په پانګوال اقتصادي سيستم کې ټولنيزه نابرابري



لومړۍ برخه
لنډيز
پانګوال اقتصاد له اتلسمې پېړۍ راپدې خوا ډېر زيات پرمختګ او وده کړې ده. دې پرمختګ د بشري ټولنې او د توليد پرمختګ او وده هم رامنځته کړې ده، خو دغه اقتصادي سيستم په عين وخت کې د بډايو او بېوزلو تر منځ د عاید او د ژوند د کچې له مخې توپير او واټن هم زيات کړی. په بل عبارت د پانګوالۍ تاريخ د ټولنې د بډايو وګړو په ګټه د شتمنيو د نابرابر وېش تاريخ هم نومولای شو.
د پانګوال توليد د بڼې د عمل يو بنسټيز اصل د بيو ميکانيزم دی. په تيوريکي ډول د دغه ميکانيزم له مخې د عرضې او غوښتنې تقاضا قواوې د بازار د تعادل لامل ګرځي چې د دواړو خواوو لپاره ګټور اوسېدلای شي. په لنډه توګه د بازار د ميکانيزم له مخې کله چې توکو او خدمتونه ته په غوښتنه او يا د هغوی په عرضه کې بدلون راشي، په بل عبارت کله چې د بازار تعادل له منځه ولاړ شي، بيا دا بدلون د بیو د بدلون لامل ګرځي او په دې توګه په غوښتنه او يا عرضې کې بدلون دا دواړه قواوې بيا هم يو او بل ته نږدې کوي او په پایله کې د بیو او د بازار تعادلي حالت رامنځته کېږي؛ خو د پانګوال سيستم لويو بحرانونو، په ځانګړې توګه په ۱۹۲۹ کال کې لوی اقتصادي بحران او د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو بحران چې ناوړې اغېزې يې تر اوسه هم محسوسې دي، د دغه حقيقت ښکارندوی دي چې په تېره کې د بازار د ميکانېزم تنظيمونکې قواوې د بازارونو او د ملي اقتصاد په تنظيمولو او سمبالولو کې بريالی نه وې.
زه به په خپله دې ليکنه کې زيار وباسم چې د پانګوال ملي اقتصاد تاريخ ته د آدم سمېت له وخته، چې د ملي اقتصاد د نظریې پلار هم بلل کېږي، تر نن ورځې پورې لنډه انتقادي کتنه وکړم. په عين حال کې به زيار وباسم چې د اوس مهال په نړۍ کې د پانګوال توليد د سموالي پر خبره رڼا واچوم او په دې اړه به په اوسني وخت کې د بازار د ميکانيزم او د خلکو پر ژوند د هغه د اغېزو په هکله د ځينو نامتو اقتصاد پوهانو نظر هم تشريح کړم. دې پوښتنې ته به هم ځواب ولټوم چې آيا د توليد پانګواله بڼه، په ځانګړې توګه نوی لېبرالېزم، د دې توان لري چې زموږ د وخت بېړنيزې ستونزې لکه بېکاري، بېوزلي، د چاپېريال ستونزې حل کړي او د ظرفېتونو او زېرمو له زياته اندازه ضایع کېدو مخنيوی وکړي؟
سريزه
د پانګوال سيستم بحرانونه ورځ پر ورځ زياتېږي او شدت مومي. داسې ښکاري چې پانګوال سيستم د خپل توان پولو ته رسېدلای دی او نور د دې وړتیا نه لري چې د نن ورځې په نړیوالو اقتصادي شرایطو کې د پرمختګ روانې ستونزې حل کاندي. د پانګوال سيستم مالي برخه چې د حقيقي اقتصاد د مرستندویې په سترګو ورته کتل کېدل ورځ په ورځ ځواکمنه کېږي او د پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو د اقتصادونو د زيانمنولو لامل ګرځي.
په ۱۹۲۹ کال کې له اقتصادي لوی بحران څخه وروسته دا خبره روښانه شوله چې د کلاسيک آزاد بازار او د بيو د ميکانيزم نظريه په اتوماتيکه توګه عمل نشي کولای. د دغه بحران له امله د امريکا د متحدو ايالتونو اقتصاد چې د دغه بحران سرچينه وه او همدا ډول د نورو پرمختللو هېوادونو اقتصادونه تقریبأ ويجاړ شول، د هېوادونو کورني ناخالص محصولات په چټکتيا کم شول، توليد فلج شو، بېکاري ۳۰ ٪ ته وختله او بېوزلي زياته شوه. دا په تاريخ کې تر هغه وخته له ټولو لوی اقتصادي بحران و چې د بډايو او بېوزلو هېوادونو ملي اقتصادونه يي سخت زيانمن کړل. دغه بحران په ځينو هېوادونو کې تر نولس سوه څلوېښتمو کلونو ادامه لرله. د دغه لوی بحران يوه له ټولو ناوړه پایله د اروپا په ځينو هېوادونو، په خاصه توګه په آلمان کې د فاشيزم رامنځته کېدول وو چې د دویمې نړیوالې جګړې او د ميليونونو انسانانو د مړينې او زياته اندازه اقتصادي زېرمو د له منځه تللو لامل وګرځېد.
د پانګوالۍ لنډ تاريخ
د اقتصاد کلاسيکې نظريې
د ۱۹۲۹ کال د اقتصادي لوی بحران تر رامنځته کېدو پورې اقتصاد پوهان په دې اند وو چې د بازار ميکانيزم د توليد د بېلابېلو عواملو (کار، پانګې او ځمکې) تر منځ د عایداتو وېش په منځمهاله او اوږد مهاله توګه د غوښتنې او عرضې تر منځ د تعادل په رامنځته کولو تنظيموي او په نتيجه کې په بازار کې بیې بيا هم د طبيعي بيو خواته نږدې کېږي. د عایداتو وېش د اقتصادي تفکر مرکزي ټکی و. په بل عبارت د توليد د عواملو او د توليد شویو توکو او خدمتونو د ارزښت د سرچينې په هکله پوښتنو ته بايد ځواب ترلاسه شوی وای. د کلاسيکو اقتصادپوهانو د ګډ تصور پر بنسټ د توکو ارزښت د همدې توکو په توليد کې له لګول شوي کار څخه سرچينه اخلي.
آدم سمېت (۱۷۲۳ـ۱۷۹۰) د سياسې اقتصاد يو نامتو متفکر و. ده د توليد او د توليد د عواملو تر منځ د وېش په هکله خپل اقتصادي نظر « د ملتونو د شتمنۍ د سرچينو په هکله پلټنه» په نامه اثر کې وړاندې کړ. دا د پانګوال سيستم د رامنځته کېدو او ودې مهال و. آدم سمېت د پانګوال سيستم د ودې په ګټه د ځمکه لرونکو پر کار او ژوند انتقاد کاوه، د هغوی کار يې غېرمولد باله او په دې اند و چې ځمکه لرونکي پر ځمکې د مالکيت له امله د ځمکې اجاره تر لاسه کوي او په دې توګه په توليد کې کومه فعاله ونډه نه لري او د نورو کسانو د کار له حاصل څخه ژوند کوي. ده په دې توګه د پانګوال سيستم لپاره تيوريکي بنسټ رامنځته کړ. آدم سمېت په خپل اثر کې د کار پر وېش تاکيد کاوه چې د کار د مؤلديت د لوړېدو، د توليد د ودې لپاره د پانګې د تراکم او په دې توګه د ملت د شتمنېدولامل ګرځي. د ده په اند د ځمکه لرونکو په لاس کې د ځمکې تمرکز د اقتصادې پرمختګ په لار کې يو خنډ دی. د نوموړي له نظره په شمالي امريکا کې د برېتانوي مستعمرو د ودې يو علت د ځمکې وېش پر وړو تصديو و او د هسپانيې د مستعمرو د وروسته پاتې لامل په دې مستعمرو کې د زياتې ځمکې مالکېت بولي.
(کليولاند، ۲۰۰۳)
ده د کار د وېش په شرایطو کې د کاملې سيالۍ (رقابت) او د وګړو د ازاد فعالیت غوښتنه کوله. د ده په اند يو پټ لاس په يوه رقابتي بازار کې د اقتصادي فعالينو عمل د دولت له مداخلې پرته اداره کوي. هر وګړی د خپلو ګټو پر بنسټ عمل کوي او د وګړو منفرد عمل د ټولنې هوساینه رامنځته کوي. په بل عبارت پر سيالۍ ولاړ اقتصاد د کامل استخدام لامل ګرځي او د غوښتنې او عرضې تر منځ تعادل رامنځته کوي.
د نوموړي ویل چې باید دولت په عمومي توګه په اقتصاد کې مداخله ونه کړي او دنده يي باید يوازې د کورني امنېت ساتنې او د بهرنیو دښمنانو پر وړاندې د هېواد دفاع ته محدوده وي. بېلابېلې لېبرالې اقتصادي نظريې په اقتصادي سياست کې د دولت د دندو پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه ورکوي. خو ټول د لېسزيس فېېر (آزاد عمل او آزاد روش) د شعار پر بنسټ په اقتصادي فعالیت کې د دولت مداخله ردوي. (باور، وال شتراسر، ۶، ۲۰۰۵)
د آدم سمېت او نورو کلاسيکو اقتصادپوهانو په اند د اقتصاد علم د شتمنۍ مطالعه او څېړنه ده. دا اقتصاد پوهان د شتمنۍ د رامنځته کېدو او وېش لاملونه يعنې د ځمکې اجاره، د کار مزد او د پانګې سود څېړي. د کلاسيکو اقتصاد پوهانو له نظره د ټولنې په شتمنۍ کې د دې دریو عواملو برخه د هغوی د ارزښت پر بنسټ ټاکل کېږي او د بازار ميکانيزم او يا د توليد عواملو ته د غوښتنې او عرضې تر منځ متقابل عمل په دې ځای کې ټاکونکی رول لوبوي.
نور بیا...
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.