د خنزير د والګې په اړه هېښوونکې خبرونه

په نيويارک کې د ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي مرکز په خپل تازه رپوټ کې وايي، چې د خنزير والګې په راتلونکو دوو کلو کې په ډېره چټکۍ خپور شي او يوازې په امريکا کې به تر 40 ميليون کسانو پورې پرې ککړ شي. همداراز د د روغتيا نړيوال سازمان په خپله وروستۍ اعلاميه کې ويلي ، چې د خنزير والګې د خپريدو په خپلو لومړنيو پړاوونو کې دی او تمه ده ، چې په راتلونکي يوه کال کې به شاوخووا دوه ميليارده وګړي پرې اخه شي.د کارپوهانو په اند که چېرې د روغتيا د نړيوال سازمان وړاند وينې سمې راوخيژي ، نو کېدای شي د يخنۍ په موسم کې پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو کچه دوه برابره شي.