
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه
د افغان اولس مشرکرزي د انتخاباتي کمپاين د مطبوعاتو مشر وحيد عمر په کابل کې د يو پريس کانفرانس په ترڅ کې وويل، چې کانديدان بايد د مناظرې څخه وړاندې خپلې تگ لارې وړاندې کړي. حامد کرزى په تلويزوني مناظره کې خامخا برخه اخلي د ټاکنو د پروسې لپاره مناظره ارزښمنه ده مناظره بايد د تگ لارو په رڼا کې وشي نوموړي د انتخاباتو په خپلواک کميسون غږ وکړ، چې د مناظرې لپاره دې ارونه وټاکي نوموړي د مناظرې د کوربه لپاره هم د ارونه د ټاکنو غوښتنه کړې ده عمر وحيد دا هم زياته کړه ، چې د انتخاباتو خپلواک کميسون ته خپلې غوښتنې په رسمي توگه وليږي وحيد عمر په پاى کې دا هم وويل، چې مناظره بايد ټولې رسنۍ په يو وخت خپره کړي، چې د هېواد ټول اولس ته ورسيږي او بله دا،چې مونږ نه غواړو، چې درسنيو او کانديدانو ترمنځ توپير رامنځته کړو.
د سياسي شننونکوپر اند د وحيد عمر دا خبره ځکه پر ځاى ده،چې که تگ لارې اولس ته ونه رسيږي او يو کانديد د بل کانديد په تگ لاره خبر نه وي نو مناظره به په څه ډول وړاندې شي او بله دا خبره هم په ځاى ده،چې د هېواد ټولې رسنۍ دغه مناظره په همهاله توگه په ژوندۍ بڼه خپره کړي او دا وخت هم ورکړى شي، چې د ټيليفون او يا برېښنا ليک له لارې د کانديدانو څخه پوښتنې وشي او يا يو کانديد د بل کانديد څخه پوښتنې،اندېښنې او نېوکې راپورته کړي که څه هم په هېواد کې اوس مهال د کانديدانو شمېره د څلوېښتو زياته ده خو په سمدستي توگه د افغان اولس مشر حامدکرزي، ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ترمنځ د مناظرې وخت ټاکل شوى و، چې اوس د وحيد عمر د نوې غوښتنې له مخې دغه مناظره نېږدې يوه اوونۍ وځنډيده ځکه، چې وحيد عمر وويل يوه اوونۍ وروسته به اولس مشر کرزى خپله تگ لاره په رسمي توگه اعلان کړي او ورسره به د انتخاباتو کميسون ته يو غوښتنليک ليږي، چې له مخې به يې د مناظرې کوربه او برخه اخيستونکو کانديدانو ته وصول او ارونه ټاکل کيږي که څه هم د کرزي مخالفين به د وحيد عمر دغه خبرې له مناظرې څخه د حامدکرزي شاتگ وگڼي خووحيد عمر په خپل پريس کانفرانس کې څرگنده کړه، چې زمونږ کانديد (حامدکرزى) به خامخا په تلويزوني مناظره کې برخه اخلي اوس دا د اولس خوښه ده، چې د نوموړي څخه څه ډول غوښتنې راپورته کوي او مقابل کانديدان د حامدکرزي څه غواړي،کانديدانو ته په کار دي، چې ژرترژره خپلې تگ لارې د رسنيو په واک کې ورکړي، چې اولس ته ورسيږي او له مخې يې پرې قضاوت وکړي
qadirandewal@yahoo.com