
د ګټې خبرې
تاسې له دفتره کور ته پرېشانه ځئ، مور مو پوښتي چې زویه څه خبره ده؟
هغوی ستاسې رواني وضعیت څاري او له دې څارنې ستاسې داخلي ستونزه درک کوي.
دنده له لاسه ورکوئ او کوښښ کوئ په کور کې خپل حالت نورمال وښیئ، خو مېرمن مو پوهېږي چې یوڅه خو در پېښ شوي!!
په غونډه کې ناست یې، کله پښې غځوئ، خولې ته لاس نیسئ او کله سر خوځوئ؟ وینا وال پوهېږي، چې تاسې یې له خبرو ستړي شوي یئ!
دا ټول څه دي؟ ښځه او مور څنګه پوهېږي چې تاسې له ستونزې سره مخ یئ؟
ویل کېږي سترګې د انساني افکارو د مطالعې کړکۍ دي؛ څومره چې د انسان سترګو، حرکاتو ته ګورئ، هومره د هغوی افکارو او داخلي احساساتو ته نږدې کېږئ. پردي افکار ډېری هغه کسان مطالعه کولای شي چې په دې برخه کې تجربه لري یا له مقابل اړخ سره نږدې پاتې شوی یا دا چې د بدني ژبېBody language) ) کمال په کې وي.
ډېر وخت یوه کس ته ګورئ، چې مطمین نه دی، یوې او بلې خوا ته ګوري. پوهېږئ چې د ورکې په لټه کې دی. سترګې رپوي، مخ اړوي، شونډې چیچي او اسوېلی وباسي. دا ټول حرکات د هغه د داخلي افکارو ترجماني کوي. یوازې ژبه نه غږېږي، ستاسې لاس، پښه، سترګه او د وجود نور غړي هم غږېږي. ډېر ټوخی، غاړه تازه کول، پوزې ته لاس وړل ستاسې شته حالت بیانوي.
پوهان وايي چې د انسان مغز د هغه حرکات او افکار کنټرولوي.
په دې توګه تر فکر وړاندې حرکت کېږي او وروسته فکر کېږي. ډېر وخت وینئ چې د یو چا په سترګو کې ډار وي، کرکه وي، غوسه وي او د یو کار د کولو او نه کولو راز، دا ټول موږ ته دا درک راکوي چې د مقابل کس په ذهن او فکر کې څه راګرځي. د یو چا د ذهن لوستلو تر ټولو مهم راز په بدني ژبه کې دی؛ کېدای شي یو څوک پر خوله څه ونه وايي، یو څه تایید یا رد نه کړي، خو د هغه له بدني ژبې دا درک اخیستی شئ چې مقابل اړخ په کوم دریځ کې دی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.