
نیټه: ۵/۴/۱۳۹۴،ه،ش
لُمړۍ صلیبي جګړه: ۱۰۹۵ــ ۱۰۹۹
د مذهبي ترهګریو په لړ کې یو هم صلیبی جګړې دي، دغو جګړو ته ځکه صلیبي جګړې وایي چې د عیسویانو جنګیالیو په خپلو سینو، ټنډو او پر خپلو ډالونو او نور جګره ییزو توکو باندې د صلیب نښې کښلې او د لښکر په سر کې به یو لوی صلیب هم وړل کیده، دا د پاپ هدایت ؤ.
د صلیبي جګړو انګېزه د مسیحیانو مذهبي ګرو وې، خو د مذهبي عواملو تر څنګ نور ډول ډول عوامل یې هم ذکر شوي دي، لکه سیاسي، اقتصادي او تجارتې موخې، خو له ټولو څخه د مسیحي پاپانو ناوړه او پوچې عقیدې وې چې بې شمېره انسانان یې د مرګ خولې ته ورکړل.
وایي چې له فرانسې څخه یو تن راهب پطرس نومی مشهور په (پیرارمیت) په کال ۱۰۹۵/ ز، کې فلسطین ته د زیارت کوونکو په ډله کې راغلی ؤ نوموړی راهب د بیت المقدس بطریق سمعان ته ورغلو او هغه ته یې وویل:«زه د فلسطین په قمامه کلیساء کې وم، په خوب کې مې حضرت مسیح (ع) ولید او راته ویې ویل: ګرانه زویه پطروسه! پاڅه زما بطریق(دبیت المقدس بطریق) ته ورشه، او هغه لیکونه چې ده درته لیکلي دي هغه له ځانه سره واخله او زما لارویانو ته یې ورسوه، تر څو هغوی زما مړیستون (قبر) له دې مشرکینو(مسلمانان) له لاسه ازاد کړي»، بطریق د راهب خوب (دروغجن خوب) ته ښه ډېر وژل او راهب هم ورسره ژړل، وروسته بطریق سمعان د اروپا، پاپ او سیاسې مشرانو ته لیکونه واستول چې د مسلمانانو ظلمونه یې پر مسیحیانو باندې په کې لیکلي وو... پطرس د سمعان لیکونه له ځان سره واخیستل او په ایټالیا کې یې د رُم پاپ ته ورکړل. (د صلیبي ښکیلاک تاریخې بهیر ته یوه لنډه کتنه، ص۸۱)
بل ځای راغلي دي چې هغه مهال چې ترکانو بیت المقدس له فاطمیانو څخه ونیوه نو د مسیحیانو او مسیحي زیارت کوونکو پروړاندې یې ناروا کړنې تر سره کولې نو په رُم کې د مسیحیانو پاپ دوهم اوربانوس ته یې په بیت المقدس کې د مسیحیانو آزار او اذیت خبرې وکړې او له پاپ څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې اړه وړ کړنې تر سره کړي. (تاریخ تمدن ص ۲۲۵۹)
دوهم اوربانوس چې اغېزناک سړی ؤ حاضرینو ته وویل:«ای د فرانک توکمه، د خدای محبوب او د خدای غوره کړیه نژاده!... د اورشلیم له پولو او د قسطنطنیې څخه غم لړلي خبرونه رارسیږي، چې یوه ملعون او له خدای څخه بې خبره قوم د مسیحیانو پر ځمکه یرغل کړی دی او خلک یې له خپلو کورنو څخه شړلي، کورونه یې وران او سوزولي دي، دوی یو شمېر خلک اسیر کړي او خپل هیواد ته یې بیولي دي او نور یې تر شکنجو لاندې وژلي دي، دغو خلکو(د عیسویانو) محرابونه په پخپلو بولو سره مردار کړي او بیا یې مات کړي دي د یونانیانو پولې یې ټوټې ټوټې کړی دی... که چېرې تاسې د دغو ناوړو کړنو غچ وانخلئ او هغه ځمکه تر لاسه نه کړئ نو دغه لوی کار د چا له لاسه پوره دی؟ هو دا تاسې یاست چې خدای تاسې له نورو خلکو څخه جګړن، شجاع او ځانګړی ځواک درکړی دی چې هغه کسان چې ستاسو پر وړاندې سر پورته کوي سر یي پر خاورو باندې وسولوئ... پریږدئ چې زموږ د خدای او زموږ د ژغورنکي مړیستون چې اوس د پلیدو قومونو په لاس کې دی او هغه مبارکې ودانۍ چې اوس مردارې شوي دي تاسې وهڅوي ... چې د قیامت(قمامه) کلیساء پر لاره روان شئ او هغه ځمکه د تباه کوونکي قوم له منګلو څخه وژغوړئ او هغه ځمکه تر لاسه کړئ، اورشلیم (بیت المقدس) د خوندونو او نعمتونو څخه ډک جنت دی، داسې ځمکه ده چې له ټولو ځمکو څخه له ثمره ډکه ده هغه شاهې ښار چې د نړۍ په زړه کې یې ځای نیولی دی، له تاسو څخه غواړي چې د مرستې لپاره ورودانکئ، د دغه سفر تکلیفونه د خپلو ګناهونو د لیرې کولو لپاره تر سره کړئ... .
وایې چې د حاضرو خلکو له منځ څخه یو لوي شور او زوږ آسمان ته پورته شو... او هغه کسان چې د صلیبي جګړې لپاره حاضر شول ورته وویل شول چې په خپلو سینو او ټنډه (تندی) باندې د صلیب نښې وکاږي، اوربانوس او نورو مسیحي مذهبي مشرانو د اروپا عیسویان د مسلمانانو پر وړاندې جګړې ته تیاره کړل. (تاریخ تمدن ص ۲۲۶۱)
دا شان مسلمانان یې د خپل پيغمبر د مجسمو پر عبادت تورن کړل او نورې د درغو افسانې یې پر مسلمانانو پورې وتپلې او د منځني ختیځ د بې ساري مال دولت خبرې په مجلسونو کې روانې وې او د هغو ښکلو ښاپیریو خبرې هم کیدلې چې د زړورو کسانو په انتظار کې ناستې وې.
ورسته له هغې نهایي تصمیم پخپله اوربانوس ونیوه او په اروپا کې نورو مذهبي مشرانو هم خلک وهڅول چې بیت المقدس له مسلمانانو څخه آزاد کړي، له هغې جملې څخه، اووم ګرګوریوس د خپلو مذهبي تبلیغاتو په لړ کې څلورم هنري ته وویل:«د متبرکو ودانیو د ازادولو په لاره کې له ځان څخه تیریدنه د ټولې نړۍ له پاچاهۍ څخه په څو ځله لوړ مقام دی» او لُمړنۍ صلیبي جګړه په (۱۰۹۵،ز) کال کې پېل شوه.
د لیکنې پاتې برخې وار په وار خپریږي.