ايران ته د عبدالله سفر د يوه بل ډيورند مقدمه او يو بل ملي خيانت!!

 
له ډېرو سره دا پوښتنه وه چي په دې حساس پړاو كي او په داسي حال كي چي د سعودي او ايران تر منځ اړيكي تر ډېره حده كړكېچني شوې، په تهران كي د سعودي سفارت ته اور اچول شوى، په سعودي، بحرين، اماراتو، سودان او كويټ كي د ايران ديپلوماتيك دفترونه يا تړل شوي يا محدود شوي او ايراني ديپلوماتانو ته ويل چي په اته څلوېښتو ساعتونو كي له سعودي ووځي. او په داسي حال كي چي د هېواد امنيتي وضعيت په بې ساري توگه خراب شوى، نه يوازي په ولاياتو كي بلكي د ارگ خوا ته عمليات روان دي؛ عبدالله د څه لپاره تهران ته بلل شوى او ولي په دې شرائطو كي؟ له دې سفر د تهران موخي څه دي؟ خو له تهران خپاره شوو خبرونو جوته كړه چي تهران د څو شومو اغراضو لپاره عبد الله تهران ته احضار كړى: 1- غواړي د كابل په اوسني حكومت د افغانستان او ايران هغه نوى سرحد ومني چي تهران ټاكلى او خپلي سرحدي پوستې ئې د افغانستان د ننه جوړي كړې دي، 2- ايران ته له افغانستان د وړيا بهېدونكو اوبو مقدار لازيات شي، 3- او د كراچۍ پر ځاى چاه بهار د ترانزيتي لاري په توگه غوره شي!!
ټولو ته جوته ده چي ايران په تېرو څو لسيزو كي او په ځانگړې توگه له هغه وروسته چي كابل د ايران پلو ډلو په لاس كي پرېوتى؛ د افغانستان ډېري حساسي سيمي اشغال كړې، د خپلي خوښي ستراتيژيك ځايونو كي ئې سرحدي پوستې جوړي كړې، چي ډېرى ئې د افغانستان دننه دي، د افغاني سرحدي پوستو موقعيتونه هم دوى په خپله خوښه ټاكلي او بيا ئې له افغانستان سره د تعاون او مرستي په نامه د دغو پوستو لپاره ودانۍ جوړي كړې دي، دا كار د كرزي د حكومت په وخت كي شوى، هغه مهال تهران ارگ ته هره مياشت څو لكه ډالر رشوت وركولو، او په دې توگه ئې د ارگناستو پر خولو برغولى ايښودو. اوس چي عبدالله د جان كيري له لوري اجرائي رئيس ټاكل شوى؛ تهران غواړي همدغه نوې كرښه د يوه بل ډيورنډ په څېر پر افغانانو وتپي او سند ئې د عبد الله له لوري لاسليك شي.
ټول پوهېږو چي د ايران هغه سيمي چي له افغانستان سره گډه پوله لري په هغو اوبو خړوبه كېږي چي د افغانستان له سيندونو ئې ترلاسه كوي، په تېرو څلورو لسيزو كي او د جگړو له كبله؛ افغانان نه توانېدل چي له خپلو اوبو مناسبه گټه واخلي، د اوبو ډېره برخه او په پراخه پيمانه ايران ته تللې، ايران له دې فرصت په استفادې سره نه يوازي خپلي بيدياوي سمسوره كړي؛ بلكي د پولي خوا ته ئې د اوبو گڼ شمېر ذخائر جوړ كړل. همداراز ايران ډېره هڅه وكړه چي د افغانانو هغه اقدامات شنډ كړي چي ايران ته د بهېدونكو نهرونو د اوبو مهارولو او د بندونو جوړولو لپاره ئې كول، يوازي د سلما بند د كار ځنډولو او بندولو په موخه ئې په لسگونو وسله وال عمليات ترسره كړي، تېره مياشت ئې له باروتو ډك گاډى لېږلى وو چي د بند خوا ته چاودنه وكړي خو بريالي نشول او گاډى امنيتي ځواكونو ته په لاس ورغى.
تهران په تېرو كلونو كي هر كال په سلگونو مليونه ډالر پر دې لگولي چي په افغانستان كي جنگ دوام وكړي، د حزب اسلامي او طالبانو په ضد مخكني جنگونه په حقيقت كي د سپاه پاسداران جنگ وو، شمالي ټلوالي ته پيسې هم له ايران راتلې او وسلې او مهمات هم، حتى د سپاه جنگياليو عملاً په ډېرو نښتو كي برخه اخيستې ده. مسكو چي شمالي ټلوالي ته څه وركول هغه هم د ايران له لاري دې ټلوالي ته رسېدل. حقيقت دا دئ چي په افغانستان كي روان جنگ د هغو ځواكونو د لاسوهنو له كبله پيل شوى چي ځيني ئې غواړي د مركزي آسيا زېرمي او ماركيټونه د دوى په واك كي وي، دا هېوادونه د افغانستان له لاري له نړۍ سره وصل نشي، يا په بشپړه توگه د مخكي په څېر د مسكو په گورت كي وي او يا د ايران له لاري له جنوب سره وصل شي، مسكو او تهران هڅه كوي د دې مخه ونيسي چي د مركزي آسيا نفت او گاز د افغانستان له لاري پاكستان او هند ته انتقال شي، او په نتيجه كي ئې ايران دا په زړه پوري ماركيټ له لاسه وركړي. همداراز غواړي مركزي آسيا او افغانستان د ايران له لاري سمندر ته لار پيدا كړي، د چاه بهار بندر ئې د همدې مقصد لپاره او د همدې جگړي په دوران كي جوړ كړ. د ټاپي پروژې په اړه وروستي انكشافات د دې باعث شوو چي هم مسكو د افغانستان په پېښو كي خپلي لاسوهني تشديد كړي او هم تهران، د عبدالله سفر او په ځانگړې توگه چاه بهار ته د ده تگ د ټاپي په وړاندي د تهران غبرگون دئ!! هر څوك به دا سفر داسي تعبيروي چي د كابل د دوه سري حكومت نيمايي د ټاپي له پروژې سره موافق نه دئ!!!
عجيبه دا ده چي د اوبو قضيه او سرحدي لانجې د ايران له لوري مطرح كېږي، او د حلولو لپاره ئې هم ايراني چارواكي خپل افغاني مزدور تهران ته وربلي، په پلاوي كي ئې داسي ناولې څېرې هم شته چي څو ورځي وړاندي ئې هرات د لوى تهران برخه وگڼلو!! هغه محقق هم ورسره دئ چي د خامنه اي لاسونه ښكلوي!! باور لرو چي دا پلاوى هم د تهران له لوري غوره شوى او اجندا ئې هم، اشرف غني (تش په نامه جمهور رئيس) نه له دې خبر دئ چي هيئت د څه لپاره تهران ته ځي او نه په دې اړه پوښتل شوى چي د هيئت تركيب به څنگه وي!!
ايراني چارواكي دي پوه وي چي دوى به د افغانستان له انچ انچ خاوري ايستل كېږي، ډېرو د افغانستان د اشغال خوبونه ليدلي خو په دې قمار كي ئې خپل سرونه بايللي. د ايران ذليل مزدوران دي هم پوه شي چي ژر به له تور برخليك سره مخامخ شي، تر هغه خپلي مستي او وطنپلورني ته دوام وركړئ چي د امريكايانو تر وزر لاندي يئ، د امريكايانو له وتلو وروسته به له تاسو سره محاسبه كوو، سخته او عبرتناكه محاسبه، ډېر به د نجيب په برخليك اخته او جسدونه به ئې د كابل په څلور لارو كي ځوړند شي!!