
د میدان وردګو ولایت نوي والي ښاغلی حیات الله حیات وايي چې په دې ولایت کې به ستونزې په لومړیتوبونو وویشي او د خلکو له استازو سره به سره کرښه یوازې قانون وي.
نوموړی نن (دوشنبه) ددې ولایت په مرکز میدان ښار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې چارواکو، قومي مشرانو او وکیلانو په ګډون درلود، ددې ولایت ځايي چارواکو او خلکو ته ور وپېژندل شو.
د سیمه ايیزو ارګانونو خپلواکې ادا رې مرستیال ښاغلي عبدالمالک صدیقي په خپلو خبرو کې حیات ځوان او وړ کس وباله چې په بېلابېلو ادارو کې پراخه کاري تجربه لري.
صدیقي له ځايي چارواکو، خلکو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې له نوي والي سره د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي،ځکه د هغه بریا د خلکو په همکارۍ اومشوره پورې تړلې ده.
په ملي شورا کې ددې ولایت استازو او د ولایتي شورا وکیلانو هم په خپلو خبرو کې وویل چې میدان وردګ ولایت یو نا امنه ولایت دی او نوی والي باید ډېره پاملرنه ورته وکړي.
د ولایتي شورا ځينو وکیلانو وويل چې دا ولایت له دریمې درجې څخه تېر کال دویمې درجې ته راښکته شوی، خو تر اوسه يې هم ملکي او پوځي ارګانونو ته د دریمه درجه ولایت بودیجه ورکول کېږي.
په مشرانوجرګه کې ددې ولایت د خلکو استازي انجنیر حسیب الله کلیمزي په خپلو خبرو کې وویل چې میدان وردګ ولایت د کابل در وازه او و محروم ولایت دی.
هغه زیاته کړه چې نا امني او د ځمکوغصب ددې ولایت عمده ستونزې دي او نوی والي باید له مرکز پرته ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړي او د ولس ملاتړ تر لاسه کړي.
مدني فعال اسحاق دقیق وویل چې میدان وردک یو کرنیز ولایت دی، خو محصولاتو ته یې ساتنځای او مارکیټ نشته چې نوی والی بايد ددې ولایت د خلکو د اقتصاد ښه کېدو په موخه ورته پاملرنه وکړي.
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات په خپله وينا کې وويل چې ددې ولایت له ستونزو خبر دی چې د حل په موخه به يې په لومړیتوبونو وویشي.
حیات وويل چې سر له سبا ورځې به ددې ولایت ټول ریاستونه د خپل سل ورځني پلان په جوړولو کار وکړي او د یوې اوونۍ په ترڅ کې به یې ده ته وړاندې کوي.
والي وویل چې دا ولایت پخوا د زده کړې او نورو فعالیتونو په برخه کې د هېواد په کچه مطرح و، خو اوس هغه مقام نه لري او دده هڅه داده چې د خلکو په مرسته يې بېرته پخواني مقام را خپل کړي .
هغه وکیلانو او قومي مخورو هم وغوښتل چې په اړوندو چارو کې ورسره پوره همکاري وکړي او پر ستونزو د برلاسۍ لپاره ګډ کار وکړي.
حیات زیاته کړه:(( قانون باید تر هر څه مقدم وي او له وکیلانو قومي مشرانو سره به يې سره کرښه یواځې قانون وي.))
حیات الله حیات په انګلیسي ژبه او ادب کې تر لیسانس او اداره کې تر ماسټري زده کړې کړې او تر دې وړاندې د مدني ټولنو د انسجام مشر او د خوږیاڼو قومي شورا عمومي مشر پاتې شوی دی.
د یادونې وړ ده چې ویناوالو په خپلو خبرو کې ددې ولایت د پخواني والي عبدالمجید خوږیاڼي د کړو خدمتونو ستاینه وکړه او هغه يې د یوه هڅاند والي په توګه یاد کړ.