پوتين او په مسكو پوري تړلې ډلي ولي داعش د ستر خطر په توگه عنوانوي؟!!



د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين له كرزي سره په ليدني كي يو ځل بيا وويل: د افغانستان له ۳۴ ولايتونو په ۲۵ كي ئې داعش حضور او فعاليت لري!! مسكو پالي ډلي هم دې ته ورته تبليغات كوي، داعش د يوه ستر خطر په توگه معرفي كوي او د شمال پېښو ته داسي رنگ وركوي چي كه كافي شمېر امنيتي ځواكونه سيمي ته ونه لېږل شي نو ټول سقوط كوي!! راشئ د دې ادعاء ماهيت او موخي لږ په دقت سره وڅېړو او وگورو چي د دې تبليغاتو تر شا كوم اهداف او اغراض پټ دي، په دې اړه څو عرائض لرم:
• ټول پوهېږو چي دا د ټوكو او مسخرو په څېر يوه مبالغه ده، نه په ۲۵ ولايتونو كي د دادعش حضور حقيقت لري او نه وضعيت داسي دئ چي سيمه او نړۍ گواښي!! په افغانستان كي داعش يعني د طالبانو هغه جنگيالي چي سپين بيرغ ئې په تور بدل كړى، د ملاعمر له امارت ئې شرعي او موجه بغاوت كړى او د دولت اسلامي له مشر ابوبكر بغدادي سره ئې شرعي بيعت كړى. نه بهرني جنگيالي راغلي او نه نوې وسلې. د جنگ په كچه كي هم د پام وړ تبديلي نه ده راغلې، همغه د تېرو كلونو په څېر په دې دوبي كي هم په جگړو كي شدت او حدت راغلى، توپير ئې ډېر محدود دئ، نو دا ټوله غوغا د څه لپاره؟!! حقيقت دا دئ چي تبديلي او توپير د افغانستان په نظامي وضعيت كي نه بلكي د مسكو په سياستونو كي رامنځته شوى.
• د افغانستان او سيمي له وضعيت مطلع كړۍ ښه پوهېږي چي مسكو دا خوښوي چي د افغانستان د شمال وضعيت ډېر كړكېچن او خطرناك انځور شي، دومره چي زموږ شمالي گاونډيان په ځانگړې توگه تاجكستان او اوزبكستان او د شوروي اتحاد پاته شوني كمونست چارواكي ئې (لكه رحمانوف او كريموف) ځان له جدي گواښ سره مخامخ وگڼي او داسي وانگېري چي سبا بله ورځ به د داعش ځواكونه له پولو رااوړي او د دوى اقتدار ته به د پاى ټكى ږدي!! د دې وېري طبيعي پايله دا ده چي دوى به له مسكو مرسته غواړي، او دا مرسته به كټ مټ داسي وي لكه چي رحمانوف له مسكو سره موافقه وكړه چي روسيه دي په تاجكستان كي خپل نظامي حضور پراخ او په كولاب كي خپله مخكنۍ اډه تقويه كړي او نور فوځونه او وسلې دي ورته راولېږدوي. دا ځكه چي دوى بل بديل نه لري، او مسكو هم اوس د مجبوريت له مخي تصميم نيولى چي د امريكا د لازياتو گواښونو په وړاندي مقاومت وكړي، غواړي په مركزي آسيا كي همغه څه وكړي چي په اوكراين كي ئې وكړل.
• په ټول يقين سره ويلى شو چي د جنرال دوستم او عطاء محمد نور ناستي او وروستي توافق تر شا د مسكو لاس دئ، د دغو ډلو هر توافق بهرنۍ منشأ لري او د بهرنيو په امر رامنځته كېږي، د دوى جنگ هم د پرديو په اشاره وي او ائتلاف ئې هم د پرديو په وينا او وساطت، نن تهران او مسكو غواړي دوى يو ځاى كړي او د خپلو موخو لپاره ئې وجنگوي، ډېر ژر به وگورئ چي په ايران پوري تړلې شيعه ډلي هم د مخكي په څېر له دوى سره يو ځاى شي، كه څه هم دا ډلې په ځانگړې توگه (شوراى نظار او جنبش) تر پرون پوري يو د بل وينو ته تږي وو، يو بل ته په كمين كي وو، هر يوه غوښتل د مسكو او بيا د واشنگټن يوازينى او لږ تر لږه غوره او لومړنى انتخاب وي!! د جنرال مؤمن او قومندان احمد په څېر مشران ئې هم د همدې خپلمنځيو رقابتونو قرباني او يو د بل په لاس وژل شوي!! د دوى ماهيت داسي دئ چي شپه او ورځ د جاسوسانو او اجيرو جنگياليو په ماركيټ كي ناست او مشتريانو ته سترگي په لار وي چي په ښه بيع ئې وپېري، كله ئې مسكو وپېري، كله تهران، كله هند، كله امريكا، كله فرانسه، كله تاجكستان او اوزبكستان!! پرون د روسي افسرانو تر قومندې لاندي د افغانانو په ضد جنگېدل او نن د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي!! داسي هم شوي چي كله كله ئې اسلام آباد ته مخه كړې او د نوكرۍ او صادقانه خدمت ژمنه ئې كړې، د عطا محمد نور هغه وينا به مو حتماً په ياد وي چي ويل ئې: د ديورند كرښه يو واقعيت دئ، بايد واقعيتونو ته تسليم شو!! او دوستم چي كوم خدمتونه جنرال بابر ته كړي له هيچا پټ نه دي!! د جنرال بابر په امر ئې طالبانو ته پيلوټان ولېږل، د كندهار هوايي ډگر ئې ورته فعال كړ او د جيټ طيارو بيټرۍ او نور اړين وسائل ئې ورولېږل، له هلمند تر هرات پوري ئې د تورن اسمعيل پر سنگرونو بمونه ورول او طالبانو ته ئې د مخكي تگ لار پرانيستله!!
• د شمال په پېښو كي داعش دومره لاس نه لري لكه چي په مسكو پوري تړلې ډلي ئې لري، زه دقيق او مؤثق معلومات لرم چي د شمال په پېښو؛ په ځانگړې توگه د بدخشان په وروستيو جگړو كي د شوراى نظار اړوند ټولگي پراخ لاس لري، دا هغه حقيقت دئ چي د كابل حكومت پرچمي داخله وزير علومي پرې اعتراف كړى!! هغه د خبريالانو په وړاندي وويل: په جنوب كي دښمنانو مشكلات رامنځته كړي او په شمال كي دوستانو، له دوستانو ئې همدغه د شوراى نظار اوباش جنگيالي مراد وو!!
• دا هم يو حقيقت دئ چي د كابل په امريكايي حكومت كي شاملي ډلي غواړي هغه وسلې بېرته ترلاس كړي چي ډي ډي آر ئې كړې او پر امريكايانو ئې وپلورلې، هر څومره چي وضعيت خطرناك انځور او په اړه ئې زيات تبليغات وشي او په رسنيو كي غوغا جوړه شي او دولتي ځواكونو ئې له مهارولو عاجز وښودى شي؛ دوى ته به د مليشه يي ځواكونو جوړولو او پر خپلو اوباشو او اجيرو جنگياليو د وسلو وېشلو فرصت په لاس وركوي، او همدا مليشه ځواكونه دي چي د دوى برخه په حكومت كي ټاكي او تر ارگ ئې رسوي.
• عجيبه ئې مه گڼئ چي د اشرف غني لومړى معاون او د بلخ والي ئې (يو ئې د ده له ائتلاف او بل ئې د ده د رقيب له ائتلاف) مليشه يي ائتلاف كوي، ملكي والي ئې (لباس رزم) اغوندي او د داعش په خلاف د جنگ اعلان كوي، بل ئې د جنرالۍ يونيفورم پر ځاى چپنه پر اوږو اچوي او وايي: زه يوازي كولى شم چي داعش ته غاښ ماتوونكى ځواب وركړم، ټول مي پېژني، ... مقصد ئې دا وو چي امريكا وسلې او پيسې وركړي او په شمال كي د جنگ مأموريت ده او د ده مليشو ته وسپاري!! خو ټول ښه پوهېږو چي د دوى دواړو ټولي مليشې د دولت په امنيتي ځواكونو كي نيول شوې، پروني (برگ دستمالونه) او (بخملي گوبيچي) ئې په امريكايي برگو دريشيو بدل شوي، د روسي بوټونو پر ځاى امريكايي بوټونه او د كلشنكوف پر ځاى امريكايي زاړه ام 16 وركړى شوي. داسي جنگيالى ئې نه دئ پاته چي په امنيتي ځواكونو كي نه وي نيول شوى.
د شمال د وضعيت په اړه د غوغايي تبليغاتو تر شا دغه حقائق پټ دي.