زیګمونټ سولوز؛  شمعه پلورونکی چې د خپل هېواد دویم شتمن شو

 
 
زیګمونټ سولوز- زاک د پولنډ دویم ستر شتمن دی. نوموړی د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د اګېسټ په څلورمه نېټه د « راډوم» په نوم د وارسا سوېل ته په ۱۰۰ کیلومترۍ کې زېږېدلی دی.
سولوز- زاک د یوې بې وزلې کورنۍ غړی و چې له ماشومتوب څخه یې کار کاوه.
بلومبرګ د نوموړي د یوې بوډۍ ګاونډۍ له قوله لیکلي چې زیګمونټ په راډوم سیمه کې د یوه هدیرې مخې ته شمعې پلورلې.
هماغه شمع پلورنکی تر څلور لسیزو او دری ځله نوم بدلولو وروسته نن میلیاردر او د خپل هېواد دویم ستر شتمن دی.
سولوز په پولنډ کې د کمنیستي رژیم د واکمنۍ پر مهال جرمني ته تللی. دغه مهال پولنډي حکومت د هېواد پولې تړلې وې، ځکه ډېری پولنډیان د ښه ژوند په تمه کپټالیسټي هېوادونو ته تلل.
د ۲۰ کلونو و چې په جرمني کې یې د لومړي ځل لپاره یوه ترانسپورټي کمپنۍ جوړه کړه.
په ۱۹۸۰ کال کې بېرته خپل هېواد ته راستون شو. هېواد ته له راستنېدو سره سم یې د وارداتي موټرو، الکترونیکي توکو او جامو سوداګرۍ ته مخه کړه.
له دې لارې په ترلاسه کړو پیسو یې د رسنیو په برخه کې پانګونې ته مخه کړه. په دې برخه کې لومړۍ پانګونه یې د « Kurier Polski» په نوم د یوې ورځپاڼې اخیستل وو. تر دې وروسته یې په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې د « Telewizja Polska» په نوم په پولنډ کې د لومړني خصوصي تلوېزیون د بنسټ ډبره کېښووده.
د تلوېزیوني خپرونو په برخه کې د پانګونې کیسه یې جالبه ده. نوموړی وايي چې د ۶۰ کیلومترو په نوم یې ترانسمیټر واخیست چې باید د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوډز کې چې د پولنډ درېیم ستر ښار دی د خپرونو وړتیا ولري. سولوز- زاک وايي کله چې ترانسمیټر واخیست ورته معلومه شوه چې هغه د ۶۰ کیلومترو پر ځای شپږ د کیلومترو خپرونو وړتیا لري. د ده په باور له دې پېښې یې زده کړل چې په کوم برخه کې پانګونه کوي باید معلومات هم په کې ولري.
نوموړي تېر کال د « Polkomtel»  په نوم د مخابراتي خدماتو او د « Cyfrowy Polsat» په نوم د تلوېزیوني خپرونو کمپنۍ سره یو ځای کړې. نوموړی د فوټبال په یوه ټیم کې هم ونډې لري.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۲۱ نېټې د شمېرو له مخې «زیګمونټ سولوز- زاک» دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په پولنډ کې دویم ځای لري.
ده دوه ځله واده کړی او دواړه ځله یې د واده پایله طلاق شوې ده. دی دری اولادونه لري چې یو یې له لومړۍ او دوه یې له دویمې مېرمنې دي.
نوموړی اوسمهال د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.