
زموږ او د هغې د کور ترمنځ به نيم کيلو مېټر واټن و خو په ماشومتوب کې به ماته د هغې کور درې څلور کيلومېټره لرې برېښيدو.
په روان موټر کې به د سرک د غاړې کورنه او ځنګل هم راته روان برېښيده.
پاس پرغرونوله شړکنده بارانه وروسته به د کلي ختيځ لوري ته خوړ راووت خو د کمره پرژۍ به يې نه دريدو، که کله کله به هلته ودريدو نوپه کتو کتو کې به اوبه راته دريدلې او پاڼ روان ښکاره شو او وبه ډار شو، چې خوړه ته ور ونه لوېږو. ځينو به ويل، چې ډېر پکې لويدلي هم دي.
يووخت چې د ماشوم د ژړا هارن تازه راوتلی و، موږ نه و اوريدلی. زموږ کور د ميرانشاه او غلام خان عمومي سرک پرغاړه و. ماښام و، چې د ماشوم سوي کرېغې مو ترغوږونو شوې.موږ فکر وکړ چې غله ماشوم تښتوي. په منډه منډه راووتو، ګورو چې جګه کومکداره ټوېټه ده او هارن يې لګولی دی، مور پلار مې سوې سوې ښېرې ورته وکړې. خو چې غوږونه مو ښه ورته څک کړل د موټر له ليدلو پرته همپته لګېده چې د ماشوم ژوندۍ ژړا نه بلکې مصنوعي ژړا يعنې هارن دی.
د اسمان په څنډو کې به مو د ليکي جهازونه نيول، هغه زما دی، نه! نه! هغه ما نيولی!، اول ما نيولی! ښه نوهغه بل زما دی. يو وخت يې له خوسته د اوسپنو په کباړکې يو جهاز راوړ، په دوه کماز لريو کې يې د نورو اوسپنو سره يو ځای بار کړی و. پلار مې راته وويل چې دا هغه جهازونه دي چې تاسو يې په هوا کې نيسی او واړه واړه درته ښکاري. زه حيران شوم چې موږ ته ولې د يو توربوټ په اندازه برېښي او په ځينو پسې شاته سپينه ليکه همروانه وي.
اوس هم راته ستوري د انسان د سترګو په اندازه برېښي او سپوږمۍ او لمر د لاسونو د حلقې يا د موټر د شترينګ هومره. نو داڅنګه ومنو چې ستوری د انسان له سترګې، سپوږمۍ او لمر د لاسونو له کړۍ لوی دی؟
يو وخت، چې ملاريا زياته وه. د ملاريا ځينې ګولۍ کونېل نومېدې او ځينې کلوروکين. ډاکټرانو به ويل،چې کونېل ډېرې تېزې دي، معده خرابوي، بايد له شيدو سره وخوړل شي. د ډېرو ترخو شيانو دتريخوالي په باره کې مې اوريدلي و، چې د کونېلو غوندې ترخه دي. نو ما فکرکاوه، چې هغه ترخه کونېل به همدغه د ملاريا ګولۍ وي.
په همدې ماشومتوب کې ملاريا شوم، تبې مې د خولې خوندخراب کړی و،په تبه کې مې څو واره پرلپسې له شيدو سره کونېل ګولۍ وخوړې، نو شيدې ډېرې بدخوندې راولګېدې اوداسې مې بدې راغلې، چې بيا مې په کلونو کلونو هم ونه څښلې.
که موږ له ماشومتوبه يو ته دوه، دوه ته څلور او څلورو ته اته ويلی نو اوس به مو داسې نه ويلی، چېيو جمع يو مساوي دوه. بلکې دوه جمع دوه به مو بللی، همدا دوه به اوس څلور وی نو دوه جمع دوه به مو څلور جمع څلور بللی، د يو جمع يو مساوي به څلور او د دوه جمع دوه مساوي به مو اته بللی.
ممکن زموږ سترګې غټ شيان واړه او واړه شيان غټ وښيي، غوږونه اصلي غږونه مصنوعي او مصنوعي غږونه اصلي وښيي. شامه، ذايقه او لامسه هم دا ډول تېروتلیشي. نو څنګه ځينو علومو ته د ځينو نورو علومو په مقابل کې اثباتي علوم ووايو؟ همدا اثباتي علوم د ځينو خلکو له خوا د همدغو حواسو په وسيله پرون يو ډول ثابت شوي او نن بيا بل ډول، نو ولې د دې اپوټه پرځينو نوروعلومو شيطاني شکونه وکړو؟
دا د انساني حواسو تېروتنې دي چې کوي يې. کوم څه چې د انسان حواسو ته ناسم ښکاره شي انسان يې ناسم بولي او کوم څه چې سم ښکاره شي انسان يې سم ګڼي. ممکن سم ناسم او ناسم، سم وي.
ښه به دا وي چې د سمو او ناسمو پرېکړې د الهي پرېکړو پربنسټ وکړو او د الهي اصولو پراساس سمو ته سم او ناسمو ته ناسم ووايو! خو د دغو اصول اصلي بڼه پېژندل او په مانا يې ځان پوهول پکار دي. نه داچې د دغو اصولو يادونه او يا عملي کول پرته له سوچ او فکر د پرمختګ او محدوديت په مانا وګڼل شي.