کار ته د ارزښت ورکولو ګټې


څومره، چې د یوه توکي د ارزښت پر ښه والي غور کیږي، هومره په بازار کې محبوبیت پیدا کوي.
بریالي کسان په کاري چاپیریال او نوي مسوولیت کې خپل کار ته د یوه سوداګریز محصول په توګه ګوري. هغوی خپل کار او سوداګرۍ ته په ټیټه سترګه نه ګوري، ځکه همدا کار ارزښت دی، چې د ده او کار ترمنځ یې د اړتیا مسئله را پیدا کړې ده.
په بازار کې محصول او توکي هله ډېر پلورل کیږي، یا هغه وخت د لګښتوالو نظر ور اړوي، چې کیفیت یې ښه وي او په سمه توګه ورته تبلیغ او تشهیر شوی وي. څومره، چې یوڅوک خپل کار او کسب ته ارزښت ورکوي، هومره یې کار او کسب ورسره ښه کیږي.
که یوڅوک وايي: « له مستري توبه مې زړه تور دی، خوند نه راکوي»، «هسې له مجبوریته یې کوم، ګنې زه او مستري توب لرې خبره ده!»، یا « بس ژوند دی، هسې په دې کسب کې بوخت شوم»، دا ډول خبرې یې پر مشتریانو منفي اغېز پرېباسي او دوه اړخیز اعتماد له منځه وړي. دا خبرې په دې معنا دي، چې موږ خپل کار ته ارزښت نه ورکوو، کله، چې موږ ته بې ارزښته دی، نور خلک به هم ډېر لږ باور پرې وکړي.
د کار په برخه کې هېڅوک چاته مفتې پیسې نه ورکوي. تاسې، چې څوګ ګوماري ستاسې مهارتونه او وړتیاوې ارزوي او بیا یې لاسباړه درکوي. تاسې هم، چې څوک ګومارﺉ ګورﺉ، چې د هغغه وړتیاوې او مهارتونه څه دي او څنګه کولای شي، چې ارزښتناک او باکیفیته کار وکړي. پوهان وايي، چې څوک له خپلې وړتیا نه په رښتیني او سخته توګه کار واخلي، هرڅه کولای شي. څومره، چې سخت او له ارزښت او خپلې وړتیا سره سم کار کوي، هومره عروج کوي. یوڅوک، چې خپل کار د ځان پر وړاندې ترسره شوی مجسم کړي او بیا غور او فکر پرې وکړي، دې نتیجې ته رسیږي، چې کولای یې شي او که یه؟ که چېرې یې د ارزښت او وړتیا په معیار مجسم کړی وي، فکر کوم تر ډېره به پکې بریالی راوځي.
د کار او پانګې ترمنځ اړیکي د ټولنې د ډېری سیسټمونو محور دی. زه دا نه وایم، چې تاسې ټول ارزښتونه د کار تابع وګرځوﺉ. زه دا وایم، چې تاسې د کار ارزښت درک کړﺉ او د همدغه ارزښت له مخې خپله کاري راتلونکې وسنجوﺉ.
یو شمېر کسان په دې باور دي، چې ارزښت ارماني څیز دی او په عیني مسایلو کې د درک وړ نه دی. ددوی په وینا، ارزښت یوازې لارښودی او عاطفي څیز دی. خو حقیقیت دادی، چې نن سبا ارزښت عیني او فزیکي دواړه اړخونه لري. که د کار او یوې مسالې ارزښت معلوم نه شي، سړی د هیڅ شي سنجش نه شي کولای. څومره، چې سړی خپل کار، مسلک او وخت ته ارزښت ورکوي، هومره خپله سرمایه خوندي کوي. د ارزښت درک د خپلې راتلونکي امنیت او تضمین دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.