اووه هغه عوامل چې د نوښت مخه مو نیسي!

 
تر اوسه کله له داسې حالت سره مخ شوي یی چې له ځان سره مو ویلي وي« زه که هر څومره هڅه وکړم نه شم بریالی کېدای.» کله چې له ټولو هڅو سره سره ناکامېږی، باید پوه شی چې د کار په یوه برخه کې ستونزه شته. د کار دغه برخه ډېر کله «نوښت» وي. که په هر کار کې نوښت ونه کړی بریالیتوب به مو په برخه نه شي.
هر کار چې کوی نوښت ته اړتیا لري. هېڅوخت د معجزې په تمه مه کېنئ او له همدې اوس نو مو په ژوند کې د نوښت او بریا دوران پیل کړئ.
پر لاندې دلایلو دقیق فکر وکړئ. هر یو چې ستاسې په اړه ریښتیا وي، په یاد یې ولرئ او په پړاویز ډول یې حللارې پیدا او په تدریج یې حل کړئ.
 
لومړی لامل: تاسې له خپل کار سره مینه نه لری
 
دا ستونزه بیخي ډېر خلک لري. تل مو زړه غوښتل چې د موټرو طراح و اوسی، خو ګوری چې د نساجۍ انجنیر یې او سن دې هم ۳۰ کلونو ته نږدې شوی.
 
په دغه ډول حالت کې نو تمه نه شي کېدای چې ته هر سهار د نساجۍ په برخه کې له یوې نوې طرحې سره کار ته ولاړ شې او په شوق کار وکړې. له ما هم دا تمه مه کوی چې ستاسې مخه ته به یوه بشپړه حللاره کېږدم، ځکه ستاسې د راتلونکي په اړه ستاسې په پرتله بل هېڅوک ښه پرېکړه نه شي کولی؛ خو زه دومره درته ویلی شم چې یا د موټرو په طراحۍ  پسې ولاړ شئ او یا هم له نساجۍ سره مینه پیدا کړئ.
اډیسن وايي:« ما یوه ورځ هم په ژوند کې کار نه دی کړی، هغه ټوله مېله وه.»
 
دویم لامل: تاسې د مهمو او غیر مهمو کارونو ترمنځ سم توپیر نه شی کولی
بوختېدل هر وخت ګټور نه وي. دا چې تاسې د سهار له شپږو د شپې تر نهو بجو په کار کې یی ستاسې د بریالیتوب ضمانت نه شي کولی. کله دې چې کاري ساعتونه د فوټبال، ډوډۍ، ټوکو، مسجونو او ټولنیزو رسنیو په اړه پر بحث تېرېږي، پایله یې نه شي مشخصه کېدای. هغه وخت د ښې پایلې تمه ولرئ چې واقعا مو کار کړی وي. ان که یو ساعت هم ګټور کار وکړی، پایله به یې وګورئ؛ خو یوازې د کار ځای ته تلل ښه پایله نه شي لرلی.
« بوختیا د ګټې تل د ګټې په معنا نه ده، د کار واقعیت هغه وخت څرګندېږي چې ښه پایله ولري او د ښې پایلې لپاره پلان، همغږۍ، وړتیا او زړورتیا ته اړتیا ده. په تظاهر کار نه سمېږي.»
اډیستون
درېیم لامل: ډېر ژر زړه سوړي کېږی
نن له ټولو سره د خپلې ایډیا په اړه په شوق خبرې کوې خو سبا وايی:« بې ځایه ایډیا وه، ګټه یې نه لرله، یو بل فکر مې کړئ.»
په دغه ډول حالت کې یا پر سم فکر کولو نه پوهېږی او یا هم ژر زړه سوړي کېږی. د دې پر ځای چې هره ورځ یوه نوې ایډیا وړاندې کړی، غوره ده چې په میاشت کې یوه ایډیا عملي کړئ. د افکارو ترمنځ مو غوره فکر انتخاب کړئ، تمرکز ورباندې وکړئ او پراختیا ورکړئ.
« ما زر ځله ماتې نه ده خوړلې؛ بلکې پر زرو داسې لارو تللی یم چې یو ګروپ یې نه شوی روښانه کولی.»
اډیسون
څلورم علت: خپلې تېروتنې ژر هېروی
موږ ټول تېروتنې کوو. په دې برخه کې هېڅ شک او د نیوکې ځای نه شته او په بشپړ ډول د انسان طبیعي ځانګړنه ده. خو دا چې هر ځل خپل پخوانۍ تېروتنه هېره او بیا یې تکرار کړی، د منلو وړ نه ده. کله مو چې تېروتنه وکړه، ځان ته ووایی چې دا زما لپاره ښه درس شو او بیا به دا تېروتنه نه تکراروم او تل به یې په یاد ساتم.
 
پنځم لامل: تاسې له کار سره نه یی عادت شوي
که د سهار له پنځو د ماښام تر شپږ کېنی او یوازې لاسلیک وکړی او ټاپه ووهی، په خپل کار کې د نوښت تمه به مو بې ځایه وي.
په یوه بڼه د کار په دوام سره هېڅ شی بدلون نه مومي. پر هغه کار چې ترسره کوی یې باور ولرئ او په صبر او حوصله پرمختګ وکړئ.
« صبر او هڅه د بریالیتوب کلۍ ده، یوازې پر هغې باور ولرئ.»
اډیسون
شپږم لامل: د کارونو ترمنځ مو ډېره وقفه ورکوئ
اصلا پر وخت تفریح او استراحت هېڅکله د بریا مه نه نیسي؛ خو تل مو باید په یاد وي چې کوم شی، څومره وخت بس دي.
 
اووم لامل: د ژوند بڼه مو سمه نه ده
د ژوند بڼه چې د انګریزي د «life style» ژباړه ده او روغتیا داسې کلمې دي چې زموږ او ستاسې په ټولنه کې ډېرې نه کارېږي او ان د دوی لپاره په خپلو ژبو کې سم معادل هم نه لرو.
هغه معنا چې life style  او Healthy  یې لري، د « ژوند بڼه» او « روغتیا» یې په سمه بڼه نه شي رسولی.
دلته مو د ژوند له ناسالمې بڼې موخه څخه ده؟ دا چې د شپې د غاښونو له مینځلو پرته مو تلوېزیون ته خوب یوسي او سهار د موبایل په وحشتناک غږ له خوبه راپورته شي او په داسې حال کې چې سهارنۍ مو نه وي، خوړلې د کار پر لور منډه واخلئ او د بوټو بندونه مو هم پر لار وتړئ.
که باور کوی او که نه خو د ژوند بڼه مو د بریالیتوب یو مهم عامل دی. نو ژوند مو منظم او په سمه بڼه مدیریت کړئ.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.