څنګه، کله او چېرته وغږېږئ؟

 
سټیج ته پورته شو، خبرې یې پیل کړې.
مقدمه یې تر شلو دقیقو اوږدېده او اصلي موضوع ته په دېرشمه دقیقه کې راغی.
پر اصلي موضوع یوازې درې دقیقې وغږېد. په تالار کې له ۶۰ کسانو ایله ۳۰ تنه خوبولي ناست وو. چا غوږ ګراوه، چا اسویلي ایستل او چا د نه رضایت په دود سر خوځاوه. ویناوال هم پوهیده، چې د چا نه خوښیږي، خو نه پوهیده، چې خبرې چېرې پای ته ورسوي او څنګه پر اصلي موضوع متمرکز شي.
خلک ولې ډېرو خبرو ته غوږ نه ږدي؟ ولې یو شمېر کسان ډېرې خبرې کوي؟!
ایا ډېرې او اوږدې خبرې کمال دی، که ضعف؟!
په وینا او خبرو کې تر ټولو مهم څیز پر موضوع تسلط او له اورېدونکو سره د اړیکو ټینګښت دی.
له موضوع نه حاشیې ته تګ د ویناوال د ضعف ښکارندویي کوي. هرڅوک کولای شي، چې د موضوع په حاشیو کې خپلې پنځه دقیقې خبرې تر پنځوس دقیقو اوږدې کړي. دا کمال نه دی، بلکې دا د وینا کوونکي نیمګړتیا ده.
هرڅوک ښې خبرې نه کوي، خو په هر معقول انسان کې دا توان شته، چې ښې خبرې وکړي. ښې خبرې څه دي؟ ښې خبرې پر موضوع غږیدل دي. خلکو ته د خپل پیغام رسول دي. څنګه خلک ځان ته ځیر کړئ؟! په احساساتو او لاس اچولو څوک د خبرو اتل نه ګرځي. احساسات ډېر وخت پر عقل د کنټرول قوت له منځه وړي. غوسه را پاروي او ممکن ویناوال داسې څه ووايي، چې د ټول مجلس کرکه را وپاروي، یا یې معقولیت او علمیت تر پوښتنې لاندې راولي.
ډېر کسان تر وینا او خبرو وروسته له ځان سره په دې جنجال اخته وي، چې «داسې مې ولې وویل» او «داسې مې ولې ونه ویل!!». ددې پښېمانۍ او له ځان سره ښکېلېدو یو ستر لامل دا دی چې زموږ ډېری کسان تر خبرو وړاندې فکر نه کوي. هغوی په دې نظر دي، چې د سټیج سر دی، وربه شې او څو کلیمې به ووایې، څه د غره سوري کول خو نه دي، خو څو عادي کلیمې دي!! وروسته، چې له سټیجه را کوزیږي خولې پرې را روانې وي او په زړه کې له ځان سره ښکنځلې کوي.
که یوڅوک په دې حساسیت پوه شي، چې څه وخت خبرې وکړي او څه وخت له خبرو ډډه وکړي، په دې هم پوهیدای شي، چې څه ووايي. هغه د خبرو وخت او چل دواړه خپلوي. هېڅ وخت په ځان باور مه کوئ، چې د خبرو موضوعي تسلسل به له لاسه ور کوئ. دې ټکي ته پام وکړئ. بیا هم ټینګار کوم، چې پام وکړئ: له یادښت پرته کله هم سټیج ته مه پورته کیږئ! که له یادښت پرته سټیج ته ځئ، موضوعي تسلسل در نه شلیږي او ممکن اصلي موضوع ته تر راګرځیدو پورې داسې څه ووایئ، چې وینا مو په دوه توتو کړئ.
غلط نه شئ! ډیرغږیدونکي کسان ډیر پوه خلک نه دي. په دوی کې ډیر د کمترۍ په احساس اخته دي، د شهرت لیونیان دي، نورو ته په نصیحت کې خوند ګوري. د خبرو په چل نه پوهیږي او د یوې دقیقې خبره ترې یوه ساعت ته رسیږي. فکر کوي، چې په اوږده وینا به عالم معلوم شي. پوه کسان کم غږیږي، خو په تول پوره خبره کوي. خپل ټول هدف او پیغام په څو جملو کې انتقالوي. دا د وینا کوونکي په کمال پورې اړه لري، چې څنګه خپل پیغام په څو لنډو او اغیزناکو کلیمو کې تر مخاطبانو ورسوي. ډیر غږیدیونکي، اوږدې جملې او خبرې له مخاطبانو اصلي پیغام ورکوي. هغوی نه پوهیږي، چې وینا کوونکي څه وویل؟!
که غواړئ، چې خبرې مو اغیزناکې وي، سټیج ته په پورته کیدو کې په ځان او خپلو ټولو حرکاتو مسلط اوسئ. موثر حرکات وښيئ، د لحن کیفیت وساتئ او له مخاطبانو سره بصري اړیکې ټینګې کړئ. یانې ټولو ته وګورئ داسې احساس ورکړئ، چې مشخص یوه یوه فرد ته غږیږئ.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.