د سندرو زکات

پيغـــلو نجـــونو د سندرو زکـــات ويشم
څو نغمې مې د شپېليو ،په سکات ويشم
دا د اور ديوان که تاو شــي له دې غرونو
په دې ښکلو  ښـــاپيرو به خـيرات ويشم
اې د کـــــوډو لـــــيونيه دا مـــــې واوره !
زه د ســـترګو په کـــــورونو ايا ت ويشم
خـــــلکو دا رسره ومــــــنئ مــــــومن يم
خــــير په چم که د سندرو پسات ويشم
اه د ســـــترګو جــــادوګرې لږ را تم شه !
نن د زړونو په جونګړو کې شات ويشم