د ننګرهار بې جرئته وکیلان:

 
له تیرو نهو روځو راهیسې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې بریښنا نشته، د بریښنا ستونزه په داسې مهال کې رامنځ ته شوه چې له یوې خوا د روژې مبارکه میاشت او بله داچې په ننګرهار کې د تودوخې درجه هم تر ۴۵ پورې رسیږې، خو لا تر اوسه د بریښنا ستونزه نده حل شوې، اخر ولې دا هر څه ختیځ زون ګالي؟ ایا ختیځ زون وکیلان نه لري؟ ایا ختیځ زون چارواکې نه لري؟ او یا ختیځ زون د کار اشخاص نه لري؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې تر اوسه یې هیچا هم ځواب ندی ترلاسه کړی او نه به یې ترلاسه کړای شي.
په لومړي پړاو ټاکنو کې په ننګرهار کې ټولې ۳۳۵۱۳۵ رایې استعمال شوې وې چې ۲۰۰۴۰۹ رایې اشرف غني ترلاسه کړې وي او پاتې نورې بیا نورو نومادانو ترلاسه کړې وي، خو اوس پوښتنه داده چې دا رایې څه شوې؟ دا رایې ولې د ننګرهاریانو په درد دوا نشوې؟ اخر ولې؟.
هره ورځ د مشرقي ځوانان وژل کېږي خو ولې د مشرقې وینه ارزښت او قیمت نه لري؟ هره ورځ ننګرهار چور کېږې خو ولې یې څوک د پوښتنې نشته؟.
که په بامیان، دایکندې، شبرغان، پروان، بدخشان، پنجشیر، جوزجان او نورو تاجک میشتو، ازبک میشتو او یا هزاره میشتو سیمو کې څوک وژل کېږې نو بیا ټوله ولسې جرګه، مشرانو جرګه او ټوله کابینه په چغو شروع کړي، ولمسشر بامیان ولایت ته نوی والي طاهر زهیر معرفي کړی دی خو د بامیان خلک وایي چې مونږ بل والي غواړو او له تېرې یو اونۍ راهیسې یې د ولسې جرګې مخې ته خیمۍ وهلي او اعتراض یې شروع کړی نو ولې به یې خبره نه منل کېږي؟؟؟
ددې ټولو خبرو ځواب یو دی، هغه داچې دوې قوي رهبر، مشر، قوي وکیلان او قوي چارواکې لري او د دوې غوښتنو ته هر وخت ځواب وایې، خو مشرقیوال هیڅوک نلري نه قوی وکیل او نه هم کوم رهبرلري.
مونږ ولې حکومت، طالبان، د ننګرهار چارواکې او د ننګرهار وکیلان ملامت کړو؟؟ دا وکیلان چا وکیلان کړل؟ مونږ ورته رایه ورکړه او مونږ وکیلان کړل څه د پیسو لپاره څه د ملګرتیا لپاره او څه د وعدو لپاره نو ولې وکیلان ملامت کړو؟؟؟.
د ننګرهار د بریښنا ستونزه پر دوې څه، دوې خو په کابل کې اوسېږي بریښنا لري د ژوند هر ډول اسانتیاوې هم لري نو ولې دوی زمونږ په غم کې بې آبرو شي؟
تیره ورځ د مشرقي یو وکیل وایې چې د ننګر هار بریښنا په بادپښ کې قطع شوې. خدای دې ... که بادپښ او اوزبین دوه جلا ځایونه دي یو په کابل کې او بل په لغمان کې قرار لري نو داسې وکیلان به څه د چا په درد دوا شي؟
نن ورځ انجینر سید اکرام په آریانا نیوز ټلویزیون کې میلمه و ما هم لدې موقع په ګټې اخستنې وغوښتل چې له دې ښاغلي سره د ننګر هار په اړه ژوندی بحث ولرم، خو کله چې مې ورڅخه غوښتنه وکړه نو بې له کوم دلیل څخه یې راته وویل چې وخت نلرم او نه غواړم چې د ننګرهار د بریښنا په اړه څه ووایم، نو دا وکیل به څنګه او څه ډول د ننکرهاریانو په درد دوا شي چې حتا نه غواړي د ننګرهار په اړه خبرې وکړي؟.
په ټوله کې ستونزه په مونږ کې ده چې داسې نا اهله وکیلان مو خپل باداران کړي دي او اوس بیرته پر مونږ راج چلوي.
د ننګر هار په وکیلانو کې حاجي ظاهر قدیر کله کله د ننګرهاریانو غږ پورته کوي خو دا نور بیا ټول عمر جرئت  نه کوي چې حتا د ننګرهار په غږ پورته کړي.
مونږ چې کله په ټلویزیون او یا راډیو کې میلمه راغواړو نو پرته له پوښتنې زمونږ دعوت مني او راځې، تاسو به هم شاهدان یاست چې اکثره وخت په تلویزونو او راډیو ګانو کې په بحثونو کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، کندهار، هلمند او یا زابل چاوارکې او وکیلان بحث ته چمتو کېږي او بحث کې ګډون کوي.
خو د مشرقي وکیلان نه پوهیږم چې خوله نه لري، ژبه نلري او یا جرئت  نلري چې بحث کې ګډون وکړي؟ حتا ځینې خو یې له موکلینو څخه هم ځانونه پټوي.
نو ای مشرقي والو که غواړې په راتلونکې کې ښه رهبر، مشر او ښه وکیل ولري نو همدا اوس ددوی پر ضد خپل اواز اوچت کړي او کنه تر څو چې دا وکیلان وي نو مشرقي به ښه ورځ ونلري او هره ورځ به له ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان یو.