کابل ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير دوره


 
د لوی او بخښوونكي خدای په نامه
 
پښتون پوسټ ورځپاڼه
 
سرليكنه (اداريه)
 
د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک د يوې ځانگړې دورې په ترڅ کې کابل ته لاړ او هلته يې له افغان اولس مشر حامدکرزي او د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر سره وکتل دوه اړخيزو ستونزو سره سره يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د طالبانو د تگ راتگ د مخنيوي په لارو چارو هم وغږيدل په دې مهال د افغان اولس مشر حامدکرزي وويل،چې ترهگر د سيمې گډ دښمنان دي او د مخنيوي او د له منځه وړلو لپاره يې ټولو ته په گډه کار کول په کار دي د ترهگرۍ د مخنيوي لپاره،چې پاکستان څومره هلې ځلې کړي دي د ستاېنې وړدي د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک په دې مهال وويل پاکستان پر افغان پوله د څارنې لپاره امنيتي ځواک زيات کړې دى افغانستان دې هم ورته اقدام وکړي او په پوله دې امنيتي ځواک زيات کړي او د خپلې برخې رول دې ولوبوي په دې کتنه کې د مخدره موادو د مخنيوي په اړه هم خبرې وشوې رحمان ملک زياته کړه،چې هغه گوندونه،چې پرې بنديز لگول شوى د مخدره موادو د قاچاق له لارې پيسى ترلاسه کوي او په سيمه کې ناامني رامنځته کوي له ټولو نه لومړۍ د مخدره موادو د قاچاق مخنيوى د دواړو هېوادونو کاردى نوموړي زياته کړه ،چې د سوات د نېغې لارې په عملياتو کې ډېرې لاس ته راوړنې لرو او په وزيرستان کې د(خلاصون لار)عمليات روان دي،چې په دې سره هم ترهگر له منځه ويوړل شي خو پاکستان د افغانستان څخه د مرستې هيله کوي د پاکستان د کورنيو چارو وزير هغه اندېښنې هم کرزي ته وړاندې کړې،چې ويل کيږي افغانستان د بلوڅ بېلتون خوښو ملاتړکوي،چې کرزي ردکړې او زياته يې کړه،چې افغانستان د پاکستان د بلوڅو بيلتون پالو ملاتړنه کوي
 
کابل د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رحمان ملک سفر په داسې مهال کې شوى،چې په هلمند کې افغان حکومت د ائيتلافي ځواکونو پرملتيا پراخه عمليات پېل کړي او اندېښنه لري،چې طالبان به پاکستان ته واوړي او پاکستان هم همدا اندېښنه لري،چې په وزيرستان کې د عملياتو څخه طالبان افغانستان ته واوړي،چې ددغې کتنې اساسي موخه هم د پولو څارنه ښودل شوې ده،چې افغان او پاکستاني چارواکي بايد په خپلو خپلو پولو کې ترسره کړي ځکه طالبان په سيمه کې د دواړو حکومتونو خلاف دي او په دې وخت کې دواړه حکومتونه غواړي،چې په گډه د طالبانو مخنيوي لپاره گډه مبارزه وکړي
 
ليكوال : فضل قادر انډيوال
 
qadirandewal@yahoo.com