د ملګرو ملتونو د مهاجرينو عالي کمېشنري وايي ، چې په روان کال کې تر اوسه شاوخوا 42 ميليونه وګړي له خپلو کورونو بې کوره شوي او مهاجرتونو ته اړ شوي . د رپوټ له مخې 16 ميليونه وګړي د جنګ جګړو له امله بې کوره شوي او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او 26 ميليونه وګړي هم د سياسي پناه په موخه خپل کورونه خوشې کړي او مهاجر شوي.رپوټ وايي، چې 80 په سلو کې مهاجرتونه په مخ پر ودې هېوادونو کې ترسره شوي او پاکستان ، سريلانکا او سوماليې ته نغوته شوې ، چې دلته خلک د کورنيو کړکېچونو له امله د کورونو پر پرېښودلو اړ شوي. په رپوټ کې راغلي ، چې کلمبيا ،عراق او سوډان په ترتيب سره د 3 ، 2.6 او 2 ميليونو کورنيو مهاجرينو په درلودو سره لومړی ، دويم او درېيم ځای لري. همداراز پاکستان ، سوريه ، ايران او اردن په ترتيب سره هغه هېوادونه دي ، چې تر ټولو زيات مهاجرين يې منلي دي .
وروستي