
د غوږو د درد او گزک لپارہ د ھوږی (سیر) تیل خورا گټوردي. درد او عفونیت دواړہ کموي. یو یو غټ څاڅکې د ھوږی تیل د ورځی درې ځله په ھرغوږ کشی ۷ ورځې پرله پسی اچوۍ . ھوږہ خورا زیات گټور خاصیتونه لري، په ھوږہ کشی یوہ مادہ چې اليسين Allicin نومیږی، پاړسوب او گزک د غوږو له منځه وړی . د ماشومانو لپارہ ھم غورہ دې . د ھوږی تیل په بازار کشی ھم پیدا کیږی، په دې شرط چې مخلوط نه وی . ډاکټر نجیب خټې