ډول د عدل او انصاف  څخه کار  اخستل  شوې د هغې  تفصیلات  ما په خپل  یوه ځانګړې کتاب کې  چې  «د میړه او ښځې د حقوقو » تر عنوان  لاندې  چاپ  شوې  خپاره  کړې.  دهغې کتاب د مطالعې  په واسطه به تاسې ته په ډاګه  شي  چې  ددواړو صنفونو تر منځ  چې  تر کومه  حده پورې  مساوات پیدا کیداې شي   هغه اسلام  جوړ کړي  دي، خو اسلام  هغه  مساوات نه منی  چې د فطرت  د قانون  پر خلاف  وي . د انسان  په  څیر  چې کوم حقوق  سړي  ته ورکړل شوې هماغسي ښځې ته هم ورکړل  شوي  ( لهن مثل الذي علیهن ) خو نارینه یا زوج  ته د فاعل په  څیر ذاتي فضیلت  ( د عزت په معنې نه  بلکه  د  غلبي  د تقدم په  معنې  )  [ و اللرجال  علیهن درجة]( القرة  ۲۲۸) .
 په دې ترتیب  دښځې او نر تر منځ د فاضل او مفضول  دفطري اړیکو په منلو سره  اسلام د کورنۍ تنظیم په لاندې بنسټونو  جوړ کړې دي .
۱:-  دنارینه  قوامیت:
په کورنۍ کې نارینه ته  د قوام (مسؤل) حیثیت ورکړل شوې  یعنې  هغه دکورنۍ  حاکم او ساتونکې  دې ، او دهغې د اخلاقو او کړووړو  څارګر  دې  ، په ښځه  او بچیانو د هغه اطاعت  فرض  دې   ( په دې شرط  چې  هغه د الله تعالې  او دهغې د رسول   د نافرمانۍ  حکم و نه کړي) او په هغه باندې د کورنۍ  له  پاره د روزۍ د ګټلو او  د ورځني ژوند د اړتیاو د پوره کولو  مسؤلیت وربار کړل شوې دې . 
[              ....       (النساء ۳۴)]
(  سړې په ښځو باندې  قوام دي او دا  دهغه فضیلت په اساس  چې  الله تعالې دهغوې  څخه  یوه ته په بل ورکړي او په دې  علت  سره  چې  هغه  په هغو ې  باندې  «د مهر او نفقې په شکل کې »  خپل  مال  مصروفوي ).
( الرجل راع علې  اهله وهو  مسؤل «بخاري کتاب  النکاح»
 ( نر د خپلې  ښځې   او کوچنیانو  حکمران دې او دخپل دغه رعیت په هکله د الله تعالې  په مخکې ځواب  ورکونکې دې . )
 [        «النساء ۳۴»]
   ( نیکې ښځې د خپلو میړنو اطاعت کوونکې ، او د الله تعالې په توفیق  سره دخپلو میړونو  په  نشتوالې کي  د هغوې  د ناموسونو  خوندي ساتونکي  اوسي .)
(قال النبي صلي الله علیه وسلم : «اذا خرجت المراة من بیتها و وزجها کاره  لعنها کل  ملک  في السماء  و کل شئ  موت  علیه  غیر الجن  و الانس  حتې  ترجع . «کشف الغمه »)
[نبي صلي الله علیه وسلم  فرمایلي دي  کله چې ښځه د خپل  میړه د اجازې  پرته له کوره ووځی  نو داسمان هره ملایکه پرې  لعنت  وایې او د جن او انس    پرته هر شي  چې  دا پرې تیریږي ، لعنت  پرې  وایې  ، تر هغې  چې دا ښځه بیرته  نه وې  را ګرځیدلي .]
[                •      «النساء ۳۴»]
(  او دکومو  ښځو څخه چې تاسې د سرکشۍ  او نافرمانۍ ویره لرئ نو  هغوې ته نصیحت وکړئ « که نصیحت  و نه مني » نو  دویده کیدو په ځایونو کې ورسره اړیکې  بند کړئ « که بیا هم په خبره  پوه  نه  شی» نو بیا یې  تأدیب  کړئ که چیرې ستاسې  اطاعت  یې وکړ نو بیا پرې د تیرې  له پاره هسې بهانې  مه لټوئ ، باور  ولرئ  چې  له پاسه  الله  تعالې  شته  چې لوې او ډیر ستر پوه  دې )
همدا  راز  نبي  صلي الله علیه وسلم  فرمایې :
 [ لا طاعة لمن  لم یطیع الله « روا  احمد» و من حدیث :  لا طاعة  في  معصیة الله « رواه  احمد من حدیث بن حصین »]
 ( د نبي  کریم صلې الله علیه وسلم  وینا ده  : هغه څوک  چې د الله تعالې  اطاعت و نه کړي تاسې دهغې  اطاعت  و نه  کړئ ، د الله  تعالې  په  نافرمانۍ کې د هیچا فرمانبرداري  نه کیږی . فرمانبرداری  یوازی  په معروفو کې  ده « داسې حکم کې  چې  جایز او معقول  وي  »)
[                            « عنکبوت ۸»]
( او مونږ انسانانو ته لارښوونه کړې  ده چې  هغوې دخپلو والدینو سره  په ډیر ښه شان  سلوک  وکړی خو که چیرې  هغوی تا ته حکم وکړی  چې تاسې  زما سره کوم شریک  جوړ کړئ د کوم له پاره  چې  نه له تاسې سره  او نه  له هغوي  سره »  کوم دلیل  شته،  نو په دغسې حکم  کې دهغوې اطاعت  مه  کوئ .)
په دې توګه د کورنۍ جوړښت  داسې شوې  چې په هغې کې یو کس مشر  او د امر خاوند وي .  څوک  چې په دې نظم کې د ګډوډیدو   د راوستلو هڅه  وکړي نو دهغې کس په هکله د نبي  صلې  الله علیه وسلم   وعید  دادې :
 [ من افسد  امراة علې زوجها  فلیس  منا «کشف الغمة»]
( څوک  چې د   میړه  او ښځې  تر منځ  د اړیکو  د خرابیدو هڅه وکړي  د هغې  کس  له مونږ  سره هیڅ اړیکې  نه شته « زمونږ  له ډلې  څخه نه دې»)
۲:- د ښځې د کار  چاپیریال :
د کورنۍ په تنظیم  کې ښځه د کور مسؤله ټاکل  شوې ده ،  د روزۍ  او مال  د پیدا کولو مسؤلیت دهغې د میړه په  غاړه دې  او دهمدغې مال په واسطه دکورنظم و نسق  جوړول ددې کار  دې  .)
 [المراة  راعیة  علې  بیت زوجها و هو مسؤلة «بخاری باب  قوا  انفسکم و اهلیکم نارا»]
( ښځه د خپل میړه دکور حاکمه ده او هغه د خپل حکومت په  چاپیریال  کې دخپلو  اعمالو  له پاره  ځواب ورکونکې ده . )
ښځه د داسې  ټولو  دندو د سرته رسولو څخه مصؤنه  او خوندی  کړل  شوې  چې دکور  نه د بیروني امورو پورې  اړوند  وی . د نمونې  په توګه :
 په ښځې  د جَمعې  لمونځ واجب  نه دې  «ابوداود باب الجمعه للمملوک و المراة»
 په ښځې  جهاد  هم فرض  نه دې  که څه هم د اړتیا په وخت کې د مجاهدینو خدمت  ته ور دانګلی  شي  لکه چې په راتلونکو پاڼو  کې به یې  په تفصیل  سره ولولئ .
 ښځې ته په  جنازه کې  ګډون هم  ضروری  نه دې  بلکه دهغې نه یې  بنده کړې  ده «بخاري  باب اتباع  النساء الجنائز»
 په ښځې  د جماعت  لمونځ  او مسجدونو ته  تګ  هم لازمي  کړل شوې  نه دې ، که څه هم د څه  بندیزونو  او شرایطو  سره مسجد  ته د تللو  اجازه  ورته شوې خو هغه هم غوره نه دې ګڼل  شوې .
 ښځې ته د محرم  نه پرته  د سفر کولو  اجازه هم نه ده  ورکړل شوې  « تر مذې ماجاء فې کراهیته  ان تسافر  المراة  وحدها – ابوداود باب المراة تحج بغیر محرم »
 یعنې  په  هره  طریقه د کور  څخه د ښځې وتل  ښه  او غوره  کار نه ګڼل کیږی او دهغې  له پاره په اسلامي قانون کې په کور کې  پاته کیدل بهترین  کار ګڼل  شوې  دې . لکه څنګه  چې  د الله تعالې  د وینا له مخې  ورته د  «وقرن  في بیوتکن »  الفاظ  استعمال  شوي دي .
[ ځینې  خلک وایې  چې دا حکم  د نبي کریم صلی  الله علیه وسلم  د پاکو  بیبیانو او د امت  د میندو  له پاره  ځانګړې شوي ،ځکه چې   د آیت  پیل  د «یا نساء النبي »  څخه  کیږی خو په دغه ټول آیت کې  چې کومې  لارښوونې  شوی دي په  هغوې  کې  به کومې  داسې  لار ښوونې وې  چې یواځې د امهات المؤمنین  پورې  ځانګړې  شوې وی ؟
 دلته  ویل  شوې دی  چې : «  که چیرې تاسې  پرهیزګارانې یاست  نو د چاسره په نرمه او خوږه  لهجه « چې میلان  ترې  را څرګندیږي  »  خبرې مه کوئ ، دا په دې خاطر  چې  که د چا په زړه  کې څه خلل وي هغوې ستاسې په اړوند په زړه کې  څه  هیلې  را پیدا نه کړي.  کومه خبره  چې کوئ  نیغ په نیغه  یې وکړئ . په خپلو کورونو کې ناستي  اوسئ  ، د جاهلیت  سنیګار   مه کوئ او بهر مه ګرځئ ، لمونځ  ادآء کړئ ، زکات ورکړئ  د الله تعالې او دهغه د رسول  «صلي الله علیه وسلم»  اطاعت وکړئ ، الله   تعالې  غواړی  له تاسې  څخه نا پاکي لرې کړي . ]
 په دې  لارښوونو   غوروکړئ  په  هغې کې کومه داسې خبره ده  چې د عامو مسلمانو ښځو  له پاره  به نه وی ؟
 ایا مسلمانې ښځې  باید پرهیزګارې  نه اوسي ؟ ایا هغوې  دې  د پردیو  خلکو سره  د محبت  په انداز  کې  خبرې  وکړي ؟  ایا هغوې د ې د جاهلیت  سینګار وکړي  او  په کوڅو او بازارو کې دې و ګرځي ؟ ایا  هغوې  دې  لمونځ  او زکات  او د الله  تعالې  او دهغه  د رسول  «صلي  الله علیه وسلم»  د اطاعت څخه انحراف  وکړي ؟  ایا  الله  تعالې  هغوې په ناپاکۍ کې ساتل  غواړي ؟  که  چیرې دا ټول  عبادات  د ټولو مسلمانانو  ښځو  له پاره  عام وی نو بیا یوازې   د « وقرن  في  بیوتکن »  امر ولي د نبي کریم  علیه السلام  پاکو بیبیانو له پاره  ځانګړې  شي ؟
په اصل کې دا غلطه  انګیرنه په دې خاطر  را پیدا شوې  چې د آیت په پیل  کې  خلکو ته د ا  ټکی  تر سترګو شو   چې  « اې  دنبي   ښځو! تاسې د عامو ښځو په څیر نه یاست » لیکن د بیان  شکل  دادې  چې لکه څنګه  چې کوم شریف  کوچنی  ته وویل شي  چې  « ته دعامو کوچنیانو په څیر نه یې   چې په بازارونو کې و ګرځی او بیهوده منډې  ترړې  ووهي ، ته باید پاکیزه واوسې ،» دداسې  ویلو څخه هدف  دا نه دې  چې  د نورو کوچنیانو له پاره بازاري کیدل او بیهوده  حرکتونه  کول  یوه غوره کار  دې او په ښه تمیز  سره اوسیدل  د هغوې په حق  کې کوم مطلوب  څیز  نه  دې  بلکه  دهغې  څخه د اخلاقو د ښایست  یو معیار   جوړول  هدف دې تر څو هر هغه کوچنې  چې د شریفو کوچنیانو په څیر  ژوند کول غواړی دغې معیار ته د رسیدو  هڅه وکړي .
 په قرآن کې  ښځو  ته د پند  ورکولو  دغه طریقه په دې خاطر  استعمال  شوې    چې د عربي  جاهلیت  په ښځو کې همدغسې ازادي موجوده  وه  لکه څنګه  چې نن  په اروپا  او  امریکا  کې  ده ،  د نبي کریم صلي الله  علیه وسلم  په  واسطه په تدریج سره هغوی د اسلامي تهذیب  پیرو  وګرځیدې  او دهغوې  له پاره   اخلاقي  پولې او د ټولنې  ضوابط  و ټاکل شول . په دغه حالت کې  د امهات المؤمنین ژوند  په ځانګړې  توګه  منضبط  کړل  شو . تر څو هغوې  د نورو  ښځو له پاره نمونه و ګرځي او دعامو مسلمانانو په کورنو کې د هغوې د تګلارې   تقلید وکړل شي [ همدغه نظر علامه ابوبکر په خپل کتاب  احکام القران دریم ټوک  ۵۵ مخ کې  یاد کړې او  لیکلی یې دي چې :( که څه هم دغه حکم د نبي کریم  صلي الله  علیه وسلم  او دهغې  د  ښځو په هکله نازل  شوې دې خو    هدف یې عام دې او نور ټول مسلمانان هم ورسره ګډ دي ، ځکه  چې مونږ دهغې په پیروۍ باندې مامور یو . او هغه ټول احکام  چې  د هغه له پاره نازل  شوي دي  زمونږ  له پاره هم دي ، پرته له هغې  امورو  څخه چې  دهغې  په هکله وضاحت  شوې  چې  هغه  امور د هغوې  له پاره   ځانګړي  دي . ] 
الله تعالې تاسې ته اجازه درکړې  چې تاسې دخپلو  اړتیاو  له پاره د کوره  وتلاې شئ . خو دا ډول اجازه یې  یوازې  د حالاتو  په خاطر ورکړې  او د اسلام  د ټولنیز نظام ددې   قاعدې  چې «د ښځې  د کار دایره دهغې کور دې»  دا  یوازې او یوازې  وسعت او رخصت دې او په همدې پاته کیدل په کاردي .
۳:- ضرورې  بندیزونه :
بالغو ښځو ته په خپلو  شخصي کارونو کې پوره ازادي  ورکړل  شوې  خو هغوې ته تر دې  حده پورې خپلواکي نه ده ورکړل  شوې  لکه څومره  چې  یو بالغ  نارینه  ته ورکړل  شوې  دنموني  په  توګه :
نارینه  په خپل  واک  سره  چیرته  چې و غواړی  تللاې  شی  ، خو ښځه که پیغله وي  او  که واده شوې  او یا کونډه وي  په هر حال کې  اړتیا   لري  چې د سفر په وخت کې ورسره  یوه  محرم  موجود وی، لکه چې فرمایي:
  [ لایحل  لامراة تؤمن بالله و الیوم  الاخر  ان  تسافر سفرا  یکون  ثلاثة  ایام فصاعدا الا ومعها ابوها  واخوها  او زوجها  او ابنها او ذومحرم منها ]
( هرې  هغې ښځې ته چې په الله تعالې   او د اخرت په ورځ  ایمان لري دا  روا  نه ده  چې  هغه  درې ورځې او یا دهغې څخه ډیر سفر وکړي  پرته له دې  چې  دهغې  سره دهغه پلار  یا ورور  یا میړه  یا زوې   یا کوم محرم نارینه  وي .)
[ و عن ابې هریرة  رضي الله عنه   عن النبي  صلې الله علیه وسلم  انه  قال :  لا تسافر  المراة مسیره یوم و لیلة  الا و معها  محرم و العمل  علې  هذا عند  اهل  العلم (تر مذي باب  ماجاء  فې  اکراهة  ان تسافر المراة وحدها)]
 ( ابو هریرة  رضي الله  عنه  د نبي کریم  صلي  الله علیه وسلم  له خولې  فرمایي  چې  نبې کریم صلي الله علیه وسلم  وفرمایل  چې ښځه دې   د یوې شپې  او ورځې  په اندازه یوازې سفر نه کوي تر هغه چې  کوم نارینه  محرم  ورسره  نه وي )
[و عن اي هریرة  رضي الله عنه  ایضا  ان النبي  صلي الله علیه وسلم  قال  لایحل  لامراة مسلمة تسافره مسیرة  لیلة الا و معها رجل  ذوحرمة منها « ابوداود باب المراة  تحج بغیر محرم »]
( دابو هریرة  رضي الله  عنه څخه دا هم  روایت  دې  چې  نبی کریم صلي الله علیه وسلم  فرمایلې  دي  چې د هیڅ یوې مسلمانې ښځې  له پاره دا روانه ده چې « په یواځې  ځان »د یوې شپې سفر وکړي  مګر دا چې کوم خپل محرم  ورسره وي )
په دې  روایاتو کې  چې د سفر د ټاکلو  له پاره  څه اندازه ټاکل شوې  ، هغه ددې ثبوت  دې  چې د یوې ورځې  یا دوه ورځو  پوښتنه ترې نه را پیدا کیږی   بلکه اهمیت یوازې ددې خبرې دې  چې  ښځې ته په یوازې  ځان د سفر  داسې اجازه مه ورکوئ  چې د  فتنې سبب ګرځي.  په همدې اساس نبې کریم صلي الله علیه وسلم  د سفر  د اندازې  د ټاکلو  د اړتیا  اهتمام  نه دې  کړې   او په مختلفو حالاتو کې  یې  د وخت  او موقع په نظر کې نیولو  سره   د سفر مختلفي اندازې  ښوولې دي .
نارینه  ته د خپلې نکاح په هکله پوره پوره ازادي  ورپه برخه ده ، د مسلمانو یا دکتاب  د خاوند و  ښځو «کتابیانو» سره له چا سره چې و غواړی نکاح کولې شی ، وینځي هم ساتلاې شی خو ښځې ته هیڅکله هم  په دې  هکله  پوره واک  نه دې ورکړ شوې  چې   هغه دې د کوم غیر مسلمان سره  واده وکړي . لکه چې فرمایي :[...          ... « الممتحنه ۱۰»]
 ( نه دا د هغوې  له پاره حلاله ده او نه هغوې ددې  له پاره حلال دي )
ښځه د خپل غلام  څخه هم  تمتع «جنسي خوند»  نه شی اخیستلاې  لکه څنګه  چې قرآن  سړی ته د وینځې  څخه د تمتع  «جنسی  خوند» او ګټی  اخیستو  اجازه  ورکړې ، دغسې اجازه  ښځې ته نه شته ، دحضرت  عمر رضې الله عنه  په وخت کې   یوې ښځې  د «ماملکت  ایمانکم ......»  په  غلط تعبیرولو سره ، د خپل  غلام سره یو ځاې  شوه،کله چې  سیدنا عمر رضي الله عنه ته  خبر ورسید نو هغه دا مسئله د صحابه و  شورا  ته وړاندې  کړه او ټولو په اتفاق  سره فتوا  ورکړه  چې :[قبحها الله تاولت  کتاب  الله فغیرت تاویله ] ( هغې د الله دکتاب غلط تاویل او معنې  کړې ده .)
یوې بلې  ښځې   د سیدنا عمر رضې الله عنه نه د همداسې  یوه کار اجازه  و غوښته ، هغه  هغې  ښځې ته په سختۍ  سره  و فرمایل : (لن تزال  العرب بغیر ما منعت نساؤها «کشف الغمه للشعراني »)
(د عربو خیر ښیګڼه تر هغې  پورې ده  چې  ښځې  یې  خوندي وي .)
د غلامانو او کافرانو پرته په ازادو مسلمانو نارینه وکې ښځه د خپل  ځان  له پاره د میړه ټاکنه کولې شی خو په دې کار کې هم دهغوې  له پاره د خپل پلار، نیکه ، او ورور او نورو خپلوانو د نظر اخستل ضروردي. که څه هم خپلوانو ته داحق نه شته  چې د ښځې درضا  او رغبت  پرته دهغه نکاح  له چاسره وکړی . لکه چې نبی کریم صلي الله علیه وسلم  فرمایی  : [ الایما حق بنفسها من ولیها ] (کونډه د خپلې  نکاح  په هکله د ولي  څخه زیات حق لري )  او [لا تنکح  البکر  حتي تستأذن ] ( پیغلې نجونې تر هغې  په نکاح  مه ورکوئ تر څو چې مو ترې د نکاح کولو  اجازه  نه  وی  غوښتي .) خو د ښځې  له پاره هم دا مناسبه نه ده   چې  د خپلې کورنۍ د مسؤلینود  راې او نظر پر خلاف د هر  چار سره  چې و غواړي نکاح  وکړي  په دې خاطر  په قران  مجید کې هر چیرته  چې د نارینه د نکاح   حکم  شوې  نو هلته د « نکح ینکح » صیغه  استعمال  شوې   چې معنې  یې پخپله د نکاح  کولو  ده ، د نمونې په توګه [ و لاتنکحوا  المشرکات ]( د مشرکو ښځو سره نکاح  مه کوئ )
[فانکحوهن  باذن اهلهن ]( د هغوې  سره د هغوې دکورنیو د اجازې  وروسته  نکاح وکړئ)
خو  هغه ځاې  چې د ښځې د نکاح  پورې اړه لري هلته په  عامه توګه په باب  افعال  کې د نکاح  صیغه استعمال شوې  چې  معنې یې  نکاح کول دي  د نمونې په توګه : [ انکحوا  الایامي منکم «النور ۳۲»] ( دخپلو کونډو  ښځو سره نکاح وکړئ )او  [ و لا تنکحوا  المشرکین حتې یؤمنوا «البقرة ۲۲۱»] ( د ښځو نکاح د مشرکانو سره مه  تړئ تر څو چې  هغوې ایمان را نه وړی ).  ددې معنې داده  چې  لکه  څنګه  چې  واده شوې ښځه د خپل میړه تابع اوسي، همدا  راز ناواده شوې ښځه هم د خپلې کورنۍ د مسؤلو  وګړو تابع وی خو دا تابعیت په دې معنې نه   دې  چې  هغې ته د  ارادې او عمل ازادي  نه وي ورپه برخه  ، یا هغې ته په خپله  معامله  کې واک نه وې  تر لاسه،  بلکه دا په دې معنې ده چې  ټولنیز نظام د ګډوډیو  څخه وساتل شي . د بهرنیو  فتنو څخه دکورنۍ د اخلاقو او معاملاتو  خوندی ساتل د سړي په اوږو دي  او دهمدغې نظم  په خاطر په ښځې  دا  فرض  کړل  شوې  چې  هر څوک   چې د دې نظم مسؤلیت  په  غاړه  و لري نو دهغوې اطاعت  وکړي که هغه د هغې پلار وي ، ورور وي یا میړه وي.
پاته په  اتلسمه برخه کې ولولئ.........