
ځینې پېښې واقعا د انسانو ژوند بدلوي. ځینې وخت د یوه کتاب لوستل یا د یوې پېښې لیدل، انسان ته د خورا سترو کارونو لپاره الهام ورکوي. روسي یوري مېلنر ته د یوې امریکایۍ شنونکې د تحلیل لوستو د کاروبار د پیل الهام ورکړ چې نن یې له برکته میلیاردر دی.
یوري مېلنر د ۱۹۶۱ زېږدیز کال د نومبر په ۱۱ نېټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار یې د مدیریت کارپوه او مور یې د یوه لابراتوار کارکوونکې وه. نوموړي چې کله ښوونځی خلاص کړ د مسکو په پوهنتون کې یې د نظري فیزیک څانګه ولوسته. د پوهنتون تر بشپړولو وروسته یې د فزیک له یوه انسټېټیوټ سره کار پیل کړ.
د دې ترڅنګ یې په غیرې قانوني ډول په شوروي کې د ډاس کمپیوټرو پلور پیل کړ. دغه کار یې د پلار له مخالفت سره مخ شو. وروسته چې کله د روسیې ملي حکومت سقوط وکړ، ده هم له دغه کاره لاس واخیست او د کورنۍ په غوښتنه یې د متحده ایالتو د پنسلوانیا پوهنتون د وارټون په نوم د سوداګرۍ په پوهنځي کې د ماسټرۍ لپاره ثبت نام وکړ.
په ۱۹۹۰ کال کې د ماسټرۍ تر بشپړولو وروسته یې په واشنګټن کې له نړیوال بانک سره د خصوصي سکټور د بانکولۍ په برخه کې د کارپوه په توګه کار پیل کړ. نوموړی خپله دغه دنده د وخت ضایع بولي، ځکه په دغه وخت کې په روسیه کې خصوصي سکټور ته د دولتي تصدیو د سپارلو وخت و او نوموړي دغه حالت یوازې له لرې کتلی شوی.
په ۱۹۹۵ کال کې یې د میناټېپ په نوم له یوه روسي بانک سره کار پیل کړ. نوموړی وروسته د دغه بانک تر مرستیالۍ هم ورسېد.
ده په ۲۰۰۰ کال کې د نیو ټرېنېټي په نوم د پانګونې له یوه بنسټ سره د کار په دوران کې د مورګان سټنلې په نوم د امریکايي مالي بنسټ لپاره د ماري میکر په نوم د مالي چارو د یوې شنونکې تحلیل ولوست. د دغه تحلیل له لوستلو وروسته چې د انلاین سوداګرۍ په اړه بحث په کې شوی و، مېلنر د یوې انټرنېټي کمپنۍ د پرانیستلو هوډ وکړ.
د کمپنۍ د پرانیستې لپاره یې خپله پانګه نه درلوده، نو د پانګې د ترلاسه کولو په موخه یې په میناټېپ بانک کې د کار د وخت یوه همکار ته چې اوس د پانګونې دیوه امریکايي بنسټ د روسيې څانګه یې رهبري کوله ورغی.
دغه بنسټ نوموړي ته په دې شرط د څلور نیم میلیونه ډالره پانګونې ژمنه ورکړه چې مېلنر او بل ملګری به یې هر یو خپله هم په کمپنۍ کې ۷۵ زره ډالره پانګونه کوي.
دوی دواړو کمپنۍ پرانیسته او د انټرنېټ په برخه کې د امریکا ډېرې پرمختللې تجربې یې روسیې ته انتقال کړې. ده د همدې او یو شمېر نورو کمپنۍ له لارې د انټرنېټ په ټولنیزو شبکو کې پانګونو ته مخه کړه. د فیسبوک او ټویټر په ګډون یې په ګڼو کمپنیو کې ونډې وپېرلې چې د همدې ونډو له برکت نوموړی نن میلیاردر دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون د ۱۴ مې نېټې د شمېرو له مخې یوري مېلنر دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په روسیه کې ۳۲ ام ځای لري.
ده واده کړی، دوې لوڼې لري او د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.