
په افغانستان د نوي انتقالي دوري له پیل څخه تر اوسه چې ډیر زیات پرمختګ شوی هغه د رسنیو په برخه کې دی، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې دوري یو غټه لاسته راوړنه رسنې بللې وې، خو بد بختانه چې په دې رسنیو کې ډیرې یې د پردیو هېوادونو، سفارتونو، استخباراتې آدارو او حتآ ځینو اشخاصو لپاره کار کړی او لا یې هم خه په نره او ډاډه زړه کوي خو زمونږ ویده حکومت او مونږ ویده ملت هیڅکله له خوبه ویخ نه شو او نه مو هم دي جدي موضوع ته ډېر اهمیت ورکړید دی، هغه پښتو کې یو متل دی ( چې خوبه وړی اوبو وړي) نو مونږ هم په دې زمانه کې ویده یو او یوازې د ځان او د مارکیټونو اوقصرونو په غم کې یو نه د هېواد او نه هم د خپل ملت په غم کې.
په هر حال راځم خپلې اصلي موضوع ته چې د رسنیو خصوصآ د ځينو چاپې رسنیو په هکله یو څو واقیعتونو ته، په دغو ورځپاڼو کې ډېر زیات متعصب، قومي، سمتي او پردې جاسوسې ورځپاڼې شته چې یوه یې هم د (ماندګار) په نوم متعصبه ، قومي، سمتي او په هېواد کې د بې اتفاقې یو لویه سرچینه ده، چې هره ورځ په یو نه یو موضوع چې د افغانستان د ملي یووالي او بدبختیو لپاره وي دوي وته لمن وهې تر څو دا جاسوسان د یو څو روپو او منصب په خاطر دا لوی قهرمان ملت د بدبختیو سره لاس او ګریوان کړي.
دا (ماندګار) ورځپاڼه چې تقریبآ یو کال کېږي چې زه یي تعقیبوم هر ورځ هغه موضوع چې ددوي په ګټه وي نشروي که د ټول ملت په تاوان هم وي، دا ورځپاڼه هره ورځ په ټاکنو کمیسیون کې د بدلون موضوع نشروي، هره ورځ وايي چې کلیدي وزارتونه له یوه قوم ( پښتون) سره دي او پښتانه همیش غواړي چې په واک کې پاتې شي او نور ډېد څه چې پکې د لوي او خاموش اکثریت پر وړاندې توتیه او پروپاکند کوي، جالبه لا داچې دوي خپل قومندان احمد شاه مسعود ته د (ملي قهرمان) لقب ورکوي خو بیا ملت نه مني ملي ترمینالوجې هم نه مني ملي هویت هم نه مني، خم دوي ملي دي ددوي هر شخص ملي شخص دی خو د ملي اصطلاح نه مني.
ځیني ملګري بیا وایي چې قومندان مسعود واقعآ ښه انسان وه، خو زه وایم چې د چا خه توب او بدوالی د هغه پر اعمالو او ملګرو څرښي نو داچې (ماندګار) ورځپاڼه د قومندان مسعود د ورور احمد ولي مسعود ده نو ویلي شو چې مسعود هم یو متعصب او د یو قوم قومندان وه نه ملي، همدارنګه د مسعود نور ملګري لکه (عطا نور، لطیف پدرام، حفیظ منصور، ریګی ستانی، امان الله ګزر) وګورو نو دوي ټول متعصب، مریض، قوم پرست، سمت پرست او حتآ له ملي همیت څخه منکر او ملیت (افغان) نه منوونکي دي.
د (ماندګار) ورځپاڼې په نننې ګڼه (1993.12.26) کې یوه موضوع راغلې وه چې ویلي وه (شناسنامههای برقی و ترس از مشخصشدن جمعیت اقوام) یانې ځینې خلک پدې کوښښ کې دي چې د الکترونیکي پېژندپاڼو د ویشلو لړي پیل نه شي ځکه چې پدي کې اقلیت او اکثریت معلومیږي پدي مانا چې دوي دوي اوس ځان په اکثریت کې حسابوي او وایي چې دوي اکثریت دي چې ددې مقالي په یو ځای کې راغلي (بعضی از ولسوالیها مانند ولسوالی رستاق، جاغوری و دهها ولسوالی دیگر که جمعیتشان چند برابر ولایاتی مانند پکتیا و پکتیکا است، اما نمیتوانند دانشگاه، دارالمعلین و یا یک شفاخانۀ مجهز داشته باشند) خو ددوي له یاده وتلي چې پنجشیر ولسوالۍ چې 50000 نفوس یې درلوده ولې بیا ولایت شو حال داچې و یو ولایت لپاره باید 150000 نفوس او جمعیت موجود وي، خو دوي بیا پکتیا او پکتیکا له یوي ډېرې وړې ولسوالۍ سره مقایسه کوي او وایي چې دا (جاغورۍ، رستاق) ولسولۍ له پکتیا او پکتیکا څخه لوېې دي. په هر حال وایي چې تنګ شي نو په جنګ شي اوس له دي دوه سرې حکومت له مشرتابه څخه غوښتنه داده چې د داسې مریض او متعاصبو رسنیو په کنټرول کې ډېر جدي و اوسۍ تر څو خدای مکړه چې یو ځل بیا د قومي او سمتي موضوعات مطرح نه شي.