
ستاسې ترمنځ به ډېر لږ داسې کسان وي چې د «Diesel» برنډ پتلون یا نورې جامې یې نه وي لیدلې؛ خو ډېری به لا هم د دغه برنډ بنسټګر ښه نه پېژنی.
د ډیزل برنډ بنسټرګر اېټالوی «رېنزو روسو» دی.
نوموړی د ۱۹۵۵ کال د سپټمبر په ۱۵ نېټه د شمال ختیځې اېټالیا په وینیټو سیمه کې زېږېدلی دی. پلار او مور یې بزګري کوله. ده به هم له ښوونځي وروسته له دوی سره د بزګرۍ په چارو کې مرسته کوله.
د بزګرۍ ستونزمن کار روسو وهڅاوه چې د خپلو والدینو خلاف یو ګټور؛ خو اسانه کار پیدا کړي. تر ډېر فکر وروسته یې د ښوونځي ترڅنګ په یوه انسټېټیوټ کې د نساجۍ د صنعت په برخه کې زده کړې پیل کړې.
لا د ۱۵ کلونو و چې د لومړي ځل لپاره یې په خپله یو پتلون ډیزاین کړ. نوموړي به په کور کې د خپلې مور د ګنډلو پر ماشین پتلونونه جوړول او په ښوونځي کې به یې پر خپلو ټولګیوالو او ملګرو پلورل.
کله چې له ښوونځي فارغ شو د ونیز په پوهنتون کې یې د اقتصاد پوهنځۍ پیل کړه، خو له دې کبله چې له کورنۍ سره یې د بزګرۍ په چارو کې مرسته کوله او خپل لګښتونه یې هم د مخانیک او نجار په توګه له کار څخه ترلاسه کول په پوهنتون کې ناکام شو.
په پوهنتون کې تر ناکامۍ وروسته یې د مولټکس په نوم د جامو له یوې سیمه ییزې کمپنۍ سره د تولیداتو د مدیر په توګه دنده پیل کړه. د نوموړي د هڅو په پایله کې په دوو کلونو کې د کمپنۍ په تولیداتو کې پام وړ زیاتوالی راغی.
تر دوه کاله کار وروسته روسو له دې کمپنۍ سره د کار پرېښوودلو پرېکړه وکړه، ځکه غوښتل یې چې خپل کاروبار پیل کړي، خو د کمپنۍ مالک ده ته وویل چې د همدې کمپنۍ ونډې دې وپېري او د دې ترڅنګ به له ده سره په ګډه نوی کار هم پیل کړي.
روسو د کمپنۍ د ۴۰ سلنه ونډو لپاره له خپل پلار څخه پیسې پور کړې او په دې توګه د کمپنۍ ونډه وال شو. نوموړي وروسته د کمپنۍ نوم پر ډیزل بدل کړ. دوی ځکه دغه نوم غوره کړ چې هغه مهال په اېټالیا کې د تېلو د بحران وخت و او ډیزلو ته د بدیلو سون توکو په سترګه کتل کېدل. دوی غوښتل د دغه نوم په غوره کولو سره په اېټالیا کې د نورو مشهورو برنډونو بدیل شي.
ډیزل د روسو د هڅو په لړ کې د جامو په ځانګړي ډول د لوړې بیې د پتلونونو پر یوه ستره امپراتورۍ بدل شو چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له مخې یې له ۱۹۷۸ څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې یې ۱۰۰ میلیونه کوبای پتلونونه پلورلي دي.
پر دیزل سربېره نوموړی د او. ټي. بي په نوم د کمپنیو یو ګروپ لري چې د سینګار څو مشهورې اروپايي کمپنۍ یې تر چتر لاندې فعالیت کوي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون پر ۲۰ مه نېټه د رېنزو روسو پانګه دری اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په خپل هېواد اېټالیا کې ۱۱ ام ځای لري.
ده خپل مېرمن طلاقه کړې، شپږ اولادونه لري او د اېټالیا په «Bassano del Grappa» سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.