ماري الیس ډورنس مالون؛  د خوړو میلیاردره

 
امریکایۍ « Mary Alice Dorrance Malone» د خوړو له داسې کاروباره میلیاردره شوې چې نیکه یې پیل کړی و.
نوموړې د کمپل سوپ په نوم د خوړو د یوې مشهورې امریکايي کمپنۍ ونډه واله ده.
د دې کمپنۍ بنسټ یې نیکه جوزېف کمپبل او ابراهام اندرېسون په ۱۸۶۹ کال کې اېښې دی. نیکه یې چې د متحده ایالاتو په نیوجرسي ایالت کې یې د مېوو سوداګري کوله، له اندرېسون سره دا کاروبار پیل کړ.
دوی په لومړي سر کې د کچالیو، سبزیو او غوښو کنسر او سوپ تولیدول.
په ۱۸۷۶ زېږدیز کال کې اندرېسون له شراکت څخه ووت او کاروبار یې د ماري نیکه ته پرېښوود. د شراکت په پای ته رسېدو سره جوزېف نه یوازې دا چې له کاروبار لاس پر سر نه شو بلکې د پرمختګ لپاره یې لا نورې هڅې پیل کړې.
جوزېف په ۱۸۹۷ زېږدیز کال کې خپل وراره په کمپنۍ کې پر دنده وګوماره. هغه چې په جرمني کې یې د کیمیا په برخه کې زده کړې کړې وې، د یوه نوي مېتود له لارې د کمپنۍ د تولیداتو په لګښت کې پام کموالی راووست. سره له دې چې هغه ته یې په اوونۍ کې یوازې اووه نیم ډالره معاش ورکاوه.
جان ټي ډورنس بیا له ۱۹۱۴ څخه تر ۱۹۳۰ کال پورې د کمپنۍ مشر هم شو.
د کمپل سوپ په نوم دا کمپنۍ اوسمهال په نړیواله کچه د خوړو پر یوه ستره امپراتورۍ بدله شوې چې له برکته یې د کورنۍ دری غړي میلیاردران شوي دي.
د کمپنۍ پر وېبپاڼه د خپرو شویو معلوماتو له مخې یې کلني عواید اته میلیارده ډالرو ته رسېږي، خو د کمپنۍ چارواکو د تېر کال په وروستیو کې وویل چې د عوایدو کچه به په پنځو کلونو کې ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د کمپل سوپ تولیدات اوسمهال د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې پلورل کېږي. ماري الیس ډورنس مالون د دې کمپنۍ تر ټولو ستره ونډه واله ده.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې مالون په کمپنۍ کې ۱۷ سلنه ونډې لري او له ۱۹۹۰ کال راهیسې د کمپنۍ د بورډ غړې ده.
دې مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون پر ۱۳ مه نېټه د ماري الیس ډورنس مالون پانګه دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۵۵۷ ام او په متحده ایالتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
نوموړې د اریزونا په پوهنتون کې د لسانس تر کچې زده کړې دي. ویل کېږي چې له خپل خاوند څخه طلاق اخیستی، دوه اولادونه لري او د پنسلوانیا په کوټسوېل سیمه کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.