څېړنه : دکبانو او نباتو غوړ  عمر اوږدوي

 
په سویډن کې ترسره شوې یوه څېړنه وايي : هغه سړي او ښځې،چې  وخت ناوخت  کبان او سبزي او نباتي غوړ کاروي  دوی دهغوو کسانو په پرتله اوږد عمر لري،چې دا کار نه کوي.
په دې څېړنه کې څلور زره سړیو او ښځو ونډه  درلوده،چې دخپل عمر ۶۰ کلنۍ ته رسیدلي دي له څېړنې وروسته  د دوی په وینه  کې  داسې څه موندل شو ي دي،چې دکبانو او سبزیو څخه تر لاسه شوي دي او دوی د ۱۵٪ د زړه له ناروغیو او د رګ دپړسوب  له  ستونزو خوندي دي. کوم کسان،چې د وينې غوړ لري دوی بیا د زړه له ناروغۍ سره لاس وګریوان دي.
په کب، سبزیو، میوو ، زیتون ، چارمغز ، نباتي غوړ، جوار او نورو داسې غوړ لري،چې د زړه او مغز لپاره ګټور دي.
طبي لارښونې وايي :  بالغ وګړي باید دورځې  له ۳۵-۲۰ ٪ څخه  دومره غوړ ونه کاروي، چې ډېره کالري ونه لري.
دنیویارک پوهنتون د سپورټ  او د هډوکو دڅار مرکز سپارښتنه کوي،چې  سبزي ډېره وخورئ او غوښه کمه کړئ.