د جایدادونو له دلالۍ تر میلیاردرۍ، د «جیف سوټان» د ژوند کیسه

 
 
پر ژوند د چاپيریال او ملګرو له اغېز سترګې نه شي پټېدای. ډېر کله داسې پېښه شوې چې له یوه کس سره مخ کېدل د سړي ژوند بدل کړي. د «جیف سوټان» ژوند هم له یوه کس سره د مخ کېدو له کبله بدل شو.
نوموړی په ۱۹۶۰ زېږدیز کال کې د متحده ایالتو د نیویارک ایالت د بروکلین د « ګرېوسېنډ» سیمې په یوه سوري یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی.
د نوموړي پلار نیویارک ته مصرفي توکي واردول.
سوټان د ښوونځي له بشپړولو وروسته په وارټون پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې وکړې.
نوموړي له پوهنتون تر فراغت وروسته غوښتل چې په نیویارک کې د املاکو او جایدادونو کاروبار پیل کړي. له دې کبله چې پیسې نه درلودې، نو درک یې کړه چې په ډغه ډول وضعیت کې په نیویارک کې په دې برخه کې له فعالو مشهور کمپنیو سره د رقابت توان نه لري.
د خپلې مینې له مخې یې د جایدادونو په برخه کې د بروکر یا دلال په توګه دنده پیل کړه.
نوموړي د خپل بریالیتوب په اړه وايي یوه ورځ په دفتر کې ناست و چې سکرترې ورته زنګ وواهه. دې ویل چې یو سړی د کور د چت له څڅېدو شکایت کوي او بد رد وايي. سوټان وايي سره له دې چې د کور څښتن دی نه و، خو بیا هم ورغی او هغه کس ته یې وویل چې دی څو داسې کسان پېژني چې دا کار کولی شي او هغوی ته زنګ ووهي چې دا ستونزه حل کړي.
سوټان وايي سړي ته یې یوه پایله چای کېښوود او خبرې یې ورسره پیل کړې.
دی وايي سړي رانه وپوښتل چې څه کار کوم او ما وروته وویل چې د جایدادونو په برخه کې کار کوم؛ خو تر اوسه مې کوم ستر کار نه دی کړی.
سړي له سوټان څخه د هغه د زده کړو په اړه پوښتنه وکړه او هغه هم ورته وویل چې له وارټون پوهنتون څخه فارغ شوی. دی وايي د ریچارد په نوم دغه کس راته وویل چې زه او ته به یو ګډ کار وکړو.
د ریچارډ په نوم دغه سړی ولاړ او دوې میاشتې وروسته یې زنګ وواهه چې پر یوه وخت یو ښه او یو هم بد خبر درته لرم. بد خبر دا دی چې ما له خپلې کمپنۍ سره تر ۲۷ کاله کار وروسته دنده پرېښووده او ښه خبر دا دی چې ما له « Payless Shoes» سره کار پیل کړ. دا کمپنۍ په ټوله امریکا کې دری زره پلورنځي لري، خو په نیویارک کې یو هم نه شته. ده له سوټان څخه مرسته وغوښته چې د کمپنۍ د څانګو لپاره د هټیو په پیدا کولو کې له  ورسره مرسته وکړي.
سوټان وايي ریچارډ یوه ودانۍ ورته وښووده چې په دې ودانۍ کې به هټۍ ورته اجاره کوي، په داسې حال کې چې هغې تیار دوه اجاره ګر درلودل. دی وايي ما ریچارډ ته ډاډ ورکړ چې دا کار ورته کوم؛ خو په دې شرط چې اجاره پاڼه به د سوټان په نوم وي. سره له دې چې ریچارد په لومړي سر کې نه منله خو وروسته یې قناعت ورکړ او په دې ډول یې له پیسو پرته د جایدادنو په برخه کې عملي کار پیل کړ. ده پیسې نه درلودې خو د اجارې پاڼه یې بانک ته د یوه سند په توګه ښوودلی شوی.
له همدې ځایه نوموړي خپل کاروبار ته پراختیا ورکړه او اوس په نیویارک کې ۱۳۰ سوداګریز جایدادونه لري.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د جیف سوټان پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون تر ۲۲ نېټې پورې دری اعشاریه دوه میلیارده ډالرو ته رسېده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۹۰ام ځای لري.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او په نیویارک کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.