
په نړیواله کچه ځېنې پانګوال او سوداګر په ځانګړو برخو کې خورا مشهور دي. د برېښنايي موټرو د تولید په برخه کې امریکایی ایلان ماسک مشهور دی چې تاسې یې ژوند لیک په همیانۍ ورځپاڼه کې لوستی. چینایی« جیا یوتېنګ» غواړي چې د چین ایلان ماسک شي.
نوموړی په ۱۹۷۳ زېږدیز کال د شانسي ولایت د شانګفېن په سیمه کې زېږېدلی دی. د ښوونځي او پوهنتون تر بشپړولو وروسته د همدې ولایت له پوهنتون څخه د سوداګریزې ادارې په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د ۲۲ کلونو و چې د چین د حکومت د مالیې له یوې ادارې سره یې کار پیل کړ. نوموړی په دغه ادراه کې د تخنیکي ملاتړ امر و. په دې اداره کې د کار پر مهال یې د شانسي ولایت د مالیې په اداره کې د نېټورکېنګ یوه منظمه شبکه رامنځته کړه.
په دې اداره کې تر څه مودې کار وروسته یې د تخنیکي مشورې یو بنسټ رامنځته کړه. په ۲۰۰۲ کال کې یې د « سېنټول» په نوم یوه کمپنۍ جوړه کړه. دا کمپنۍ یې یوازې پنځه کاله وروسته عامه کړه او د ونډو بازار ته یې لاره وموندله.
په ۲۰۰۴ زېږدیز کال کې یې د « Leshi Internet Information & Technology» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې د ده د پانګې اصلي سرچینه ګڼل کېږي. ده په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د دې کمپنۍ ونډې هم بازار ته واندې کړې او په دې توګه میلیاردر شو.
د دې کمپنۍ تر چتر لاندې یې د لي وېژن په نوم د فلمونو او تلوېزیوني خپرونو د تولید یوه کمپنۍ هم فعالیت کوي چې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې یې د امریکا په لاس انجلس کې هم رسمي دفتر پرانیست.
د انټرنېټ په برخه کې تر بریا وروسته جیا یوتېنګ اوس خپل فعالیتونه د موټرو د تولید برخې ته غځولې دي. د تېر کال په ډسمبر کې نوموړي اعلان وکړ چې یو کال یې د برېښنايي موټرو د یوې فابریکې پر جوړولو کار کړی او غواړي چې اوس د چین له دولت څخه جواز ورته واخلي.
ده ویلي چې د « Super Electric Eco-System» په نوم د دې پروژې له لارې به داسې برېښنايي موټر تولید کړي چې تر لوېدیځو کمپنیو به یې کیفیت ښه وي. سره له دې چې په چین کې د برېښنايي موټرو بازار سوړ شوی او د تېر کال په لومړۍ ربعه کې د بي. واي. ډي په نوم کمپنۍ ایله ۷۶۰۰ موټر پلورلي وو، خو د چین حکومت د برېښنايي موټر صنعت هڅوي.
د دغه هېواد حکومت خپلو لوړ پوړو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د برېښنايي موټرو کارونه ډېره کړي او په دې توګه تر ۲۰۲۰ کال پورې د چین پر سړکونو د دغه ډول ګرځېدونکو موټر شمېر ۵ میلیونو ته لوړ کړي.
لوېدیځې رسنۍ جیا یوتېنګ ته د چین اېلان مسک وايي. نوموړی په چین کې یو له ځوانو میلیاردرانو څخه شمېرل کېږي.
فوربس مجله وايي چې د جیا یوتېنګ پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د جون تر ۱۲ مې نېټې شپږ میلیارده ډالرو ته رسېده . سره له دې چې مجلې یې نوم د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې په ۵۵۷ ام ځای کې رواړی، خو پانګې ته په کتو باید وړاندې راوړل شوی و، ځکه د دغه پوړ د ډېری میلیاردرانو پانګه له څلور میلیارده ډالرو زیاته نه ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.