
كابل ته د حزب اسلامي د پلاوي له تگ وروسته ځينو كړيو د حزب په خلاف تبليغات پيل كړل، طالبان هم په دې ډلي كي ول، هره كړۍ ئې د تبليغاتو لپاره ځانگړي عاملونه او لاملونه لري، ځيني وېرېږي، ځيني دا مأموريت لري چي د صلحي هر اقدام او د جگړي د پاى ته رسېدو هره منصوبه او عمليه بايد تخريب كړي، خو راشئ وگورو چي د طالبانو په ځانگړې توگه د كابل مېشتو طالب مبلغينو موخه او هڅوونكې څه ده.
طالبانو له امريكايانو سره هم بالواسطه او بلاواسطه مذاكرات كړي، او د كابل له حكومت سره هم پټ او څرگند مذاكرات، په مري كي هم او دوحه كي هم، په مري كي ئې د پاكستان په وساطت او بلنه شركت وكړ، او په دوحه كي د قطر په وساطت او د هغه دفتر له لاري چي د امريكا په وينا وركړ شوى او هلته چي فقط څو كيلومتره آخوا د امريكا ستره نظامي اډہ ده!! د پگواش غونډي كي ئې هم شركت وكړ او تر پايه منتظر ول چي د كابل حكومت هم خپل استازي ورولېږي خو دا هيله ئې ترسره نشوه!!
هيئت لېږلو او نه ئې په څلور اړخيزو مذاكراتو كي د شركت بلنه منله، ټولو ته جوته ده چي حزب اسلامي په څلور اړخيزي غونډي كه نه كفيل لري او نه وكيل، نه ئې له چا وسله ترلاسه كړې او نه د چا له سياسي حمايت برخمن دئ، د صلح د بلني په وړاندي زموږ ځواب صلح ده او د جنگي شعارونو په وړاندي د مقاومت دوام.
كومي غوښتني چي طالبانو په مذاكراتو كي د شركت لپاره اعلان كړې؛ ډېرى ئې ډېري پرېوتې او بې ارزښته دي: لكه دا چي زموږ په خلاف دي تبليغات او بريدونه بند شي، زموږ نومونه دي له تور ليست وايستل شي، زموږ يئت خپل شرائط په واضح الفاظو هم مقابل لوري ته او هم د مطبوعاتو له لاري خپل ولس ته اعلان كړي او ويلي ئې دي: جگړہ هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي د جگړي اصلي او اساسي عوامل له منځه ولاړ شي، بهرنۍ لاسوهني او د بهرنيو ځواكونو حضور او د دې لاسوهنو او حضور له كبله رامنځته شوى نظام د جگړي اساسي عوامل دي، صلح هلته راتلى شي چي دا شرائط ومنل شي: د ټولو بهرنيو ځواكونو وتل او د وتلو لپاره معقول مهال وېش وړاندي كول، يوه داسي موقت حكومت ته د اقتدار انتقال چي ټولو لوريو ته د منلو وړ وي او كه د كابل چارواكي د اوسني حكومت پر حتمي دوام ټينگار كوي نو حكومت كي بايد داسي تغييرات راشي چي ټولو لوريو ته د منلو وړ شي، په دې صورت كي بايد اقتدار د دريو او د طالبانو د انضمام په صورت كي په څلورو برخو مساويانه ووېشل شي (په حكومت كي شامل دوه ائتلافونه او د مقاومت دوه لوري حزب اسلامي او طالبان)، د همداسي يوه حكومت تر اشراف لاندي او د يوه ډاډمن او معتبر كميسيون په واسطه دي عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي، ټول لوري دي ژمنه وكړي چي اقتدار به هغه چا ته انتقالېږي چي د ملت اكثريت پرې اعتماد كوي او د هېواد اداره كولو لپاره ئې وړ او اهل گڼي، ټول هغه زندانيان آزادول چي د سياسي او نظامي فعاليتونو په تور نيول شوي، د مهاجرينو د داوطلبانه عودت او عزتمن اسكان لپاره شرائط او امكانات برابرول.
يئت له لاري، په كابل كي، هم مخامخ مقابل لوري ته او هم د مطبوعاتو له لاري ملت ته؛ غوره دئ او كه د يوې كمزورې منحطي يئت د مجاهدينو د موقف حقانيت توضيح كړ؛ آيا تر نن پوري د طالبانو د كوم مشر او كشر، وياند او ليكوال، مفتي او مبلغ له لوري وړاندي شوى؟!! طالبانو څه كړي او څه ويلي چي ځان ورته انقلابي او مجاهد برېښي او د حزب اسلامي دريځ ورته د نه منلو؟!! كوم څه ئې د نه منلو دي او د كوم عقلي او شرعي دليل له مخي؟!! كوم بې عقل او بې شعور انسان به د طالب مبلغينو له ادعاء او وينا سره توافق وكړي؟!!
حزب اسلامي د خپلي اسلامي تگلاري له مخي تل د دښمن د صلحي بلني ته مثبت ځواب ويلى او خبرو ته چمتو شوى، له روسانو او امريكايانو سره هم، د دوى له لاس پوڅو حكومتونو سره هم او له افغاني ډلو سره د بې عقلو طالبانو په شمول هم، تل ئې د جنگ په وړاندي ځواب جنگ وو او د صلحي په وړاندي صلح، دواړہ د قرآن له ځلاندو لارښوونو سره سم، د يرغلگر دښمن په وړاندي ئې تر ټولو وړاندي د جهاد بيرغ لوړ كړى او تر هغه ئې خپل جهاد جاري ساتلى چي د مقابل لورى غرور مات شوى او روغي جوړي ته اړ شوى. نه د فشارونو او گواښونو په وړاندي له خپلي اسلامي تگلاري كوږ شوى او نه له خپل اصولي دريځ كوز شوى.
يئت ولېږو او له هغه سره ئې مخامخ خبري وكړي، حزب يوه موقت غيرائتلافي حكومت ته د قدرت انتقال غوښتو او نجيب د داسي ائتلافي حكومت وړانديز درلود چي لس وزارتونه به ئې حزب اسلامي خوښوي، خو حزب دا وړانديز قبول نه كړ، رباني او مسعود له پرچميانو سره ائتلاف وكړ او د هغوى په ملتيا ئې د حزب خلاف جگړہ پيل كړہ، له پر له پسې ماتو وروسته روغي جوړي ته اړ شول، خو پر خپلو ژمنو ونه درېدل، طالبانو هغه مهال له حزب اسلامي د ملگرتيا غوښتنه وكړہ چي تر سختو بريدونو لاندي او غرور ئې مات شوى وو، د همغه چا له لوري چي د مالي، سياسي او نظامي مرستو پر مټ ئې د عاريتي اقتدار پر گدۍ كښېنستي ول، كرزي هم د مذاكراتو غوښتنه وكړہ، خو دا غوښتنه نه رښتينې وه او نه د ده له خپل تشخيص او ضمير راولاړہ شوې غوښتنه او نه ئې بهرنيو حاميانو دومره واك او اختيار وركړى وو چي د صلحي په اړہ كوم مؤثر اقدام وكړي. او دا دئ اوس د جمهور رئيس اشرف غني له لوري او د رسنيو له لاري له حزب اسلامي په مذاكراتو كي د برخي اخيستو غوښتنه شوې، وبه گورو چي دى به د كرزي په كږہ لار درومي، كه بېله او نوې لار، د صلحي لپاره واضح او عملي طرح لري كه هسي د رسنيو له لاري د صلحي شعارونه وركوي، همغسي لكه چي كرزي وركول، د سهامي يڅ گټه ونه لري نو لږ تر لږہ ولس ته به ثابته شي چي مجاهدين صلح غواړي او مقابل لورى ئې له صلحي وېرېږي او خپلي گټي د جنگ په دوام كي لټوي.