د رڼا ا حتکار

 
لمـــر پياده زموږ د کلـــــــــي پر ﻻر راشي
يوه خندا وکړي او مــوټی ستوري پاشي
د رڼاد احتکار په نيت څـــــــوک ناســـــت دي
شـــپه ﻻ نه وي، چې په ستورو ګډه غلا شي
 
نيمه شپه وي ستا بوسه مې له خولې پاڅي
کليمه شـــــــي په يو څه باندې لګيـــــــــا شي
دا دژوند زيــــــنه د مرګ تر بامــــه رســــــــي
بختور دی ، چې ژوندی د مرګ په سا شي