
امریکایۍ « جوان ټیش» ته کاروبار او شتمني له خپل خاوند څخه پاتې ده. د نوموړې خاوند « پریسټون رابرټ ټیش» چې په باب ټیش هم مشهور و، د نیویارک په بروکلین کې په یوه روسۍ یهودي کورنۍ کې زېږېدلی و.
پلار یې د نساجۍ یوه فابریکه درلوده.
باب ټیش له ښوونځي وروسته د مشیګان پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې زده کړې وکړې. تر زده کړو وروسته یې په لومړیو وختونو کې د امریکا د متحده ایالتو د پوست په اداره کې دنده واخیسته. تر څه مودې وروسته له خپلې کورنۍ سوداګرۍ سره یو ځای شو.
کورنۍ سوداګرۍ ته یې بل ورور « لورنس ټیش» د پراختیا هڅې پیل کړې وې. نوموړي په ۱۹۴۶ زېږدیز کال کې خپلو والدینو ته قناعت ورکړ چې په نیوجرسي ایالت کې د یوه هوټل په اخیستلو سره ۱۲۵ زره ډالره پانګونه وکړي. کله یې چې دغه هوټل واخیست باب هم ورسره یو ځای شو او دواړو وروڼو په ګډه د کاروبار د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې.
په ۱۰ کلونو کې ایله د دې جوګه شول چې خپل هوټل جوړ کړي. دوی په ۱۹۵۶ کال کې په ۱۷ میلیونه ډالره خپل لومړنی هوټل جوړ کړ.
په ۱۹۵۹ زېږدیز کال کې یې د « Loew s Theatres» په نوم د یوې کمپنۍ ډېره برخه ونډې وپېرلې. د همدې کمپنۍ له لارې یې وروسته د تنباکو د یوې کمپنۍ په ګډون دری نورې کمپنۍ واخیستلې چې له برکته یې عواید په ۷۰ یمه لسیزه کې له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه په ۸۰ یمه لسیزه کې دری میلیارده ډالرو ته لوړ شول.
وروسته دواړه وروڼه سره بېل شول. پریسټون د « New York Giants» په نوم د متحده ایالاتو د فوټبال د یوه مشهور ټیم ونډې وپېرلې. نوموړی په ۲۰۰۵ کال کې مړ شو او کاروبار یې مېرمنې او اولادونو ته پاتې شو.
مېرمنې یې جوان ټیش هم په مشیګان پوهنتون کې زده کړې کړې دي.
جوان په نیویارک ګېنټ کې ۵۰ سلنه ونډې لري او د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې یې تېر کال ارزښت ډېر شوی او له کبله یې د جوان پانګه هم زیاته شوې چې د دې مجلې د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې له ۶۰۹ مقام څخه ۵۵۷ ام ځای ته راغلې ده.
نوموړې اوسمهال په « Loews Corp » کې چې د طبیعي ګاز، د نفتو داستخراج او بیمې په برخو کې فعالیتونه لري هم شپږ سلنه ونډې لري.
زوی یې جناتن د « Loews Hotels» په نوم د هوټلونو یوه کمپنۍ چلوي چې په متحده ایالتو کې یې تر چتر لاندې ۲۳ هوټلونه فعالیت کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۲۶ نېټې د شمېرو له مخې د جوان ټیش پانګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
نوموړې دری اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.