ياره چــي ته يــې پر هــغـه لــــوري
غـم خو دي نه وي ،ښادي دي اوري
د مــخ برېــښنا دي يو وار ښـــــکاره
چي ښه جمال دي خـــواران وګوري
زړګيـــه مــه ځــه پــر بــيابــانــونــه
ســرکــه د نـنــه د زړه پــه خـــونـــه
د روغــــــو زړونـــو ژړا مـحــال ده
پــــه ژړا ژاړي ويشـــــتلي زړونـــه
ماغــزه مــي ايـــــشي د ســر له تابه
صورت مــي وســـو ســــينه کــــبابه
بل خــو بـه نـه وي په دې وطـن کـي
لکـه چــــي زه يـــم خـــانه خـــرابــه
د ســهـــار بــاده قـــرار مــه اوســـه
په شــتاب درومـه احـوال مي يوســه
ورته مي عرض که ، د خدای د پاره
فــارغ لــه حــالـه ځــما مـــه اوســـه
که يـون دیً يون دیً زړګيه يون دیً
لــه فــاني ســرايه اخــر بيـلــتون دیً
راســــه زيــارت به د مــدينــې کــړو
په مدينـــه کــي حضرت مــدفون دیً
زه چــي پـر لــوري د خــپل دلبر ځم
سترګي نعليــني او پاس پــر ســر ځم
لکه جـهاز چــي پر لوی درياب ځــي
داســي تېــز روه پــر بـحر و بـر ځـم
وروستي