ډیلي لوبډلې چینای ته ستره ماتې ورکړه

 
د هند د تجارتې یا آی پې ایل لوبو په دوام ۴۹ لوبه د چینای سوپر کینګ او ډیلي ډیرډیویلز لوبدلو تر منځ وه چې د ډهلي لوبډلې د چینای لوبډلې ته په شپږو ویکټو ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه د چینای لوبډلې وګټله او په ټاکل شویو شل اورونو کې یي د شپږ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۱۹ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یي د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه پدې لوبه کې د چینای لپاره تر ټولو زیاتې منډې ډو پلېسېس او ډوني جوړې کړې    ډو پلېسېس په ۲۳ توپونو د درې څلوریزو پر مټ ۲۹ او ډوني بیا ۲۴ توپونو د یوې شپږیزې او درې څلوریزو په مرسته ۲۷ منډې وکړې. د ډهلي توپ اچوونکو ډیره په زړه پورې توپ اچوونه وکړه، زهیر خان په څلور اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۹ منډې ورکړې همدارنګه مورکل هم دوه، ساندو او یادوف بیا یو یو لوبغاړی وسوځوه.
د ډهلي لوبډلې وکړای شو چې هدف په ۱۶.۴ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره پوره او لوبه په شپږو ویکټو وګټې، د ډهلي په لوبدله کې اییر په ۴۹ توپونو د ۱۰ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ منډې جوړې کړې او تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو، یوراج سینګ بیا په ۲۸ توپونو ۳۲ منډې جوړې کړې.
د چینای په توپ اچوونکو کې پانډي او نیګا دوه دوه لوبغاړي وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی زهیر خان ونومول شو چې په څلور اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۹ منډې ورکړې وي. د یادونې وړ ده چې چینای لوبډله تر اوسه په دې لوبو کې اول مقام لري او دوهم یا (Playoffs) پړاو ته یې لار مندلې ده.