
دپادشاهانو په څېر سوکاله ژوند
ایراني فلم جوړونکي محسن مخملباف،چې اوسمهال په تبعيد کې ژوند کوي، دایران دمذهبي مشر علي خامني دژوند په پټ اړخ مستند فلم جوړ کړی دی ، نوموړی تر ټولو ګرانبیه خواړه خوري، د ملیونو ډالر و په ارزښت یې اسونه رانیولي دي، له ګرانبیه تیږو جوړ شوې هر ډول ګوتې لري، دې فلم دخامني هغه اصلي څېره ایرانیانو ته څرګنده کړې ده،چې نوموړي به ځان دزاهد او عاجز کس په توګه خپلو پیروانانو او ایرانیانو ته وړاندې کاوه، خامنئي توانیدلی و،چې ځانته یو ډول سپیڅلتیا تر لاسه کړي، خو مخملباف ترې خلاص کړ.
محسن مخملباف خپل فلم د داوسنۍ کينیا دبنسټګر جومو کينیاپردې وینا پیلوي( کله، چې عیسوي مبلغين زموږ ځمکو ته راغلل ، دوی سره سپیڅلې کتاب و او له موږ سره ځمکې ، څو کاله وروسته موږ سپیڅلې کتاب واخیست او زموږ ځمکې عیسوي مبلغينو)
مخملباف په دې فلم کې ،چې ( خامني پټ ژوند ) نومیږي د ایران مذهبي لوڅ لپړ دخپل ولس پر وړاندې ودرولې او ټول سپیڅلي القاب ،چې ده خپله او دده امنیتي ، استخباراتي سازمان ورته تراشلي وو، ترې اخستی دي.
فلم څرګندوي،چې خامني سوکاله او له عیاشۍ ډک ژوند لري او دنورو ډېرو خلکو په څېر خپله سرګرمي هم لري، خامني دایراني ولس پر پانګه او پیسو ځانته مجلل او ګرانبیه ژوند برابر کړی دی. فلم دا ثابتوي،چې خامني څرنګه دولس پانګه پر خپل ځان ، خپلې کورنۍ ، خپلو ملګرو او سرتیرو او امنیتي کسانو لګولې ده.خو بیوزلي او فقر بیا ټول ایران ګواښي.
فلم له دې هم پرده پورته کوي، چې خامني دهرې خبرې او هر کار دڅار لپاره استخباراتي مامورین ګومارلي دي، نوموړی غواړي،چې دهر څه په اړه پر هر څه وپوهیږي، خو له بل پلوه بیا ایرانیان د خامنئي دځانګړي او یا پټ ژوند په اړه دومره څه نه پيژني، چې دا مذهبي مشر څرنګه ژوند کوي.
فلم ټینګار کوي، چې خامني دخپل ژوند په اړه له محرمیت څخه کار اخلي او دا ټېنګ امنیتي تدابیر هوايي نه وو، بلکې د انسانپوهنې او ديني ټولنو دکارپوهانو دسپارښتنو له مخې دا ډول ژوند غوره کړې دی. د خامني شعار دی ( څوک،چې راز نه لري ، هغه جادو نه لري)
مخملباف په (دخامني دژوند پټ اړخونو) کې وايي: دایران مذهبي مشر له پاچا پرته بل څه نه دی یوازینی توپیر دادی پاچا فساد کاوه او خلک پرې پوهیدل، خو خامني فساد کوي او بیا ځان ډېر پاکنفسه څرګندوي.
خامني په خوراک وڅښاک ، دګرانبیه څېزونو په رانیولو، شخصي سرګرمیو، دکورنۍ سوکاله کولو کې کټ مټ دپخواني پادشاه په څېر دی.
دخوړو سیستم : ځانګړي ډاکتران ورته وخت ناوخت دخوړو سپارښتنه کوي، په دې برخه کې دغوښو په اړه ځانګړې سپارښتنه کیږي،چې خامنئي یې باید وخوري نوموړی یو ډول ګرانبیه او کمیافته کب،چې قزال نومیږي باید وخوري دا کب ورته له ( لار) سیند څخه ور استول کیږي. پردې سربېره دکب هګۍ،چې بیه یې ډیره لوړه او دجنسي ځواک دپیاوړتيا لپاره ګټوره ده. دا هم دخپل ډول بېساری هګۍ دي، چې دکال په ټاکلي وخت کې تر لاسه کیږي او دایران په شمال کې له خزر سیند څخه تر لاسه کیږي او درشت ښار دعمومي تکیه خانې امام یې ورته لیږدوي.
مرغان :
خامني دچرګ او مرغاوۍ غوښه نه خوري ، ډاکترانو ورته سپارښتنه کړې ده،چې دمړز، شترمرغ ، زرکه غوښه وخوري ځکه دا غوړ لږ لري او دکولیسټرول په مخینوي کې مرسته کوي. خامنئي داسې یوه امريکايي اله ( وسیله ) ، چې ۵۰۰ امریکايي ډالره قیمت لري او په خوړو کې د زهرو پر مهال ځانګړې اشاره کوي. دپاچاهانو او سلاطینو په څېر خامني تر هغې خواړه نه خوري، چې دده باوري کس یې ونه څکي.
اسونه :
خامني نږدې ۱۰۰ اسونه لري ،چې قیمت یې له ۴۰ ملیونو ډالرو پورته دی، په دې کې تر ټولو ګرانبیه اس ،چې پر( ذو الجناح ) مشهور دی او ۷ ملیونه ډالره قیمت لري. خامنئي دخپلو اسونو لپاره دوه ګروندې ځانګړې کړې دي،چې نږدې ۱۰ زره متره مساحت لري په یوه کې ۷۰ اسونه او په بله کې ۳۰ اسونه ځای پر ځای شوي دي.
خامني له اسونو سره ځانګړې لېوالتیا او مېنه لري کله، چې نوموړی داخلي سفر ولري له ځان خپل ذوالجناح اس ملګری کوي دده زوی مجتبی هم دپلار پر ناروغۍ اخته دی دا هم د(سهند) په نوم اس له ځان سره وړي او ددې چارې لپاره یې C130 الوتکه ځانګړې کړې ده.
دچپنو مېنه :
خامني دنورو لېوالتیاو سربېره له چپنو سره ځانګړې مېنه لري نوموړی نږدې ۴ سوه چپنې لري،چې دېوې بیه یې ۵۰ زره ډالره ده.
قیلون :
خامني په پیل کې عادي سګرت څکول. کله، چې ولسمشر شو دپروتوکول او حیثیت له مخې یې سګرټ پرېښودل او قیلون ته یې مخه کړه، خامنئي نږدې ۲۰۰ قیلونه لري ،چې قیمت یې ۲ ملیونه ډالرو ته رسیږي ، دیو یې ۲۵۰ زره ډالره بیه لري ،چې درې سوه کاله پخوا جوړ شوی دی ، زر او ګرانبیه تیږه په کې کارول شوې ده.
ګوتې :
خامني له ګرانبیه تیږو څخه جوړ شوو ګوتو سره ځانګړې مېنه لري، نوموړی اوسمهال په خپل ارشیف او کور کې ۳۰۰ ګوتې لري،چې په ګرده نړۍ کې یې ساری ډیر کم تر سترګو شوی دی. له خامني سره دعقیقو څلور ګوتې دي،چې بیه ۵۰۰ زره ډالرو ډېره ده.
امسا :
دپخوانیو مالوماتو پر بنسټ خامنئي ۱۷۰ دانې انتیک امساوې لري، چې قیمت یې یو نیم ملیو ن ډالرو ته رسیږي، یوه امسا داسې هم ده،چې قیمت یې ۲۰۰ زره ډالره دی ، ګرانبیه تیږه او زره په کې کارول شوی دی او ۱۷۰ کاله عمر لري.
فلم په لاندې ويډيو کې کتلی شئ: