په پاکستان کې افغان سفارت قونصلگرۍ دې د افغانانو د هيلو له مخې رښتنی خدمت وکړي


د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
په اسلام اباد کې افغان سفارت او په پېښور، کراچۍ او کويټه کې افغان قونصلگرۍ دافغانستان د سياسي استازيتوب په ډول ځانگړى رول لري اوپه پاکستان کې د مېشتو افغانانو دهيلو سترگې وراوړي ،چې په دغو سياسي نمايندگيو کې خپلې سوداگريزې، سياسي او نورې اړتياوې پوره کوي . افغانان غواړي، چې په دغو سياسي نمايندگيو باور پيداکړي خو په دغو سياسي نمايندگيو ځنې چارواکي د افغانانو دې باورته تاوان رسوي ډېر ځله ليدل شوي، چې افغانانو ترې گيلې او اندېښنې راپورته کړي ځينو افغانانو تور پورې کړى،چې افغان سياسي نمايندگۍ خپلوي پالي، ځينې وايي، چې ژبنيو او قومي تربگنيو ته لمن وهي او ځينې بيا،چې کارونه يې په وخت او په سمه توگه ترسره شوي دي دا ډول تورونه ردوي او ددغو نمايندگيو ستاينه کوي او څرگندوي، چې دا ډول تورونه حقيقت نه لري دا د ځينو خودغرضه عناصرو خبرې دي، د پېښور افغان قونصلگري بيا ځينې افغانان په مثال کې وړاندې کوي او وايي، چې افغانستان ته سوداگريز مالونه د قونصلگرۍ د اجازت ليک له مخې په اسانۍ پوره کيږي .
 بله خوا دافغان قونصلگرۍ په چوکاټ کې د افغان کډوالو رياست هم دنده لري، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره کارکوي خو ځينې افغانان ترې په دې گيله من دي، چې د پوليسو د نيولو پر وخت يې پوښتنه نه کوي خو د افغان کډوالو د رياست استدلال کوي، چې مونږ ته کوم افغان رسمي شکايت نه دى کړى مونږ حاضر يو، چې د افغان کډوالو ستونزې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو سره وڅيړو خو دغه څېړنه ترکومې اندازې شوي لاتردې دمه څرگنده نه ده او نه افغانان ډاډ من شوي .
 پوليس اوس هم ډلې ډلې افغانان نيسي او د پوښتنې څوک نشته بله خبره د افغان قونصلگرۍ  په انگړ کې د کلتوري څانگې اداره ده، چې وخت په وخت کلتوري هڅې کوي، کتابتون يې جوړ کړى، د لرغونو توکو څانگه لري، د ليدو لپاره پرانستل شوي دي د کلتوري څانگې په انگړ کې د احمد شاه بابا د زمانې يو توپ ځاى په ځاى شوى، چې د افغانانو د ليدو وړگرځېدلى دغه څانگه که څه هم د افغانستان دولتي ورځپاڼې او جريدى افغانانو ته ورکوي،چې پر لوستو يې مېشت کډوال دافغانستان د سياسي حالاتو خبريږي . دکلتوري څانگې مشر په پېښور کې د ژورنالستانو او د پولې د دواړو غاړو د ليکوالو، ژورنالستانو او هنرمندانو ترمنځ د اړيکو د ټينگښت لپاره ډېر کارکوي او څو ځله يې افغانستان ته په رسمي توگه وړي او دافغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزارت لخوا ميلمانه شوي دي خو اوس هم ډير کارته اړتيا ليدل کيږي، چې د افغانانو هيلو ته مثبت او په وخت ځواب ورکړى شي که څه هم د ډيرو افغانانو په اند څومره کار ، چې مناسب دى هغه لا نه دى شوى د افغان قونصلگرۍ د ټيټ پوړو چارواکو څخه وخت په وخت گيلې او اندېښنې رسنيو ته رسيږي، چې کله هم خپرې او کله پرې سترگې پټې شي افغان قونصل،چې د مرستيالۍ په دنده کارکوي تردې دمه يې د افغان قومي مشرانو سره د مشورې له مخې هم غونډه نه ده کړې او نه يې ځان د افغانانو په ستونزو خبر کړى ، چې دا په خپله د نوموړي سياسي مقام ته تاوان رسوي
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال
qadirandewal@yahoo.com